چا ويل چې په دریاب کې ګوهر نشته – چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي

پاس کرښو کې ډېره جامع معنا نغښتې او که سړی یوه شپه په ګوښې کوټه کې کېني او د خپل ځان، ټولنې، هېواد او نړۍ تېر تاريخ ته ځير شي او يا د خدای د مخلوقاتو په اړه فکر وکړي نو دې نتیجې ته به ورسېږي چې چا چې زحمت ګاللی نو حتما يې د خپل زحمت ثمره څکلې ده.
 
که موږ د انسان په اړه فکر وکړو نو ښکاره ده هر انسان چې ډېر زحمت ګالي هم يې اقتصادي ژوند تر نورو ښه وي، هم اصلاح وي یعنې په ټولنه کې خلک باور ورباندې کوي او د درناوي وړ وي او هم نور خلک د ده له ژوند او کړنو پند اخلي او تجربې ترې زده کوي.
 
دغه راز که د خدای د نورو مخلوقاتو په اړه فکر وکړو هم همداسې، مثلا یو مېږی چې ټول کال زحمت تېروي، خپلې ځالې ته له لرې - لرې ځایونو د غنم دانې او نور خوراکي توکي راوړي، د ژمي په موسم کې د نورو له محتاجۍ خلاص وي، خو پتنګ چې د پسرلي او اوړي په موسم کې د ګلانو په څوکو ګرځي او د ژمي لپاره چمتووالی نه نیسي، کله چې یخني راورسېږي نو د خوراک لپاره هېڅ نه لري او جسد يې د مني باد هر لوري ته په مخه کړی وي.
 
همداسې ګوندونو او هېوادونو په کچه که فکر وکړو ځينې د خپلې بقا او خپلو خلکو د پايښت لپاره زحمت ګالي، شپه او ورځ هڅې کوي، کار کوي څو د نورو له محتاجۍ خلاص شي، د خپل هېواد بقا وساتي، خپلواک او د پردیو له یرغلونو خوندي پاتې شي بلاخره مثبتې نتیجې ته رسېږي.
 
خو که د ځان ګټې د هېواد له ملي ګټور لوړې او مهمې وګڼل شي، په دې صورت کې نو د هېواد لوړې ګټې له لاسه وځي او بلاخره داسې مرحلې ته رسېږي چې هر څوک به ورباندې یرغل کوي.
 
له بده مرغه د افغانستان تېر کابو څلوېښت کلن تاریخ ته که وکتل شي نو سړی دې نتیجې ته رسېږي چې زموږ د هغه وخت مشرانو د هېواد د لوړو ګټو لپاره زحمت نه دی ایستلی نو ځکه نن موږ د هغوی د لټیو تاوان پرې کوو، په بد وضعیت کې يوو او هره ورځ د نړۍ د رسنیو د خبرونو سرټکي یوو.
 
پښتو متل دی چې وايي: «څه چې کرې هغه به رېبې» یعنې انسان د خپل ژوند په بدلون کې مهم رول لري، که زحمت وګالي راحت به وويني، که لټي او بې باکي وکړي نو لاس به يې تش او خوله به يې سپېره وي.
 
په خبري رسنیو کې مې ولیدل چې د هر چیني وګړي جي ډي پي له ۱۰ زرو ډالرو اوښتې او دې هېواد د نړۍ دویم لوی اقتصادي قدرت خپل کړی.
 
دا هېواد په آسانه دې مرحلې ته نه دی رسېدلی، بلکې د خپلو مشرانو له لسګونه کالو زحمت وروسته يې دغه فرصت ترلاسه کړی دی.
 
تاریخ وايي د دغه هېواد خلک کابو سل کاله مخکې تر افغانستان هم ډېر بېوزله و او یوه سلیزه پخوا په چین کې  خلک په نیمه ګېډه ماړه و او دومره خواړه ور رسېدل چې یوازې ژوندي ورباندې پاتې شي.
 
یوه مقوله وايي اقتصاد د پايښت مهم رکن دی او که اقتصاد خراب وي نو سیاسي، امنیتي، سوداګري او داسې نور بنسټونه به هم بې ثباته وي او بلاخره به د هېواد جغرافیه د ټوټه کېدو له خطر سره مخ شي.
 
پخوا د چین اقتصاد کمزوری و او د نړۍ د مختلفو قدرتونو له خوا ورباندې وخت ناوخت تېری کېدو چې چينايان له دې وضعیته تنګ شول او له دې وضعیته د وتلو لپاره يې شپه او ورځ په ځان يوه کړه او ټولو بې درېغه زحمتونه وګالل تر څو خپل وضعیت بدل کړي چې د رسنیو د معلوماتو له مخې بلاخره يې د دغه هېواد د کمونيست ګوند تر چتر لاندې انقلاب وکړ او اوس دا ګوند په چین کې واکمن دی.
 
د رسنیو د معلوماتو له مخې د چین کمونیست ګوند په هرو پنځو کلونو کې د خپلې کنګرې غونده کوي او د ګوند مهم او برخلیک ټاکونکې تصامیم پکې نیول کېږي او د رسنیو د معلوماتو له مخې سږ د اکتوبر په ۱۶مه د دغه ګوند ۲۰مه کنګره دایرېږي او دا به وخت ثابته کړي چې په دې کنګره کې کوم مهم تصامیم نیول کېږي.
 
نن چینایان له سل کاله مخکې چینایانو سره ډېر توپير لري، پخوا لوږه وه، فقر و، وروسته پاتې والی و، زحمتونه و، ګډوډۍ وې، پر دغه هېواد د مختلفو قدرتونو تېري و، خو اوس چین یو با ثباته، خوندي، پرمختللی، د امنیت شورا دایمي غړی، د نړۍ د مهمو پرېکړو شریک، د نړۍ دویم اقتصادي قدرت، لوی مخ پروده، اټومي قدرت، لوی صنعتي او تجارتي هېواد دی، خلک يې له شدیدې لوږې وتلي او ښه ژوندونه لري او آن د دې جوګه دي چې د نړۍ له بېوزلانو سره مرسته وکړي.
 
نن چین د دې جوګه شوی چې نړۍ ته د روغتیا، امنیت، اقتصاد، سوداګرۍ، تعلیم، تحصیل او نورو برخو کې لارښوونې وکړي، یا نړۍ اړ ده چې په دې برخو کې د چین له تجربو کار واخلي.
 
ښه بېلګه یې په دې وروستیو کلونو کې د کرونا ویروس و چې د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد ډاکټرانو تشخیص کړ او یوازینی هېواد دی چې دغه ویروس يې کنټرول کړ، لومړنی هېواد دی چې  نړۍ ته يې د کرونا وبا واکسین برابر کړ، لومړنی هېواد دی چې نړۍ ته يې د کرونا ویروس د کنټرول لپاره لارې چارې وښودلې، لومړنی هېواد دی چې په خپل هېواد کې يې شدیده بېوزلي او فقر ختم کړی او کچه يې صفر ته را ټيټه کړې ده.
 
دغه راز په امنیتي برخه کې نه یوازې توانېدلی چې پر خپله خاوره د پردیو د تېریو مخه ونیسي، بلکې د نړۍ د ګوته په شمار اټومي قدرتونو څخه دی.
 
په تعليمي او تحصیلي برخه کې هم د نړۍ مخکښو هېوادونو له جملې شمېرل کېږي، زرګونه معتبر تعليمي او تحصیلي مرکزونه لري، د امریکا او اروپا په شمول د مختلفو هېوادونو محصلین يې د زده کړو لپاره انتخابوي او تحصیلي اسناد يې د نړۍ په مهمو هېوادونو کې منل کېږي.
 
په امنیتي لحاظ فکر کوم یوازې دا کافي ده چې دې پوښتنې ته ځواب پيدا کړو او ووایوو آيا د شاوخوا یو نیم میلیارډ انسانانو کنټرول او دې ټولو ته د سوکاله ژوند او کافي خوړو برابرول آسانه کار دی؟
 
ښکاره خبره ده چې دا آسانه کار نه دی، بلکې دا یو دقیق او منظم پلان غواړي چې چین يې لري او ښايي په نړۍ کې يې مثال نه وي.
 
د چین نفوس د نړۍ کابو پنځمه برخه جوړوي نو د دومره لويې جغرافيې او دومره ګڼ نفوس کابو کول ساده خبره نه ده.
 
ظاهرا دغه هېواد یوه بله تر ټولو مهمه ځانګړتیا لري هغه دا چې د نورو په کورنیو چارو کې پوځي مداخلې سیاست نه لري، وايي هر هېواد حق لري چې د خپلو شرایطو سره سم نظام ولري.
 
له هماغه وخت وروسته چینایانو سوکه سوکه په خپل اقتصاد، روغتيا، امنیت، کرنې، ټرانسپورټ، تجارت، سوداګرۍ، نړیوالو ډيپلوماټيکو اړیکو او نورو ټولو برخو کې عیني پرمختګونه رامنځته کړل او ځان يې په نړۍ کې لوړو پوړیو ته ورساوه چې نن نه یوازې هېڅ قدرت د دوی پر خاوره د تېري فکر نه شي کولای، بلکې نړۍ په مختلفو برخو کې د چین تجربو ته اړ ده.
 
نو خبره به داسې را ونغاړو! څوک چې زحمت وګالي خوږه نتیجه به ترلاسه کړي او هر څوک باید داسې فکر وکړي چې زه په خپل کوښښ بریالیتوب ته رسېږم او دا ثابته خبره هم ده.