سیالي وکړئ

که تاسې په ښوونځي کې یاست، که پوهنتون کې زده کړیالان یاست، نو تاسو هم سیالي وکړئ،  د زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره د سیالۍ او رقابت ترسره کول  ډېر مهم او ضروري وي. که یو ښوونځي ته فکر وکړو، نو د ښوونځي اداري پرسونل ته پکار ده، چې د ښوونځي د ټولو ټولګیو ترمنځ په ټاکل شوو مضامینو کې د دوی د ذهني تمرین لپاره یو سیالي برابره کړي. د بېلګې په ډول: د یو ښوونځي د لومړي ټولګي زده کوونکي د بل ښوونځي د لومړي ټولګي له زده کوونکو سره د حساب په مضمون کې سیالي برابرول، سیالي باید په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي او ګټیالو زده کوونکو ته د بریا په صورت کې ډالۍ، تحفې او انعامونه ووېشل شي، همدا چاره د بریالیتوب پراخ واټن طی کوي او ستاسې په مؤثریت دلالت کوي. دا ډول لومړیتوبونه باید وپېژنو او خپل مسوولییت وبولو.  زده کوونکي تشویق او هڅوونې ته اړتیا لري او دا چاره یې د مهارت او ذهني ودې لپاره ښه فرصت بلل کېږي. 

که هر کار ترسره کوئ، له زړه یې ترسره کړئ، لږ وکړئ، خو ښه یې وکړئ، تاسې به د داسې ورځې ګواهان هم واست، چې د درې ورځو کار مو په یوه ورځ کړی وي، خو برعکس بیا به د داسې ورځو ګواهان هم یاست، چې هېڅ کار به مو پکې نه وي کړی، انسان باید داسې عادات خپل کړي، چې بریالي خلک یې لري، پوهان وايي، هر څه د پلان او مهالوېش له مخې ترسره کړئ، دا چاره تاسې نه زړه توري کوي او نه مو پلان در خرابوي، بلکې روزمره مو پر چارو تمرکز ډېروي او د بریالیتوب تر پړاو مو رسوي.
پای