ژوند او ارزښت یې

انسانان چې په نړۍ کې ژوند کوي، نو د انسانانو ژوند د بل هر انسان له ژوند سره توپیر کوي، انسان باید هېڅکله له خپل ژوند څخه نا راضه او ناهیلی نه شي، همدا ناهیلي ده چې انسان ذهناً او فکراً نا اراموي او د بدمرغۍ په لور یې په مخه کوي.  هر انسان باندې الله (ج) ځانګړې لورینه او پېرزوینه کړې ده، ځیني وخت انسان د ناهیلۍ احساس کوي، د خپل چم، ګاونډ ملګري ګوري، هغه ملګری چې دوی یې ګوري، هغه ملګری چې دوی فکر کوي، ګویا د ژوند څخه خوند اخلي او په ارامۍ او خوښۍ مخته روان دی، دغه راز د دوی په ظاهري لباس او فیشن دوکه کېږي او بیا د خپل ځان سره د ناهیلۍ احساس کوي. دا چاره ناوړه پایله لري او انسان باید هېڅ وخت د ناهیلۍ احساس ونه کړي، هغه څه چې لرئ، قناعت پرې ولرئ، ته چې نن څه لرې، ممکن ډېر یې ونه لري، تل د الله (ج) شکر وباسئ، چې د بدن په ټولو اندامونو روغ رمټ یاست، همدا د پاچاهۍ ژوند دی، یوازې خپل لومړیتوبونه درک کړئ. 

ژوند د څښتن تعالی له لوري یوه ستره او خوږه ډالۍ ده، دا ډالۍ باید بې ارزښته ونه ګڼئ، په ارزښت ورته قائل شئ، خوند یې وڅکئ، مینه وکړئ، ویې پالئ، ویې وېشئ، له نورو سره مرسته وکړئ، له نورو یې ترلاسه کړئ، نور وستایئ، ویې هڅوئ، زړه یې مات نه کړئ او برعکس زړه یې وګټئ، یوه خوله مُسکا ورکړئ، ورته ثابته کړئ چې تر بل هر چا ورته تاسې نږدې یاست، د خېرخواهۍ فکر ولرئ، نور مه رټئ، مه یې دسئ، بلکې څومره مو چې تر وسې وه، منډه تړه ورسره ووهئ، همدا حقیقي ژوند دی.
پای