هغه نښې، چې وایي هوښیار یاست

معمولاً هغه څوک چې د بېلابېلو مسایلو په چټکه زده کړه کې وړتیا ولري، تل په آزموینو کې ښې نمرې ترلاسه کړي او ډېر معلومات ولري، هوښیار او پوه ګڼل کېږي.
 
هوښیار کسان، خلاق او منطقي دي او په ښه توګه کولای شي ستونزې حل کړي په دې لیکنه کې د فوق العاده هوښیارو کسانو په ځانګړتیاوو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
د فوق العاده هوښیارو کسانو ځانګړتیاوې
که په کوم فرد کې دا ځانګړتیاوې شتون ولري، نو کولای شو، چې هغه ډېر هوښیار کس وګڼو. له دې ځانګړتیاوو سره د لا ډېرې آشنایۍ لپاره، دا لیکنه تر پایه ولولئ.
 
دا مني، چې په هر څه باندې نه پوهېږي
د هغه فرد چې چندان هوښیار نه دی، یوه تر ټولو روښانه او واضحه ځانګړتیا داده، چې ادعا کوي په هرڅه باندې پوهېږي، هغه فرد چې واقعاً هوښیار دی، مني، چې په ډېرو څیزونو باندې نه پوهېږي، له همدې امله هوښیار کسان تل د زده کړې په حال کې دي او مني، چې کله وخت تېروتنه کوي. هوښیار کسان تر نورو ډېر پوهېږي، خو له دې موضوع څخه تل نورو ته یادونه نه کوي، هغوی عاجز دي او ادعا نه کوي، چې د ټولو پوښتنو په ځوابونو باندې پوهېږي، هغوی له دې څخه چې اقرار وکړي په کوم څه باندې نه پوهېږي، وېره نه لري.
 
نامنظم اوسېدل د فوق العاده هوښیارو کسانو یوه له ځانګړتیاوو څخه ده
دا موضوع ناسمه ده، چې فکر وکړئ، یو فرد ډېر هوښیار دی، نو هرومرو ډېر پاک او منظم هم دی، احتمالاً تاسو هم اورېدلي دي، چې انېشټین یو نامنظمه فرد و، بریالي کسان د خپل شاوخوا چاپېریال په پاک او منظم ساتلو کې ښه نه دي، د دې کسانو د خوب کوټه تل نامنظمه وي او تل له یوه ښاخ څخه بل ښاخ ته الوزي.
 
له خپلو تېروتنو څخه عبرت اخلي
فوق العاده هوښیار کسان مني، چې له دوی څخه هم تېروتنه کېږي، خو د تېروتنو په اړه له بریده زیات فکر کول بې مانا ګڼي، هغوی د هغو څیزونو په اړه فکر کوي، چې کولای شي له خپلو تېروتنو څخه یې زده کړي او وروسته یې هېرې کړي. هوښیار کسان اجازه نه ورکوي، چې تېروتنې یې د پرمختګ په لاره کې خنډ وګرځي.
 
په دې باندې پوهېږي، چې څنګه له شرایطو سره خپل ځان ته سمون ورکړي
هوښیار کسان په دې باندې پوهېږي، چې په ژوند کې د بریا لپاره باید نرم او انعطاف منونکي واوسي او خپل  ځان ته له بېلابېلو شرایطو سره سمون ورکړي، که په شدت سره په ژوند کې خپلو اصولو ته پایبند واوسئ او بدلون ورکولو ته لېوالتیا ونه لرئ، نو له نویو ننګونو سره چلند درته ډېر زیات ستونزمن کېږي، ځکه ژوند له کوچنیو او سترو ننګونو څخه ډک دی.
 
تل ځیرک اوسېدل د فوق العاده هوښیارو کسانو یوه بله ځانګړتیا ده
په تاریخ کې ځینې سترې موندنې، د افرادو د ځیرکتیا پایله وه، چې له تسلیمېدو سره یې هېڅ لېوالتیا نه درلوده. هغه کسان چې ډېر هوښیار دي، هر څنګه چې کېږي، غواړي د خپلو پوښتنو ځوابونه ترلاسه کړي، هغوی جزئیاتو ته، چې نور کسان په ډېرې آسانۍ سره ترې تېرېږي، ډېر زیات دقت کوي.
 
تل د زده کړې په حال کې دي
فوق العاده هوښیار کسان زده کړو ته تږي دي او هره شېبه غواړي، چې په خپله پوهه او معلوماتو باندې یو څه ور زیات کړي. دا کسان له کتاب لوستنې، هنر، د ژبو او نویو فرهنګونو له کشف کولو څخه خوند اخلي، له پوهنتون څخه فارغېدل د دې کسانو لپاره د زده کړو پای نه دی، هغوی د هرڅه په اړه پوښتنې لري او د خپلو پوښتنو ځوابونو ته د رسېدو لپاره ډېرې زیاتې هڅې کوي.
 
خوشاله او شوخ طبیعته دي
هوښیار کسان جدي انسانان نه دي، چې تل په کتاب لوستنه باندې بوخت وي، هغوی خوشاله او شوخ طبیعته دي، ښایي په زړه پورې وي پوه شئ، چې د فوق العاده هوښیارو کسانو یوه له ځانګړتیاوو څخه شوخ طبیعته اوسېدل دي، دا کسان په خپلو خبرو او ټوکو سره، چې کوي یې خپل شاوخوا خلک خندوي او کوم کار چې کوي، نور له هغوی سره، له وخت تېرولو څخه خوند اخلي.
 
په خپل ځان باندې کنټرول لري
هوښیار کسان په خپل ځان باندې کنټرول لري، دا کسان له خپلې پوهې او معلوماتو څخه عملي ګټه اخلي او په ژوند کې ترې کار اخلي، موږ ټول په دې باندې پوهېږو، چې ځینې څیزونه، لکه: تل د یو لړ خوړو خوړل، سګرټ څکول، ټلویزیون ډېر ننداره کول او داسې نور جسمي او اروایي روغتیا ته زیان رسوي، خو دغه راز دې کارونو ته دام ورکوو او د خپلو ناسمو عادتونو د اصلاح لپاره کومه لېوالتیا نه لرو.