بايډين: ډاډمن يم چې پوتين به اټومي جګړه پيل نه کړي

د امريکا ولسمشر جوبايډن د اوکراين او روسيې د جګړې په اړه ويلي دي، چې د روسيې ولسمشر پوتين د اټومي وسلو په اړه څرګندونې کوي خو ډاډمن يم چې هغه به داسې کوم کار او پرېکړه ونه کړي. 

د سه شنبې په ورځ له CNN سره په یوه مرکه کې، کله چې بايډن څخه وپوښتل شول چې آیا پوتين به د اوکراین شخړه اټومي کچې ته لوړه کړي، بایډن يې ځواب کې وويل: "ښه، زه فکر نه کوم چې هغه به اټومي جګړه وکړي، مګر دا د هغه غیر مسؤلانه خبره ده چې په دې اړه خبرې کوي." 

د متحده ایالاتو ولسمشر د سه شنبې په ورځ دې مرکه کې دا هم وویل چې پوتین د اوکراییني ځواکونو په اړه ټيټ فکر درلود او د جګړې له پيل وړاندې په دې فکر کې وو، چې د اوکرايين وسله وال پوځ به مقاومت ونه شي کړی. 

د اټومي جګړې ویره تیره میاشت هغه وخت زیاته شوه کله چې پوتین اعلان وکړ او ویې ویل چې د اړتيا په صورت کې اټومي وسلې کاروي او دې برخه کې ټوکې هم نه کوي.