پنځه څیزونه، چې هر انسان ځواکمن او بریالی کوي

بریالي کېدل ستونزمن کار نه دی او موږ کولای شو، چې په خپلو هیلو پسې لاړ شو، په هغه صورت کې، چې له هغو تضمین شویو لاملونو څخه، چې د نورو افرادو د بریا سبب شوي دي، پیروي وکړو.
 
د نړۍ د بریالیو او ځواکمنو انسانانو په ژوند کې پنځه مهم لاملونه
له شک پرته موږ ټول په ژوند کې له ستونزو سره مخامخ یو، چې هڅه کوو، په ډېر ځواک سره دا خنډونه او ستونزې له مخې لیرې کړو، خو کله وخت د کمزورتیا او ناتوانۍ له احساس سره مخامخ کېږو. په دې لیکنه کې پنځو ځانګړتیاوو باندې رڼا اچول کېږي، چې ځواکمن افراد یې لري، له هغو څخه ګټه اخیستنه د دې سبب کېږي، ترڅو د یوه انسان په توګه هر مقام چې لرئ، وکولای شئ، پکې لا ډېر ځواک پیدا کړئ.
 
مینه لرل
کله چې افراد پوه شي، چې کوم څوک ورسره مینه لري، لا ډېر ځواک پیدا کوي او دا موضوع د ارواه پوهنې له نظره هم ثابته شوې ده، په هغه صورت کې، که کوم څوک دا تشه ولري او دا حس د هیچا له خوا ترلاسه نه کړي، تل له خپل ځان سره په شخړه کې دی او د ستونزو پر وړاندې په چټکه توګه ماتېږي او تسلیمېږي.
 
په خپلو لوړو ارزښتونو باندې پوهېدل
یو بل مهم ټکی، چې باید ورته پام وکړو دا دی، چې پوه شو موږ د ارزښت او درناوي وړ یو، په بل عبارت که خپل ځان ارزښتمن وګڼو، زموږ په دننه کې د لا ډېر ځواک احساس رامنځته کېږي.
 
په بشپړه توګه د خپل ځان پېژندل او له خپل ځان سره مینه لرل
موږ ټول له یو بل سره توپیر لرو او توپیري کمزوري او پیاوړي ټکي لرو، ځواکمن افراد نه غواړي په نورو اشخاصو باندې بدل شي، هغوی په رښتینې توګه خپل ځان مني؛ خپل ځان پېژني او هغه څه چې دي، په غېږ کې یې نیسي او ترې منندوی دي.
 
زده کړو ته دوام ورکول
هېڅ څیز له دې څخه ناهیلی کوونکی نه دی، چې زړه مو ونه غواړي، کوم څه زده کړئ، په هغه صورت کې، که تل زده کړو ته دوام ورکړئ او نویو مهارتونو ته داخل شئ، په خپل ځان باندې به مو باور زیات شي او دغه راز په خپل وجود کې به د ځواکمنتیا احساس وکړئ. که غواړئ یو له ارزښتمنو کسانو څخه شئ، زده کړه کوونکی واوسئ او هېڅکله له زده کړو څخه لاس مه اخلئ.
 
د الله (ج) احکام منل او ارادې ته یې تسلیمېدل  
الله (ج) موږ ته ډېر زیات نعمتونه را کړي دي، چې باید شکرونه یې پرځای کړو، کله چې د الله (ج) احکام منئ او ارادې ته یې تسلیمېږئ، ترڅو لارښوونه درته وکړي، نو ژوند مو په یو ښه، غوره او مثبت لوري حرکت کوي، که چېرې په ژوند کې د الله (ج) ټول احکام په خپل ځان باندې پلي کړئ، نو د لا ډېر ځواک احساس به وکړئ.