تر لاس لاندې خلکو سره د غوره چال چلند څو لارې چارې

که تاسې د یو شرکت رئیس یا مشر یاست، نو د شرکت ټولو کارمندانو ته یوه لایحه او یو عملي پلان ورکړئ، ذهنیت ورکړئ او په ټولو چارو یې پوهه کړئ، دغه راز دا هم ورته وویاست، که پرې پوهه نه شوئ او سر مو پرې نه شو خلاص، زه مو چوپړ کې یم، هر راز مرسته مو چې وسره تر وسې پوره وه، ور څخه یې ونه درېغوئ، دا چاره ستاسو په بریالۍ کړنلارې دلالت کوي او ژر مو تر بریا رسوي.

 بریالي منېجران خپلو کارمندانو ته دندې اړوند د اړتیا وړ مواد او پوهاوی د کارخوني په دېوال را ځړوي، چې دا چاره مستقماً د دوی په وړتیا، تجربو او د کار په چټک والي اغېز لري او د کارمندانو د خوښۍ لامل هم ګرځي.

د خپلو کارمندانو لاسنیوی وکړئ، په چارو او کړنلاره کې ورسره مرسته وکړئ، څو دقیقې ورسره تحلیلي بحث وکړئ، تبصره یې واورئ او ارزښت ورکړئ او په ټوله کې یې خوښ وساتئ، دا چاره تاسې ته دا ګټه رسوي، چې کارمندان به مو خپل لومړیتوبونه وپېژني او خپلې چارې به په خپل وخت ترسره کوي. کارمندان مو خپلو چارو ته وهڅوئ او دوی ته دا ډاډ ورکړئ، چې تاسې یې ملاتړي یاست، مه هېروئ، څارنه یې هم ستاسې دنده ده، باید بابیزه یې ونه ګڼئ.  که له خپلو کارمندانو سره هر سهار ناسته کوئ، دا چاره تاسې ته قوت دربښي، دا ځانګړنه مو د ستایلو ده او باید تقدیر شئ، هر سهار د رسمیاتو په پیل کې خپل کارمندانو خپلو دندو ته متوجه کړئ، لومړیتوبونه ور وپېژنئ، ستونزې او ننګوونې ورسره شریک کړئ او د حل په موخه ترې تبصرې، مشورې او لارښوونې وغواړئ، که دا چاره ترسره کړئ، مه هېروئ، چې غونډه مو مؤثره تمامېدای شي. 
پای