د ناټو عمومي سرمنشي سټولټنبرګ نن يوې خبري ناسته کې وويل چې د اوکراين جګړه کې د روسيې وړاندې تګ داسې ښکاري چې روسيه له ماتې او کمزورۍ سره مخ شوې ده.
د نوموړي په وينا، "زه فکر کوم هغه څه چې موږ پرون ولیدل په حقیقت کې د ضعف نښه ده، ځکه حقیقت دا دی چې دوی د جګړې په ډګر کې پرمختګ نه شي کولی. روسیه په حقیقت کې د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخ ده."
د ناټو سرمنشي زیاته کړه چې د ناټو د پوځي اتحاد لپاره پر بنسټیزو تاسیساتو د روسيې هر ډول برید به د "يو او کلک ځواب" لامل شي. نوموړي له دغه خبرو موخه اوکراين کې د روسيې هغه بريدونه وو، چې په وينا عامه بنسټونه په کې په نښه شوي دي.
د اوکراين په ځينو ښارونو د روسيې د میزایلو بریدونو نن هم دوام درلود؛ د اوکرایني چارواکو په وینا دغه بريدونو کې لږ تر لږه یو ولسي اوکراينی وګړی وژل شوی دی.
وروستي