د ښه ښوونکي یوه تر ټولو غوره ځانګړنه

یو غوره ښوونکی په ټولګي کې چاڼ کوي، له همدې کبله که د ښونځي په يو ټولګي کې تدریس کوئ او د زده کوونکو مخ ته ولاړ ياست؛ نو اړ یاست چې د ټولګي زده کوونکو ته زده کړه په ښه، مؤثره او غوره ډول انتقال کړئ.

یو ښوونکی هڅه کوي، څو خپل زده کوونکي د درس اوریدلو او زده کولو ته متوجه کړي، زوړ درس هم ورته تکراروي او د زده کوونکو ارزیابي پکې کوي، دغه راز نوی درس هم همدارنګه ورته په ډېر فصاحت او بلاغت وړاندې کوي، له بېلابېلو میتودونو او تخنیکونو استفاده کوي، څو ژر او په اسانۍ پوهه شي.

همدارنګه د درس په پای کې د زده کوونکو څخه د درس تکرار هم اوروي او د زده کوونکو د ښوونیزې کچې د ارزوونې په موخه پکې پوښتنې هم کوي، زړه به نه وهئ، ممکن تاسې ډېر لږ مثبت ځوابونه ترلاسه کړئ، دا چاره د ښونکي ډېر ناهيلی کوي، نو د دې لپاره چې ستاسې زده کوونکي ټول درس ښه زده او مثبت ځوابونه وايي؛ نو تاسې اړ یاست، څو په ټولګي کې چاڼ وکړئ او هغه زده کوونکي چې مسعتد دي، هغه بايد په ټولګي کې ووېشل شي او د کمزورو زده کوونکو سره تکړه زده کوونکي کښېنول شي، وخت ورکول شي، لومړی ګروپي او بیا انفرادي فعالیتونه پرې وشي، د لیک، لوست، اورېدلو او ویلو فعالیتونه پرې وشي، بیا وګورئ چې ستاسو دا مېتود چې په ټولګي کې چاڼ وکړئ، څومره بریالی او ارزښتمن دی.

ښکاره ده چې ګټه به یې ډېر ژر ووینئ او ډاډمن به شئ، چې مثبت لوري ته روان یاست.
پای