له يو څه ځنډ وروسته له افغانستانه شل ټنه جلغوزي چين ته صادر شول. دغه جلغوزي متحده عربي اماراتو او له متحده عربي اماراتو وروسته چين ته لېږدول کېږي.
له دې وړاندې د افغانستان جلغوزي د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې چين ته صادرېدل خو اوس مهال د ځمکني لېږد پر ځای د هوايي دهليز له لارې چين ته صادرل شول.
د ځمکې له لارې چين ته د افغاني صادراتو لېږد دوه مياشتې وخت نېولو خو د دغه هوايي دهليز له لارې به افغاني توکي د يوې اوونۍ دننه چين ته رسيږي.
افغانستان په وچه کې ګېر هېواد دی چې د ځمکې له لارې يې لېږد - رالېږد يې مياشتې وخت نيسي او دې برخه کې د هوايي دهليزونو شتون کم بيه او لږ وخت نېونکی تماميږي.
وروستي