پنځلس آسانه او ساده کارونه، چې په ترسره کولو سره یې خپل ځان ته ارزښت ورکوئ

په نننۍ نړۍ کې، د ټکنالوژۍ او عصري ژوند چټک پرمختګ، زموږ په ژوند کې ډېر زیات بدلونونه رامنځه کړي دي، له بلې خوا طبي علم پرمختګ کړی دی، د خلکو په منځ کې له ځیرکو ټیلیفونونو، ایمیلونو او ټولنیزو شبکو څخه ګټه اخیستنه  دود شوې ده او دغه راز زموږ شاوخوا ته د تفریح او خوشالي راوړونکي وسایل ډېر زیات رامنځته شوي دي.
 
علم او ټکنالوژي ډېر زیات پرمختګ کړی دی، خو له بلې خوا اروایي فشار (سټرس)، بېلابېلې ککړتیاوې او پروسس شوي خواړه زموږ روغتیا ګواښي. کاري بوختیا دومره زیاته ده، چې له موږ څخه یې د تفریح او خوشالۍ فرصت اخیستی دی او د افرادو ترمنځ د اړیکو ډېرښت، تاسو ته د دې فرصت نه درکوي، چې له خپل ځان سره یوازې شئ.
 
له ټولو فکري او کاري بوختیاوو سره سره، اړتیا ده، چې خپل ځان پیدا کړئ او د ورځې یوه برخه خپل ځان ته ځانګړې کړئ، ښایي په دې کار کې لټي وکړئ، خو باید په دې باندې پوه شئ، چې ستاسو د روحیې، خوشالۍ، اروایي روغتیا په ساتلو او دغه راز د انګېزې او انرژۍ په ډېرښت کې د پام وړ اغېزه لري.
 
خو پوهېږئ، چې څنګه خپل ځان ته اهمیت ورکړئ، د خپل ځان لپاره ارزښت قایل شئ او دغه راز خپل ځان ته درناوی وکړئ؟ دمګړۍ په دې لیکنه کې په پنځلس تګلارو باندې رڼا اچوو، په دې هیله چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
خپل ځان ته د ارزښت ورکولو رازونه
۱ ـــ برېښنایي وسایل لیرې کړئ
کله وخت د ټولنیزو شبکو ټول اړیکیز وسایل، تر ایمیل او موبایل پورې لیرې کړئ او پرځای یې مجله او کتاب ولولئ، پلی مزل وکړئ، د کړکۍ ترڅنګ کېنئ او بهر طبعیت ننداره کړئ.
 
دا کار کولای شئ سهار د وخته د قهوې د څښلو پرمهال، د جمعې ورځې په مازدیګر یا بل هر وخت، کولای شئ ترسره یې کړئ.
 
۲ ـــ یو نوی څیز رامنځته کړئ
د نویو څیزونو د جوړولو او رامنځته کولو لپاره وخت په پام کې ونیسئ، نقاشي وکړئ، لیکل وکړئ او داسې نور څیزونه، چې فکر کوئ ستاسو لپاره جذابیت لري. ډېر د پایلې په لټه کې مه اوسئ، ځکه اړتیا نه شته، چې هر څه ښه او فوق العاده وي یا ورته دقیقه پروګرام جوړونه ولرئ، یوازې بسنه کوي، کوم کار چې ترسره کوئ، ترې خوند واخلئ.
 
۳ ـــ خپل د خوښې وړ رسټورانټ ته لاړ شئ
که مو واده نه وي کړی، نو په احتمالي توګه څو څو ځله په یوازې توګه خپل د خوښې وړ رسټورانټ ته تللی یاست، خو که چېرې مېرمن او اولادونه لرئ، نو په بشپړه توګه کله چې وروستی ځل یوازې رسټورانټ تللی یاست، په هغه باندې ډېر وخت تېرېږي.
 
نباید دا کار نا شونی وګڼئ، کله وخت خپل ځان ته خپل د خوښې وړ یوه رسټورانټ ته بلنه ورکړئ او له خپل ځان سره یوازې شئ؛ په دې وخت کې هېڅ اندېښنې ته اجازه مه ورکوئ، چې ستاسو حواس ګډوډ کړي.
 
۴ ـــ کافي او با کیفیته خوب ولرئ
بریا او کاري بوختیا په دې مانا نه ده، چې ډېری شپې د کاري مېز تر شا ویده شئ او د سهار له مخې د غاړې له درد سره، له خوب را ویښ شئ، حتا که اړ شئ د شپې ډېری ساعتونه کار وکړئ او یوازې یو یا دوه ساعته ویده شئ، هماغه وخت خوب ځای ته لاړ شئ او په آرامه توګه ویده شئ.
 
۵ ـــ له خپلو پخوانیو دوستانو سره په اړیکه کې واوسئ
د دوستانه اړیکو ساتل او په تېرو ښو خاطراتو باندې مرور کول، ستاسو د اروایي روغتیا او سلامتیا سبب ګرځي، نو له خپل اوزګار وخت څخه ګټه واخلئ، له دوستانو یا یو د خپلې کورنۍ له غړو څخه، چې له یو بل سره ښې خاطرې لرئ، اړیکه ونیسئ او له هغه سره، له خبرو کولو څخه خوند واخلئ.
 
۶ ـــ ټلویزیون ننداره کړئ
ځینې کسان په فلم، سریال یا مستند کتلو باندې مئین دي. که د ټلویزیون ننداره کولو فرصت نه لرئ، نو لږ تر لږه په ورځ یا اوونۍ کې یو وخت ټلویزیون ته ځانګړی کړئ او خپل د خوښې وړ پروګرام ننداره کړئ.
 
۷ ـــ له خپل یوه دوست سره د لیدنې وخت وټاکئ
کله وخت له خپل یوه نږدې او صمیمي ملګري سره د لیدنې وخت وټاکئ او په ګډه یوه آرام ځای ته لاړ شئ یا یو ځانګړی کار ترسره کړئ، د بېلګې په توګه: په ګډه سینما ته لاړ شئ او یو کومیډي فلم ننداره کړئ یا د پخلي په یوه صنف کې ګډون وکړئ یا په ښکلي طبیعت کې یو د بل ترڅنګ قهوه وڅښئ.
 
د کار ځای او کور له اروایي فشار (سټرس) څخه د ډډه کولو لپاره، غوره ده، چې خپل صمیمي دوست د کورنۍ له غړو او همکارانو څخه ونه ټاکئ.
 
۸ ـــ د خپل ځان لپاره د یاددښت یوه کتابچه ولرئ
د خپل یاددښت په ځانګړې کتابچه کې، د احساساتو، اروایي فشارونو، خوبونو، نظریاتو او هر هغه څه، چې په ذهن کې مو تېرېږي، په اړه یې ولیکئ، ترڅو خپل ذهني فشار را کم کړئ او په پرانیستو افکارو سره خپل کار ته دوام ورکړئ، البته اړتیا نه شته، چې دا کار په منظمه توګه ترسره کړئ یا هغه د خپل ژوند موخه وګڼئ، بلکې د ګډوډو افکارو او حتا د  منفي افکارو لیکل د دې سبب ګرځي، چې حالت مو ښه شي.
 
سپارښتنه کېږي، چې د یاددښت یوه کوچنۍ کتابچه له ځان سره ولرئ، هر کله مو چې حوصله پای ته  ورسېده، د ځیرک ټیلیفون او نورو اړیکیزو وسایلو پرځای ترې ګټه واخلئ.
 
۹ ـــ خپلې لېوالتیاوې پیدا کړئ
خپلې د خوښې وړ بوختیاوې پیدا کړئ او هر کله مو چې احساس وکړ د ژوند د پېټي او ورځنیو بوختیاوو تر فشار لاندې یاست، د یو څو شېبو لپاره خپل د خوښې کارونه ترسره کړئ او خپل ځان ته هوساینه ډالۍ کړئ.
 
که چېرې په کتاب لوستلو باندې مئین یاست، خو د کېناستلو او مطالعه کولو فرصت نه لرئ، له غږیزو کتابونو څخه ګټه واخلئ، په دې صورت کې د پلي مزل او موټر چلوونې پرمهال کولای شئ، ترې استفاده وکړئ.  
 
۱۰ ـــ سینما ته لاړ شئ
سینما ته تلل له هغو کسانو سره، چې ورسره مینه لرئ، خوندور دی، خو کله وخت غوره ده، یو وخت په یوازې توګه تېر کړئ او یو په زړه پورې کمیډي فلم وټاکئ او په یوازې توګه سینما ته لاړ شئ، ډاډه اوسئ، چې یوه په زړه پورې تجربه ده او ترې خوند به واخلئ.
 
۱۱ ـــ په یوه رونیز صنف کې نوم لیکنه وکړئ
آیا له ماشومتوبه په یوه ځانګړي هنر باندې مئین وئ؟ اوس یې وخت را رسېدلی دی، چې په هنر پسې لاړ شئ.
 
د پخلي، ژبې، خیاطۍ او داسې نور..... صنفونه ښه او فوق العاده دي، کولای شئ په یوازې توګه په دې صنفونو کې نوم لیکنه وکړئ او نوي ملګري پیدا کړئ یا له خپل یوه پخواني ملګري سره دې بوختوونکو صنفونو ته لاړ شئ.
 
۱۲ ـــ ولامبئ «حمام وکړئ»
ښایي د هغو کسانو له ډلې څخه واوسئ، چې هره ورځ کار ته له تګه مخکې او له کار څخه تر را ګرځېدو وروسته لامبئ او دا چاره مو په ورځني عادت باندې بدله شوې ده، خو موخه یو څو دقیقه ایز حمام کول نه دي، بلکې یو اوږد مهالی او بشپړ حمام کول دي.
 
هڅه وکړئ، چې افکار مو را ټول کړئ او اروایي فشار له ځانه لیرې کړئ، یو څه وخت د حمام په تپ کې اوږد وغځېږئ، کتاب ولولئ یا سترګې مو وتړئ او د خپل ژوند په مثبتو څیزونو باندې تمرکز وکړئ.
 
۱۳ ـــ ورزش وکړئ
د بدن روغتیا، له مهمو مواردو څخه ده، چې باید د ورځې په اوږدو کې ورته پام وکړئ، غوره ده، چې په ورځ کې ورزش ته یو ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ، کولای شئ هره ورځ یو ساعت پلی مزل وکړئ یا ورزشي لوبغالي او یا هم حوض ته لاړ شئ، مهمه داده، چې خپل د خوښې وړ ورزش پیدا کړئ او په ورځ کې یو وخت ورته ځانګړی کړئ.
 
که چېرې د ورزش یا پلي مزل لپاره فرصت نه لرئ، غوره ده، چې ورزش او تګ و راتګ مو سره ترکیب کړئ، د بېلګې په توګه: له کوره تر کار ځایه پلی لاړ شئ او که چېرې لاره اوږده ده، یوه برخه یې په موټر کې او بله برخه یې په پلي مزل ووهئ.
 
۱۴ ـــ له خپل ځان څخه هرکلی وکړئ
کله وخت خپل ځان مېلمه کړئ او له خپل ځان څخه د هرکلي کولو لپاره وخت په پام کې ونیسئ. سړوبی (آیسکریم)، مېوه، یوه ټوټه خوندور کېک یا چاکلېټ، چې په آرامتیا سره وخوړل شي د روحیې په ښه والي او د انرژۍ په ډېرښت کې به ډېره ښه اغېزه ولري.
 
۱۵ ـــ یو وخت د «زما وخت» په نامه ځانګړی کړئ
ټول افراد اړتیا لري، چې په ورځ یا اوونۍ کې یو وخت له خپل ځان سره یوازې شي او په بشپړه توګه په خپل ځان پورې اړوند وي، خو کله وخت دومره د ژوند په ستونزو او بوختیاوو کې ډوبېږو، چې دا مهمه مسئله هېروو.
 
د دې لپاره، چې خپل ځان ته اهمیت ورکړئ او خپل ځان ته ارزښت قایل شئ، په ورځ یا اوونۍ کې یو وخت د «زما وخت» په نامه ونوموئ او دا کار مو عادت وګرځوئ، هره ورځ یا هره اوونۍ په هماغه ټاکلي وخت کې له کاره لاس واخلئ او یوازې خپل ځان ته پام وکړئ.