د دې لپاره پنځلس رازونه، چې تر ټولو ښه حالت ولرئ

تاسو په خپل ژوند کې داسې یوه ټکي ته رسېدلي یاست، چې په هغه کې غواړئ ډېرو څیزونو ته بدلون ورکړئ او خپل ښه حالت ته ورسېږئ. د دې لپاره، چې ډاډه شئ په خپل ښه حالت باندې د بدلېدو په حال کې یاست، څه باید وکړئ؟ دلته غواړو ستاسو لپاره د یوه ښه حالت د رامنځته کېدو لپاره، پنځلس لارې درسره شریکې کړو، په دې هیله، چې دا لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
۱ ـــ پیل کولو ته چمتو واوسئ
کله چې تاسو د خپل ژوند په هره برخه کې د بدلون رامنځته کولو هوډ کوئ، نو معمولاً د بدلون د رامنځته کولو لپاره، پیل کول یو له سختو پړاوونو څخه دی، په دې حالت کې د یوه کار پیلول، د هغه کار د نیم ترسره کولو په مانا دی او توپیر نه کوي، چې هغه کار څومره ستونزمن دی.
 
۲ ـــ د سخت کار کولو لپاره چمتو واوسئ
په هغو لیدلورو او عادتونو کې بدلون رامنځته کول، چې د کلونو په اوږدو کې رامنځته شوي دي، آسانه کار به نه وي، خو که چېرې موږ وغواړو په خپل ځان کې ښه والی رامنځته کړو، نو باید په دې باندې پوه شو، چې یوې بریالۍ پایلې ته د رسېدو لپاره، د پام وړ هڅې ته اړتیا ده.
 
۳ ـــ په خپل ذهن باندې فشار مه راولئ
دا چې هوډ وکړئ، ترڅو په خپل ځان باندې کار وکړئ او خپل ژوند ښه کړئ، یو ډېر ښه او غوره کار دی، خو که چېرې دا هوډ مو یوازې د کاغذ پرمخ وي، نو په دې حالت کې، د دې کار د ترسره کولو نظریه ښایي ناشونې ترسترګو شي. په زړه پورې ټکی دا دی، چې تاسو باید د کوچنیو ګامونو په پورته کولو سره، خپل د پام وړ تګلوري کې ګام پورته کړئ، د لارې په اوږدو کې به تاسو ډېرې تجربې ولرئ او له دې امله به په چټګه توګه او په خپل ځان باندې په لا ډېر باور سره حرکت وکړئ.
 
۴ ـــ له ماتې څخه وېره مه لرئ
د دې موضوع درک کول، چې تاسو یوه تېروتنه کړې ده او منل یې کله وخت ډېر سختېږي او کولای شي مغشوش کوونکې وي، خو سر بېره پر دې، تاسو باید درک کړئ، چې تېروتنه کول په حقیقت یو ښه څیز دی، ځکه هره تېروتنه تاسو ته د دې فرصت درکوي، چې په راتلونکې کې ښه وځلېږئ، ځکه تاسو اوس پوهېږئ، چې څنګه هغه کار په سمه توګه ترسره کړئ.
 
۵ ـــ غرور مو پرېږدئ
که کوم څوک تاسو ته ووایي، چې یو کار مو ناسم ترسره کړی دی، د دا ډول منفي نظر منل ښایي سخت کار وي، بدیهي ده، چې تاسو غواړئ، چې د یوه ماتې نه منونکي فرد په توګه او هغه څوک چې هېڅکله تېروتنه نه کوي، ولیدل شئ، خو سر بېره پر دې، د نیوکو له منلو څخه ډډه کول، ډېری وخت د کار د ښه والي لپاره د فرصتونو د له لاسه ورکولو په مانا دی.
 
۶ ـــ له ناسالمې بشپړتیا غوښتنې څخه ډډه وکړئ
د ښه توب لپاره هڅه په هر څه کې غوره ده، خو ښایي په یوه خنډ باندې بدل شي، د ښه اوسېدلو لپاره تردید په ټولو کارونو کې بې مانا دی، ځکه موږ ټول نیمګړتیاوې لرو او کله وخت خپلې موخې ته د رسېدو لپاره په یوه کار کې ښه اوسېدل، بسنه کوي.
 
«ما داسې تصمیمونه ونیول، چې پښېمانه شوم او له هغو څخه مې د تجربو په توګه د زده کړې لپاره ګټه واخیستله، زه انسان یم بشپړ نه یم، لکه بل هر څوک.» ـــ کویین لطیفه
 
۷ ـــ له کومې دندې څخه، چې کرکه لرئ، استعفا ورکړئ
له دندې څخه استعفا ورکول ښایي د ځینو کسانو لپاره لېونتوب تر سترګو شي، ځکه له یوې پایښت لرونکې ګټې څخه ډډه کول، نامنطقي  ښکاري، خو په حقیقت کې هغې دندې ته دوام ورکول، چې ترې کرکه لرئ، هغه هم د پیسو په خاطر، یوه غیر منطقي چاره ده، ځکه وخت په حقیقت کې یو تر ټولو ارزښتمند څیز ګڼل کېږي.
 
۸ ـــ خپل ځان له زهرجنو چاپېریالونو څخه لیرې کړئ
د خپل ژوند بڼې ته د ښه والي ورکولو لپاره ستاسو تصمیم، لا چاره به له خپلو شاوخوا کسانو سره ستاسو د شخړې رامنځته کېدو سبب شي، ښایي ډېر زیات کسان شتون ولري، چې ستاسو په بدلونونو باندې خوښ او راضي نه وي، هغوی به هڅه وکړي، ترڅو تاسو خپل پخواني حالت ته بېرته ور وګرځوي، له دې امله تاسو اړتیا لرئ، چې له دا ډول زهرجنو افرادو سره خپلې اړیکې پرې کړئ.
 
۹ ـــ وخت په پام کې ونیسئ او له خپلو روږدتیاوو سره مقابله وکړئ
که غواړئ د خپل اوسني حالت په پرتله مو حالت ښه شي، دې موخې ته د رسېدو لپاره، روږدتیا به ستاسو په لاره کې یو له سترو خنډونو څخه وي، روږدتیا به ستاسو انرژي له منځه یوسي او دغه راز د ژوند په اړه به ستاسو تمرکز په بشپړه توګه هم له منځه یوسي.
 
۱۰ ـــ د خپلې هوساینې له کړۍ څخه را بهر شئ
د ثبات او خوندیتوب احساس ډېر زیات ښه دی، خو د هوساینې له کړۍ څخه را بهر کېدل، کولای شي تاسو ته له بریده زیاته خوښي او رضایت ډالۍ کړي، ځکه په دې صورت کې به وکولای شئ، ترڅو خپل ځان له ناپېژاندو لورو څخه وګورئ، ښکاره ده، چې دا کار وېرونکی او اندېښمنونکی دی، خو تاسو کولای شئ د خپلې هوساینې له کړۍ څخه په رابهر کېدو سره، ډېرې زیاتې حیرانونکې ځانګړتیاوې، چې هېڅکله مو په خپل ځان کې نه لیدلې، د خپلو دنننیو وېرو له بند څخه خوشې کړئ.
 
۱۱ ـــ ورزش پیل کړئ
موږ دا جمله څو څو ځله اورېدلې ده، خو ورزش تر هغه بریده مهم دی، چې باید د هغو کارونو په لړلیک کې، چې کولای شي ستاسو حالت ښه کړي، مېشت شي. منظم بدن فعالیت یو له هغو لاملونو څخه دی، چې ذهنیت ته مو بدلون ورکوي او بدن مو روغ ساتي.  
 
۱۲ ـــ د یوې مناسبې شېبې لپاره صبر مه کوئ
د هغې شېبې لپاره په تمه پاتې کېدل، چې ستوري په یوه لیکه کې مېشت شي، یو ورانونکی عادت دی. وخت له هغه څه څخه ډېر زیات ارزښتمند دی، چې وغواړو بېځایه یې تېر کړو. د دې احتمال شتون لري، کله چې فکر کوئ، مناسبه شېبه را رسېدلې ده، په دقیقه توګه هغه وخت وي، چې نور نو ډېره زیاته ناوخته شوې ده. د اوږدې مودې لپاره په تمه مه پاتې کېږئ، عمل وکړئ.
 
۱۳ ـــ مسؤولیت منونکی واوسئ
ښایي موږ د هغو پېښو په خاطر، چې ورسره مخامخ کېږو، چاپېریال او شرایط ګرم وګڼو. کله وخت موږ غواړو تصور وکړو، چې یو څوک راځي او موږ خوشاله کوي، خو په دې حالت کې، مهمه ده پوه شو، چې دا ټول په موږ پورې تړاو لري، موږ د خپل برخلیک مسؤولان یو او زموږ نېکمرغه اوسېدل یوازې په موږ پورې تړاو لري.
 
ابراهام لینکلن وایي: تاسو نه شئ کولای د راتلونکې د مسؤولیت له بار څخه په نن کې په لټي او سستي کولو سره اوږې خالي کړئ.
 
۱۴ ـــ په هرڅه باندې د کنټرول لرلو همېشنی عادت لیرې کړئ
که تاسو عادت لرئ، چې هر څه او ټول کسان کنټرول کړئ، نو اړتیا لرئ، چې د دې عادت له شره خلاص شئ. ژوند د نه وړاند وینې وړ دی، نو له دې امله په ټولو کارونو کې د مسؤول اوسېدو لپاره هڅه کول بې مانا دي او یوازې ستاسو د شخصي پراختیا په مخکې خنډ ګرځي.
 
۱۵ ـــ زده کړئ، چې مثبت فکر کوونکی واوسئ
په هر وخت کې خوش بین اوسېدل یو له ارزښتمنو عادتونو څخه دی، چې کولای شئ وې لرئ، ښایي له سختو او ستونزمنو وختونو څخه ډډه ونه شي، خو د یوې ستونزې د حل لپاره تر ټولو ستره لاره، معمولاً هغه وخت ستاسو ذهن ته راځي، چې تاسو په مُسکا سره هغې ستونزې ته ګورئ.
 
دا چې له هغو عادتونو او روږدتیاوو څخه، چې کلونه کېږي، پرې عادت شوي یاست، لاس واخلئ، یوه وېرونکې کړنه ده، خو سربېره پر دې، که تاسو په خپل ژوند کې د بدلون راوستلو او د خپل ځان د ښه کولو لپاره، تصمیمونه نیولي دي، هېڅ ځواک نه شي کولای، چې ومو دروي. موږ هیله من یو د ژوند ښه کولو لپاره د یادو شویو تګلارو په مرسته، وکولای شئ خپلې موخې ته ورسېږئ او خپل ښه او غوره حالت تجربه کړئ.