شمالي کوريا: امريکا زموږ لپاره ګواښ دی؛ په بالسټيک توغنديو خپل زور ورته ښيو

شمالي کوريا يو ځل بيا بالسټيک توغندي وازمويل او ويلي يې دي، چې دا يې مشروع حق جوړيږي او د خپل هېواد او خاورې د ساتنې په پار به راتلونکي کې هم داسې ازموينې ولري. 

د شمالي کوريا دولتي رسنۍ ويلي دي، چې دوی امريکا ته د يو ستر ګواښ په سترګه ګوري او په دې پار چې د امريکا د احتمالي ګواښونو مخه يې  نېولې وي، د بالسټيک توغنديو ازمويل به جاري ساتي. 

شمالي کوريا وايي چې سیول، توکیو او واشنګټن په وروستیو اوونیو کې ګډ پوځي تمرینونه ګړندي کړي او اضافي سمندري تمرینونه تر سره کوي او ددغه ډول کړنو په غبرګون کې به شمالي کوريا چوپه پاتې نه شي.