پر چارو څنګه ښه تمرکز وکړئ؟ 

که تاسی په یو دفتر یا یو شرکت کې مدیر یاست او یو ستر مسوولیت در تر غاړې دی، څو په ښه ډول یې ترسره کړئ؛ نو بیا مکلف یاست چې خپلې چارې په ښه ډول سنبال کړئ او د خپلو کارونواو دندو دسنبال او ترمیم لپاره بیا کتنه ضروري ده.

 که موږاو تاسې څه لولو، څه لیکو او څه زد کوو؛ نو مجبور یو چې کړنو او فعالیتونو ته یې بیا کتنه وکړو. که فکر وکړو د مدرسې طالب العلم چې کله د قران کریم حفظ کوي؛ نو وړاندې درسونه لولي؛ نو وروستي درسونه، ګردان او تکرار کوي او بیا کتنه یې هم تر سره کوي.

د بېلګې په توګه که موږ ورځنۍ چارې ترسره کوو، خو کیفیت او معیار یې په نظر کې ونه نیسو، دا داسې شوه، لکه یو څه ترسره کوو، خو ارزښت نه ورکوو، دا له خپل وخت او ځان سره جفا ده، پوهان په دې باور دي، که یو څه ترسره کوئ، لږ ترسره کړئ؛ خو ښه یې ترسره کړئ.

د دې لپاره چې د پلان سره سم مو چارې ښې، بریالۍ او منظمې مخته ولاړې شي، بیا مهمه ده، څو له یوې ځانګړې کړنلارې سره مخته ولاړ شئ او دغه راز د خپلو چارو په بیا کتنه هم ځان ستړی احساس نه کړئ.

 دا چاره ډیره اړینه او ضروري ده، تر څو تېر درسونه او تیر کارونه او فعالیتونه چې تاسې یې باید مخته یوسئ، یو نظر یې بیا کتنه هم تر سره کړئ، دا وخت بی تاسې د بریالیو خلکو په نوملړ کې شاملېږئ.
پای