حکومت: د ټول هېواد په کچه د نجونو  ښوونځيو د پرانېستو هڅې روانې دي 

هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو په اړه د حکومت وياند په تازه څرګندونو کې ويلي دي چې د دغه ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي او باید هيلې لرونکي اوسو. 

د حکومت وياند رسنيو سره په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي دي، "د ټول هېواد په کچه دا کوشش روان دی چې دا ستونزه مناسب حل پیدا کړي. موږ لنډ دومره ویلای شو چې باید امیداواره واوسو، ان‌شاء الله د دې لپاره کار روان دی. خدای مهربان دی چې هغه ټولې ستونزې رفع او دغه نیمګړتیا پوره شي."

د حکومت په بدلون سره د نجونو د منځنۍ او ليسې دورې  زده کړې وځنډول شوې چې په کور دننه او بهر کې يې غبرګونونه راپورته کړل. که څه هم  مسوولين وايي چې دې برخه کې پر طرحو کار کوي، خو تر اوسه ښوونځي بند پاتې دي. 

له بلې خوا سږ کال د کانکور په ازموينه کې نجونو ته د ګډون اجازه ورکړل شوې وه خو په څو ولايتونو کې نجونو ځيني پوهنځي لکه کرنه، ساختماني انجنيري او نورې رشتې نه شوې انتخابولی.