پوتين: د اړتيا په وخت کې اټومي وسلې کاروو او دا څه ټوکې هم نه دي 

وروسته له هغې چې د روسيې ولسمشر پوتين او ځينو لوړپوړو روسي چارواکو د اړتيا په وخت کې د اټومي وسلو د کارونې په اړه وويل؛ د امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو اندېښنې را پورته کړې دي. 

ولسمشر  پوتين او لوړ رتبه پوځي کسانو ويلي وو چې د اوکراين پر وړاندې د روسيې  پوځي عملياتو کې له هر شونې لارې کار اخلي او که چېرې اړتيا شي نو اټومي وسلې هم يوه ټاکنه ده او دې کې ټوکې هم نشته. 

بيا له بلې خوا د روسيې بهرنيو چارو وزارت وايي چې دوی د اټومي وسلو د نه کارونې تړون ته ژمن پاتيږي او اټومي جګړې ته به مخه نه کړي. د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې ماریا زاخارووا يوې خبري ناسته کې ويلي دي، چې هېواد يې د اټومي وسلو  استعمال ته نه مخه کوي. 

امريکا او اروپايي ټولنه ويره لري چې که چېرې پر روسيې د جګړې فشار ډېر شي او د خپلې ماتې څرګ په کې وګوري، نو وېره ده چې اټومې وسلې به استعمال کړي، چې نړۍ به له يو ډېر بد وضعيت سره مخ کړي.