کوچني ټکي، خو اغېزناک ټکي

ـــ کله چې ډېر زیات غوسه شوې، نو لاسونه دې په خپلو جېبونو کې ننباسه.

ـــ که چېرې کوم چا د لیکې تر شا پرېښودې، ترڅو بلې ټیلیفوني اړیکې ته ځواب ووایي، نو ټیلیفوني اړیکه دې پرې کړه.

ـــ په یاد دې وي، کله وخت د هغه څه نه تر لاسه کول، کوم چې غواړې یې یو ډول چانس دی.

ـــ هېڅکله یوه نارینه ته مه وایه، چې وېښتان دې د تویېدو په حال کې دي، خپله پرې پوهېږي.

ـــ د زړه له کومې مینه وکړه، ښایي لږ زیان ووینې، خو له ژوند څخه د غوره ګټه اخیستنې لاره همدا ده. 

ـــ د هغې موضوع په اړه، چې سم پرې نه یې پوه شوی، قضاوت مه کوه.

ـــ هېڅ وخت له وخته مخکې بریا مه ښکاره کوه.

ـــ هېڅکله د ښو کتابونو او ښو فلمونو د پای په اړه چاته څه مه وایه.

ـــ د هوساینې او نېکمرغۍ ترمنځ توپیر وکړه.

ـــ هېڅکله په کار ځای کې د خپلو کورنیو ستونزو په اړه خبرې مه کوه.

ـــ د زېږون په ورځ دې یو نیالګی کېنوه.

ـــ داسې ژوند وکړه، چې هر وخت دې اولادونه، ښېګڼه، نېکي، مهرباني او ستروالی وویني، نو ته ور په یاد شې.

ـــ ماشومان له ګواښلو او رټلو وروسته په غېږ کې ونیسئ. 
 
ـــ هېڅکله د لوږې پر مهال د خوړنیزو توکو د اخیستلو لپاره مه ځئ، ځکه له اړتیا څخه ډېر څیزونه به واخلئ.  

ـــ خاکساره او متواضع واوسه، مخکې تر دې، چې ته دې نړۍ ته راشې، ډېر کارونه ترسره شوي وو.

ـــ دا مه هېروه، چې نېکمرغي د هغه چا په لور ورځي، چې هغې ته د رسېدو لپاره هڅې کوي.