په ژوند کې څنګه بدلون رامنځته کړو؟ 

فکر کوئ، چې څنګه کولای شو، په خپل ژوند او چلند کې بدلون رامنځته کړو یا یو بد عادت پرېږدو؟ 

که غواړئ، چې ستونزې مو حل کړئ، نو باید د عادتونو د بدلون او د فکر کولو د تګلارو په اړه فعال چلند ولرئ، د بېلګې په توګه: ښایي تاسو وغواړئ، چې خپل وزن کم کړئ او یا یوه ښه دنده پیدا کړئ او یا هم یو ستونزمن کار ترسره کړئ او یا له نورو افرادو سره د خپلو اړیکو د بدلون په لټه کې واوسئ. 

دا ستونزې سختې او ډېرې دي، د هغو د له منځه وړلو او بریالي کېدو لپاره، کولای شئ له دې تګلارو څخه ګټه واخلئ، چې هغه په کوچنیو موخو باندې ووېشئ، له هغه مورد څخه یې پیل کړئ، چې لومړی مخې ته راځي، له دې وروسته نویو موخو ته توجه وکړئ، تاسو نه شئ کولای، چې د هغو ټولو موخو بشپړ لېست، چې د بدلون په حال کې دي، ترتیب کړئ. 

هره موخه باید په روښانه او واضحه توګه تعریف شي، د بېلګې په توګه: که تاسو وغواړئ، چې خپل وزن کم کړئ، شونې ده، له دې ځایه یې پیل کړئ، تصمیم ونیسئ، چې په دې اړه یو لړ تمرینونه وڅارئ، خو باید د دې کارونو د ترسره کولو لپاره، پروګرام مو په روښانه او واضحه توګه تعریف شوی وي. 

غوره ده مشخص یې کړئ، چې هوډ لرئ په ورځ کې دېرش دقیقې پلی مزل وکړئ، ښایي هوښیارانه وي، چې په هر مورد کې له خپل ځان څخه د غوره چلند تمه ونه لرئ. د بېلګې په توګه: تاسو کولای شئ تصمیم ونیسئ، چې په ورځ کې د ۳۰ دقیقو پرځای، په اوونۍ کې درې ورځې لږ تر لږه دېرش دقیقې پلی مزل وکړئ، په دې پروګرام کې ستاسو لپاره د بریا ډېره شونتیا تر سترګو کېږي، ځکه ښایي هره ورځ ونه شئ کولای، چې دا چاره وڅارئ. 

که تاسو وغواړئ، چې یوه ستر چانس او موکې ته لاسرسی پیدا کړئ، دا یو ډېر ښه او په زړه پورې باور دی، چې هغه په څو کوچنیو موخو باندې ووېشئ، چې ګام پر ګام خپلې وروستۍ موخې ته نږدې شئ. د بېلګې په توګه: که کور مو ګډوډ او نامنظم دی او تاسو له اړینې انرژۍ څخه برخمن نه یاست، چې په چټکه توګه ټول ځایونه منظم او پاک کړئ، تاسو کولای شئ، چې تصمیم ونیسئ د دې کار لپاره په ورځ کې ۳۰ دقیقې ځانګړې کړئ، د هرې رخصتۍ په ورځ یوه خونه پاکه او منظمه کړئ او په پای کې، له څو اوونیو وروسته کولای شئ، یو پاک، منظم او ښکلی کور ولرئ. 

د ژوند په تګلارو کې دا کوچني بدلونونه هغه هم په اوږد مهال کې، تر ډېره د سترو او چټکو بدلونونو په پرتله آسانه دي. 

د بېلګې په توګه: ښایي د خوړنیزو عادتونو بشپړ بدلون یو سخت او ستونزمن کار تر سترګو شي، خو که چېرې تاسو لومړی ګام پورته کړئ، نو له څو ګامونو وروسته، دې ته به مو پام شي، د هغه څه په اړه چې په پیل کې مو فکر کاوه ډېر امکان یې شته، چې دې بدلونونو ته لاسرسی پیدا کړئ.