اسلامي ارزښتونه : ((اتلسمه برخه ))

 ليکنه : ابو الاعلی مودودي
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني
 
دخپل ځان حقوق
اوس دوهم ډول حقوق راواخله ، یعني په انسان باندې د خپل ځان او جسم حقوق .
کیدای شي تا ته دا ډیره د حیرانتیا خبره وي ، کله چې پوه شي چې انسان تر هر چا نه ډیر پرخپل ځان ظلم کوي ،او دا خبره په حقیقت کې ډیره دحیرانتیا خبره هم ده ، ځکه چې په ظاهري بڼه خو هر سړی دا احساس لری چې په ده باندې تر هر چانه خپل ځان ډیرګران دی ، او کیدای شي هیڅوک دا خبره ونه مني چې دی د خپل ځان دښمن دی ، مګر که ته لږ غور وکړې د دې خبرې حقیقت به در ته څرګند شي .
په انسان کې یوه لویه کمزوري دا ده چې کله په ده باندې کوم هوس غالب شي نو بیا د هغه هوس غلام شي ، او د دې هوس د تحقق لپاره پوه او ناپوه خپل ځان ته ډیر زیان اړوي  . ته ګورې چې کله په یوه  معتاد سړی د نیشې دوره راشي بیا پسې دلیوني په څیر سرګردانه وي ، او دصحت زیان د روپیو زیان د عزت زیان خلاصه د هر څه زیان ګالي تر څو د نیشې مواد تر لاسه کړی او خپله نیشه پرې برقراره کړي .یو بل سړی داسې د خوړلو مین وي چې هر څه په مخه ورځی خوري ئې او خپل صحت ته زیان اړوي ، یو بل سړی د شهوانی خواهشاتو بنده او غلام وي او داسې تصرفات خپلوی چې په پای کې ئې خامخا د تباهۍ لوری ته وړي ، څلورم سړی د روحانی ترقي او کیفیت دومره غوښتونکی وي ، چې د خپل ځان دښمن شي ، خپل ځان د دنیا له نعمتونو څخه محروموي ، د خپل ځان د مشروع خواهشاتو څخه ځان محروموي ، د خپل ځان د اړتیاوو نه مخ اړوی ، واده نه کوي د خوړلو او څښلو نه پیرهیز کوي ، د لباس له اغوستلو نه ډډه کوي ، آن تر دې چې د سا اخیستلو لپاره هم راضي نه وي ، په ځنګلونو او غرونو کې ژوند کوي ، او په دې باور وي چې دنیا د ده لپاره نه ده جوړه شوې . موږ یوازی د انسان د تطرف ځیني بیلګۍ وړاندې کړې ، که نه نو پدې هکله بې شمیره مثالونه زموږ په شا او خوا کې شته دي .
د دې لپاره چې اسلامي شریعت یوازې د انسان فلاح او سوکالي غواړي ، د دې لپاره هغه انسان خبروي چې (لنفسک علیک حق ) په تا باندې دې دخپل ځان حق شته .
شریعت انسان له هر هغه څه نه ژغوري چې انسان ته زیان رسوونکی دي ، مخدره مواد ، د خنزیر غوښه ، دوحشي او درنده حیواناتو غوښه ، وینه او مردار حیوانات او داسې نوور شیان ځکه چې دغه شیان دانسان په صحت ، اخلاق او په عقلي او روحاني قوتونو ناوړه اغیزه کوي ، د دې په مقابل کې هغه پاک او ګټور شیان چې دانسان جسم ته ګټور دي حلالوي او انسان دې ته رابولي چې لدغو مفیدو شیانو څخه ځان او خپل جسم محروم نه کړي ، ځکه چې جسم او ځان پرتا حق لري .
شریعت انسان  ته حکم کوي چې د بربنډتوب او لوڅوالی څخه ځان وساتي او دهغه لباس څخه چې د انسان د جسم لپاره زینت دی استفاده وکړي او د بدن هغه اندامونه پټ وساتي چې لوڅوالی ئې بې شرمي ده .
شریعت انسان ته حکم کوي چې روزۍ پیدا کړي ، بې کاره کښېنني ، خیرات ونه غواړي ، د لوږې مړ نه شي ، الله تعالی چې څومره قوتونه انسان ته ورکړی له هغه نه ګټه پورته کړی استفاده ترې وکړي ،او کومې اسنتیاوې چې په ځمکه او آسمان کې دانسان لپاره پیدا شوې دي ، له هغه نه سمه او جایزه استفاده وکړي .
شریعت انسان د نفسی غوښتنو .. څخه منعه کوي ، او انسان ته حکم کوي چې د خپلو نفسي خواهشاتو د پوره کولو لپاره نکاح وتړي . هغه انسان د نفس وژنې څخه منعه کوي او وایی چې ته پرخپل ځان د ژوندانه سوکالی او سعادت مه حراموه ، که ته روحانی ترقي او د الله تعالی څخه قربت او نږدیوالی او د آخرت نجات غواړی ، نو د دې لپاره ضروري نه ده چې دنیا پریږدې ، د پوره دنیا دارۍ سره سره د الله تعالی نه ویره او د هغه تعالی د احکامو پرځای کول او د هغه تعالی د قوانینو پیروي کړل د آخرت د کامیابۍ ذریعه ده .
شریعت ځان وژنه حراموي ، او وایی چې  په حقیقت کې ستا سا دالله تعالی ملکیت دی ، او دا امانت ئې ځکه تا ته درکړی دی ، چې تر یوې ټاکلې مودې پورې له هغه نه استفاده وکړې ، نه د دې لپاره چې هغه ضایع کړې .
دبندګانو حقوق
که یوه لوری ته شریعت د خپل ځان او نفس د حقوقو د پر ځای کولو حکم کوي ، خو بل لوری ته دا قید هم لګوي چې د دغه حقوقو پرځای کولو لپاره داسې تګلاره غوره نه شي چې د نورو حقوق ترې متاثر شي . ځکه چې دغه راز د خپلو خواهشاتو د پرځای کولو په پایله کې د انسان  خپل نفس هم ککړیږي ، او نورو ته هم زیان رسیږي . همدا راز شریعت غلا ، چور او چپاول ، رشوت ، خیانت ، سود او جعلکاري حراموي ، ځکه چې د دغه کړنلارو په پایله کې چې انسان ته کومه کټه په لاس ورځی هغه په حقیقت کې د نورو دزیان په نتیجه کې حاصلوي . درواغ ، غیبت ، چغلي ، بهتان او تهمت هم حراموي ، ځکه چې دا ټول افعال نورو ته نقصان رسوي ، قمار ، او لاټري هم حراموي ، ځکه چې قمار او لاټرۍ یو کس ته د نورو ډیرو خلکو د زیان په حساب ګټه رسوي . د فریب ، غولول ، چل او ول په بنا ټولې هغه  تجارتي معاملې حراموي ، چې د یوې ډلې په حساب بلې ډلې ته زیان اوړي  . قتل ، فتنه او فساد ئط هم حرام کړی دي ، ځکه چې د یوه سړی د کوم شخصي غرض او غوښتنې د تسکین لپاره د نورو وژنه او یا هغوی ته تکلیف رسول جایز نه دي . زنا او لوط دقوم عمل ئې هم ناروا ګڼلی دی ، ځکه چې له یوه لوری دا افعال په خپله دهغه سړي صحت او اخلاق خرابوي ،چې د دغه جرم مرتکب کیږي ، او له بل لوری په ټوله ټولنه کې بداخلاقي او بې حیایی خپریږي ، ناوړه او کرغیړنې ناروغۍ پیدا کیږي ، نسلونه خرابیږي ، فتنه را پورته کیږي ، انساني راکړه ورکړه خرابیږي ، او د تمدن او تهذیب ریښې غوڅیږي .
دا خو هغه قیودات دی چې شریعت د دې لپاره ایښې دي ، چې تر څو څوک د خپلو نفسي خواهشاتو د پرځای کولو په ترڅ کې د نورو حقوق تر پښو لاندې نه کړي ، خو د انسانی تمدن د ترقۍ او پرمنختګ لپاره یوازې دومره کفایت نه کوي ، چې یو انسان  دې بل انسان ته زیان نه رسوي ، بلکې دې ته اړتیا ده چې د انسانانو تر منځ داسې اړیکې ټینګې شي چې په ژوندانه کې یو د بل لپاره مددګار ثابت شي .د دې مقصد لپاره چې شریعت کوم قوانین او احکام  جوړکړي دي موږ یوازې د هغه خلاصه دلته بیانوو .
د انسانی اړیکو ابتدا له کورنۍ څخه کیږي ، د دې لپاره تر ټولو وړاندې کورنۍ وڅیړه ! ، په اصل کې کورنۍ هغې ډلګۍ ته ویل کیږي ، چې د پلار ،مور او اولادونو څخه جوړه وي ، د کورنۍ لپاره  په اسلامي قاعده  کې د کورنۍ اړتیاوې  پوره کول او د میرمنې او اولادونو څخه ساتنه پر سړی باندې فرض شوی دي  ،او د ښځې دنده دا ده چې هغه څه چې سړی ګټي او کور ته ئې راوړي هغه په سمه توګه د کور په سمبالتیا کې مصرف کړي ، د خاوند او اولادونو د سوکالۍ لپاره هڅه وکړي ، د اولادونو سمه روزنه وکړي . او د اولادونو مسولیت دا دی چې د مور اوپلار اطاعت وکړي ، او د هغه احترام وکړي ، او کله چې لوی شي د هغوی خدمت وکړي . د کورنۍ د دغې نظم د ساتلو لپاره اسلام دوه تدبیرونه غوره کړي دي ، یو دا چې خاوند او پلار ئې د کورنۍ حاکم ټاکلی ، ځکه څرنګه چې د یوه ښار د نظم لپاره یوه حاکم او سرپرست ته اړتیا وي ، او د یوې مدرسې د نظم لپاره یوه سرمعلم ته داړتیا وي دا راز د یوې کورنۍ د نظم  د ساتلولپاره هم یوه حاکم ته اړتیا وي ، په هره کورنۍ کې چې هر څوک په خپل سر وي ، په هغه کورنۍ کې ګډوډي او سعادت او سوکالی نوم هلته نوي ، خاوند یو لوری ته روان وي او میرمنه بل لوری ته او اولادونه د دوی تر منځ خپله لاره ورکه کړې وي ، د دې ټولو خرابیانو د مخنیوی لپاره د یوه حاکم اړتیا ډیره ضروري وي ، چې هغه سړی کیدای شي ، ځکه چې هغه د کورنۍ د اعضاوو د روزنې او ساتنې مسول وي .
دوهم تدبیر دا دی چې له کور څخه بهر ټول کارونه د سړی په غاړه اچول شوی دی او ښځې ته حکم شوی چې له اړتیا پرته بیرون ته ونه وځي ، او د دې لپاره ښځه د بیرون د کارونو څخه معافه شوې ده چې د کور دننه کارونه سرته ورسوي ، او دهغې د بهر ته د وتلو نه د اولادونو په تربیت او د کور په سمبالتیا کې خلل واقع نه شي ، او د دې مطلب دا نه دی چې ښځې دې د کور څخه بیرون ته بالکل نه وځي د اړتیا په صورت کې ورته اجازه شوی ده ، خو د شریعت لیدلوری دا دی چې د هغې د فرایضو اصلي کړۍ باید کور وي او دهغې ټول قوتونه باید دکور د نظم او داولادونو دروزنې په سمون کې استعمال شي .
د وینې د شراکت او د ودونو د اړیکو څخه دکورنۍ کړۍ پراخه کیږي ، په دغه کړۍ کې چې څوک د یوه بل سره تړلی دي ، د هغوی تر منځ د اړیکو او روابطو د سموالی لپاره او د دې لپاره چې یو دبل لپاره مددګار ثابت شي شریعت د دحکمتونو څخه ډکې قاعدې مقررې کړې دي  ، لدې څخه څو قاعدې دا دي :
۱ ـ  هغه سړي اوښځې چې په فطري ډول دیوبل سره یوځای اوسیږي هغوی شریعت یو بل ته حرام کړي دي دبیلګۍ په توګه : مور او زوی ، پلار او لور ، ناسکه لور او ناسکه پلار ، ناسکه مور او ناسکه زوی ، ورور او خور ، د شیدو شریک ورور او خور ، تره او ورېره ، عمه او ورره ، ماما او خورځه ، خاله او ورره ، خواښې او زوم ، خسر او نګور . یوه او بل ته د دغو ټولو خپلوانو په حرامیدو کې بې شمیره ګټې دي ، یوه ګټه ئې دا ده چې دا خپلوۍ ډیرې پاکې وي او دا ټولو په خپل منځ کې د تکلف نه پرته په ډیر محبت او مینه سره یوځای کیداي شي اویوځای اوسیداي شي .
۲ ـ  د دغو خپلوانو څخه پرته ئې په نورو خپلوانو کې واده کول روا کړي دي تر څو په خپل منځ کې اړیکې نورې هم ټینګې وي ، هغه خلک چې د یوه اوبل له عادتونو او خصلتونو څخه خبر وي د هغوی په منځ کې د واده تعلق او رابطه ډیره کامیابه وي ، په بیګانه کورونو کې د واده کولو څخه اکثرا ناموفقه صورتونه پیدا کیږي ، د دې لپاره په اسلام کې کفو ته په غیر کفو باندې ترجیح ورکړ شوی ده .
۳ ـ په خپلوانو کې هر راز خلک وی ، ثروتمند او غریب ، بیوزله او مالداره ،د اسلام حکم دا دی ، چې په هر سړی باندې د خپلوانو حق تر هر چا زیات او وړاندې دی ، د دې نوم په شریعت کې صله الرحم دی ، چې ډیر ټینګار پرې شوی ، د خپلوانو سره بې وفایی د رحم غوڅول ګڼل کیږی او دا ډیره لویه ګڼاه ده که کوم خپلوان بې وسه وي او یا کوم مصیبت پرې راشي نو د نرو خپلوانو مکلفیت دا دی چې د هغه سره مرسته وکړي ، په خیرات او صدقه کې هم خپلوانو ته ترجیح ورکړ شوې ده .
۴ ـ د وراثت قانون هم داسې جوړ شوی چې که څوک مړ شي او څه مال او ثروت ورنه پاتې شي ، که هغه لږ وی او که ډیر ، هغه به یوه چا ته نه ورکول کیږی ، بلکې د هغه په خپلوانو کې به لږ او ډیر ویشل کیږي . زوی ، لور ، ښخه ، خاوند ، مور ، پلار ، ورور ، خور ، د انسان تر ټولونیږدې خپلوان دي او تر ټول ډیر حقدار دي ، د دې لپاره په وراثت کې لومړی د دوی برخه ټاکل شوی ده ، که دا نوي بیا هغه خپلوان چې په خپلوۍ کې ورته نیږدې وي د هغوی حق رسیږي ، دا رنګه د یوه سړی له دولت څخه ډیرو خلکو ته ګټه رسیږي . د اسلام دا قانون په دنیا کې بې ساری قانون دی ، اوس نورو ملتونو هم دا قانون نقل کړی دی ، مګر افسوس دا دی چې اکثره مسلمانان د دغه قانون څخه د جهالت او نادانۍ په اساس سرغړونه کوي ، په ځانګړې توګه د لور حق نه ورکول په پاکستان هندوستان او افغانستان کې ډیر رواج شوی دي ، حال دا چې دا ډیر لوی ظلم دی او دقرآن د احکامو څخه صریحه او واضحه سرغړونه ده .
د کورنۍ نه وروسته دانسان اړیکې د خپلو ملګرو او ګاونډیانو سره او همدا راز د خپل کلیوالو او ولسوالو سره وي ، په ښرونو کې د هغه چا سره وي چې د کومې نه کومې معاملې په اساس ورسره تړاو پیدا کړي ، پدې هکله داسلام حکم دا دی چې د ټولو سره انصاف او ښه رویه او ناسته پاسته وکړئ ، هیڅ چا ته هم تکلیف مه رسوئ ، دچا زړه مه آزاروئ ، د فحش ګویۍ او بدکلامۍ څخه پرهیز وکړئ ، د یو بل سره مرسته کوئ  ، د ناروغانو عیادت ته ځئ ، که څوک مړ شي په جنازه کې ئې ګډون کوئ ، د یتیمانو او کنډو پوښتنه کوئ ، که څوک بې وسه او لاچاره وي د هغوی سره  په پټه توګه مرسته کوئ ، وږیو ته ډوډۍ ورکوي ، لوڅو او لپنګو ته لباسونه برابروئ ، بې کارو ته کارونه پیدا کوئ ، که الله تعالی تا ته دولت درکړی هغه یوازې دځان په سوکالی او عشرت کې مه مصرفوه ! اسلام ځکه د سرو زرو په لوښو کې خواړه او د وریښمین لباسونو اغوستل منعه کړی دی چې خپل دولت بې ځایه ضایع نه کړئ  ، هغه مال او ثروت چې په زرګونو خلکو ته رزق او روزي ورکولی شي ، هغه یوازې پرخپل ځان مه مصرفوئ ، دا ظلم دی چې هغه روپې چې د ډیرو وږیو لوږه مړه ولی شي ، هغه د یوه زیور په څیر ستا پر جسم باندې پوروت وي ، یا د یوه زینتي لوښي په څیر ستا په میز ایښی وي ، او یا دیوه غالۍ په څیر ستا په کور کې پرته وي و یا داتشبازي په څیر په هوا کې وسوځي ، اسلام  نه غواړی چې ستا څخه ستا ثروت  واخلي ، هغه تا ته پوره حق درکوي چې له خپل ثروت څخه ښه ګټه پورته کړي او ښه استفاده ورنه وکړې ، دا هم روا کوی چې کوم مال اوثروت الله تعالی تا ته درکړی دی ، د هغه اثر ستا په لباس او ژوندانه کې ظاهر شي ، مګر داسلام تربیت او تعلیم دا دی چې ته یو معتدل او ساده ژوند غوره کړې ، د خپلو اړتیاوو سره سره د خپلوانو ، ګاونډیانو او نورو خلکو اړتیاوې هم په نطر کې ونیسې  .