دکابل نړيوال کنفرانس او داشغال دوه اړخيزه پروسه

آیا نړیوال کنفرانسونه کولای شی – که چیرې هغه د کابل د کنفرانس په پیمانه هم وی ـ هغه نظام وژغوری چې د هیواد نه ئې د نړۍ د تریاکو ځولۍ او دنړیوالې مافیا اومنظمې جریمې ځاله جوړه کړی ده ؟
ملی سوله
دسړې جګړی میراث
د " افباك " نه "باكاف " ته
ټولې لیارې تر اسلام آباد تیریږی
دایرانی لوبغاړی کلابندي
ګتمن څوک دی
داندیښنواونا اومیدۍ نه په ډکه یوه فضا کې ، اوپه داسې شرایطو کې چې پکې د اتلاف د ځواکونو مرګ ژوبله او دافغانستان په حکومت کې فساد ورځ تر بلې ډیریږی د کابل نړیوال کنفرانس دایر شو ، تر څو دهغو دوړو د پردې تر شا چې د اشغالګرو ټاګونو جوړه کړې وه ، او دکابل پلازمینه ئې د یوې عسکری قطعې په څیر اړولی وه ، نه دا چې د یوه هیواد پلازمینه وی، د خلکو توجه د هغو لویو میلمنو تبسمونو ته راواړوی چې د کابل په کنفرانس کې د ګډون لپاره راغلی وو.
هغه نړیوال کنفرانس چې د ۲۰۱۰ کال دجون په شلمه نیټه په کابل کې دایر شو ، او دملګرو ملتونو سرمنشی بان کې مون او د ناتو د تړون سرمنشی راسمون او د ۷۰ هیوادونو استازو په کې ګډون وکړ، په تیرو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې تر ټولو لوی کنفرانس ګڼل کیږی . د افغانستان حکومت په پلازمینه کابل کې د دې کنفرانس په دایریدلو غوښتل نړیوالی ټولنه ته ووایی چې حکومت د میلمنو د امنیت په نیولو قادر دی ، چې لدې میلمنو څخه څلورڅلویښت د بهرنیو چارو وزیران وو . او همدا راز ئې غوښتل په ډاګه کړی چې په راتلونکی کې کولای شی د دفاع دنده په غاړه واخلی .
ملی سوله
دکابل نړیوال کنفرانس د لندن له کنفرانس نه وروسته چې شپږ میاشتې وړاندې پدې موخه دایر شو، تر څو دافغانستان ددولت له لوری د وسلوالو ډلو سره د مصالحې لپاره په وړاندې شوې پروسه باندې تباحث وکړي ، دایر شو. او ددې کنفرانس د دایریدو موخه څرنګه چې دافغانستان حکومت اعلان کړه ، د مخالفینو سره د سولې دپروسې څیړل ، او امنیتي چارې د افغانستان حکومت ته سپارل ، او په هغو نړیوال کومکونو کې چې اوس مهال د نړیوالو موسساتو په واک کې دي حکومت ته ډیر واک ورکول وو.
له کوم مهاله چې ښاغلي کرزي د واک واږې په لاس کې اخیستې دي ، دافغانستان حکومت سوله ایز سیاست خپل کړی دی ، د طالبانو په تحریک کې ئې معتدلو عناصرو ته دروازې پرنیستی دي ، خو لاتراوسه د نهو کلونو په اوږدو کې حکومت ندی توانیدلی چې هغه معتدل عناصرپیدا کړي . که چیرې د سولې کوم امکان وی نو کیدلای شي چې د پاکستان له حکومت سره شونی وي ، او یا د پاکستان دهغې فوجي موسسې سره چې په تیرو دوه کالونو کې د کرزی د حکومت سره دومره مینه پیدا شوې ده ، چې په رسمی توګه ئې د افغاني نظامی عناصرو روزنه په خپله خاوره کې د بهرنیو چارو د وزیر په ژبه اعلان کړله .
دسړې جګړی میراث
کله چې په کال ۱۹۵۸م ایوب خان د پاکستان د حکومت واږې په لاس کې واخیستې ، نو د پاکستان او امریکا اړیکې یوې نوې مرحلې ته ننوتلې ، هغه عسکري ټړون چې د ایوب خان او ایزنهاور د واکمنۍ په دوران کې د پاکستان او امریکا تر منځ لاس لیک شو ، او په پایله کې ئې د امریکا استخبارتو دپیښورد بډه بیرې په سیمه کې خپل هغه مرکز پرانیست ،چې له لاری ئې په افغانستان کې د روسانو فعالیتونه تر خپلې څارنې لاندې ساتل .
اود دې تړون له لاری امریکا وکولای شول چې د هغو اسلامي جمهوریتونو په زړه کې ځای ومومی چې د روسانو تر اشغال لاندې وو ، اوپردغو هیوادونو او افغانستان باندې ئې د دغه اډې څخه تجسسي پروازونه اجرا کول ، اوداسې پیښه شوه چې لهمدې اډې څخه هغه امریکایی الوتکه چې ګیري باودر ئې پیلوټ ؤ او د روسې په فضا کې ئې پورته کړی وه په روسیه کې راولویدله . او دکال ۱۹۵۸ م نه د طالبانو تر آخري ورځو پورې د پاکستان او امریکا تر منځ د افغانستان په سرهر ډول همکارۍ او هماهنګۍ ادامه درلوده . او د دې مرحلې په اوږدو کې امریکا افغانستان ته د پاکستان په سترګو کتل ، او خپل کارونه او پلانونه ئې د دې ستراتیژیک ملګری (پاکستان ) له لاری چې په اسلامی چاپیریال کې ئې خپل فعال رول په ډیرزیرکتیا لوبولا په مخ بیول . خو د یولسم سپتمبر پیښواو د افغانی الاصل خلیل زاد راپیدا کیدل د پيښو په ستیج باندې پدغو درې اړخیزه اړیکوکې ښکاره بدلون را منځ ته کړ ، او د افغانستان حکومت ترخپل ګاونډي پاکستان نه امریکایی ښاغلی ته په وفادارۍ کې وړاندې شو.
د " افباك " نه "باكاف " ته
كله چې باراک اوباما د افغانستان په هکله خپله ستراتیژی اعلان کړه ، نو دپاکستان او افغانستان اړوند ئې د ستراتیژۍ په یوالی ټینګار وکړ ، او دامریکا د سیاست په ژبه کې ئې ورته د افباک اصطلاح پیدا کړه ،چې د امریکا په پلان کې د افغانستان اوپاکستان د کلیمو لنډیز دي ، د افباک اصطلاح نوې اصطلاح ده چې د اوباما ادارې راپیدا کړه اود کال ۲۰۰۹ م نه د دیورند د کرښې په دواړو اړخونوکې چې د نړۍ په کچه کړکیچنې سیمې دي ، د نظامی عملیاتو د یوالی لپاره د امریکا دخارجي سیاست په ادارو کې استعمالوله . د افباک اصطلاح د پاکستان د سیاستمدارانو احساسات راوپارول اوپدې اصطلاح کې ئې خپل هیواد ته سپکاوی محسوس کړ ، چیرته چې ځان د خپل اتمی ګاونډي سره پرتله کوي نه هم د هغه زخمی ګاونډي سره چې د لویانو جګړوکړولی دي ، د ورستیو دریو لسیزو په اوږدو کې د دې کلیمې اړوند د پاکستان سیاسی مسؤولینو حساسیت ښودلا ، چیرته چې پرویز مشرف دیر شپیګل مجلې ته په یوه مرکه کې داسې ویلي وو : زه په مکمله توګه ددې اصطلاح مخالف یم ،زه ئې نه تایدومه ، ځکه چې دا کلیمه پاکستان دافغانستان سره په یوه تله کې ږدي ، دافغانستان او پاکستان تر منځ لوی فرق دی هلته حکومت او امنیت نشته ،برخلاف د دې په پاکستان کې امنیت او سیاسی ثبات اواستقرار دي .
د ځینو امریکایی مسؤولینو په ژبه پدې ورستیو میاشتو کې د افاک کلیمه په باکاف باندې بدله شوې ده ، یعنی پاکستان او افغانستان ، او رچاد هالبروک دامریکا خاص استازی افغانستان اوپاکستان ته خو د دې کلیمې له استعمال نه ډډه کوي .
ټولې لیارې تر اسلام آباد تیریږی
وروسته له نهو کلونو چې د طالبانو دحکومت د راپرزیدلو څخه تیریږي د اتلاف دځواکونه په وړاندې د جګړې د کړۍ پراخیدل ، او دکابل د حکومت ناکامی ، اوپه ایران باندې دکړۍ تنګول ، په سپینه ماڼۍ کې د پریکړو واکداران دې پایلې ته ورسول چې د افغانستان کشاله پرته له پاکستانی عمق څخه نشی حل کیدلای ، او دې ته اړتیا ده ترڅو زاړه شریک ته چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لیواله دی بیرته مخه شي . دبنسټیزه مسالو دحل لپاره یو کال وړاندې دپاکستان اوامریکا ترمنځ یو ډول خبرې پیل شوې چې ستراتیژیکې خبری ونومول شوې ، د دبنسټیزه مسایلو څخه یوه د افغانستان سره داړیکوڅرنګوالی ؤ .
کله چې هیلری کلنټن دکابل په کنفرانس کې د ګډون لپاره د لارې په اوږدو کې له پاکستان څخه کتنه وکړه ، د دې ستراتیژیکو خبرو په دوهم پړاوکې ئې ګډون وکړ. د امریکا د بهرنیوچارو د وزیرې دمه کیدل د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې ډیر پیغامونه لری ، چې کیدلای شي تر ټولو مهم پیغام ئې دا وې ،چې امریکا دپاکستان رول د افغانستان دکشالې په حل کې له پامه نشي غورځولای ، اوغواړی چې اوبه بیرته خپل رو ته راواړوي .
هغه وزیره چې په لاس کې ئې ړکڼه اوپه مخملی دستماغي کې ئې د اوسپنې منګوله وه پداسې حال کې چې د پاکستان د اټمی پروسې اړوند ئې ویره وښوده خو د افغانستان د سولې په هکله ئې د پاکستان موقف ټاید کړ، اودافغانستان دکشالې د اوارولولپاره ئې خپلې خبرې د پاکستان د پوځ له مشر اشفاق احمد ګیلانی سره ګټمنې وبللې . اوپه ښکاره ډول ئې په ډاګه کړه چې د طالبانو سره دسولې خبرې پدې موخه په لاره اچول کیږی تر څو دافغانستان دکشالې دحل لپاره یو سیمیز موقف پیدا شي ، اوامریکا په افغانستان کې د سولې اړوند دهر ډول زیارسره موافقه ده ، اوهیڅ ډول وړاندیز نه ردوي .
دایرانی لوبغاړی کلابندي
دامریکا دبهرنیوچارو وزیرې په هغو مراسمو کې ګډون وکړ، چې د هغې تجارتی لارې د پرانستلواړوند تړون پکې لاسلیک شو ،چې د پاکستان د خاورې په اوږدو کې تیریږی او هند د افغانستان سره نښلوي ، او دا کار د دې موجب کیږی چې د هغې لارې نه لږ استفاده وشي چې افغانستان د ایران په بندر عباس پورې تړي . اود پاکستان د تړون په اساس به تجارتی توکي د پاکستان د خاورې په اوږدو کې له افغانستان نه هند ته اوبرعکس انتقالیږی ، اوپدې هڅه چې د نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان تجارتی راکړه ورکړه وده وکړي ، د افغانستان تولیدات به د پاکستان بحری بندرونو ته رسیږی ، امریکا دا کار وستایه اود دواړو ګاونډیانو تر منځ ئې ارزښتناک تړون وګاڼه .
دپاکستان او افغانستان تر منځ د تجارتی لارې پرانیستل کیدای شي د امریکا هغه خوب ریښتیا کړي چې غواړی په منځنۍ آسیا کې د انرژۍ مصدرونه دافغانستان د خاورې له لیارې په هندی براعظم پورې وتړی ، او د ایران د(سلام ) پایپ لاین په وړاندې لاره غوڅه کړي چې غواړی پاکستان په ایران پورې ونښلوي اوتوقع کیږی چې د چین د خاورې په اوږدو کې وغزول شی ،چې ډیر کار هم پرې شوی دی .
که چيرې دایران او امریکا تر منځ کشمکش له یوې خوا او دایران او دامریکا د ملګروتر منځ کشمکش له بلې اړخه تود شي ، نود افغانستان پیچلی بحران به د امریکا دلوې شوې افسانې د له منځه وړلو لپاره یو طلایی چانس وی ، کومه خبره چې امریکا پرې پوهیږی او غواړی د مخنیوی لپاره ئې خپل ستراتیژیک اوتجربکار ملګری پاکستان ته مخ واړوي .
ګتمن څوک دی
د کابل له نړیوال کنفرانس نه لومړنی مستفید جمهور ریس ښاغلی کرزی دی ، چې وکولای شول کنفرانس پداسې ډول ترتیب شي ، چې د ده موخې پکې ترلاسه شی ، لکه : د تحالف له هیودونو څخه دا تعهد اخیستل چې تر کال ۲۰۱۴ پورې ئې ځواکونه په افغانستان کې پاتی شي ،او همدا دده د حکومت د پای کال دي ، او دې یوداسې چا ته اړتیا لری تر څو دده دواکمنۍ تخت وساتي .
پداسې وخت کې چې د شفافیت نړیواله منظمه د افغانستان حکومت په فساد باندې تورنو هیوادونو د لست په سر کې اعلانوی ، که چیرې صومال د ځانګړی حالت په اساس ترینه لیری شي ، د کابل کنفرانس دایر شو تر څو د هغوبهرنیو کمکونو ۵۰په سلو کې د هغه حکومت په واک کې ورکړي ، چې په فساد کې غرق دی . دوه کاله وړاندې د کابل حکومت دفساد په لست کې پینځمه مرتبه درلوده ، خو نن د دې لست په سرکې دی ، هغه پوښتنه چې دلته مطرحیږی : څه وشول چې نړیواله ټولنه په هغه حکومت خپله دباور او اعتبار کچه دوه چنده کوی چې فساد ئې دوه برابره شوی ؟!
اوبله پوښتنه : آیا نړیوال کنفرانسونه کولای شی – که چیرې هغه د کابل د کنفرانس په پیمانه هم وی ـ هغه نظام وژغوری چې د هیواد نه ئې د نړۍ د تریاکو ځولۍ او دنړیوالې مافیا اومنظمې جریمې ځاله جوړه کړی ده ؟ او حکومت د ضعیفې ادارې ، د عدالت له نشتوالی ، دقبیلې د واکمنۍ ، د فساد له رواج نه نلیږي ، او همدا راز د شفافې اوباکفایته ادارې د جوړولو قدرت ، ملی مشروعیت او سیاسی مصداقیت نه لري . او تر دې ټول مهمه خبره دا چې د هیواد اوخلکو د ستونزې د حل لپاره صادق نیت اوعزم هم نه لري ؟. آیا هغه حکومت چې وروسته له یوه کاله نه شي کولای خپل دوزیرانو لست پوره کړي هغه به څرنګه د هغو ګواښونو ته پاملرنه وکړي چې هیواد اوسیمې ورسره لاس ګیریوان دي ؟.
امریکا او دهغې لاسپوڅی افغانی حکومت دې نتیجې ته رسیدلی دي ، او د دواړو اړخونو تصرفات هم پدې ټکي دلالت کوی ، چې د اوسني کړکیچ نه دوتلولنډه لاره دا ده چې د پاکستان مرسته تر لاسه شي ، او دافغانستان په تاریخ کې د نوی دوه اړخیزه اشغال لپاره نوی پاڼه پرانیستل شي .
امریکایی ځواکونو غواړي په افغانستان کې خپل مسؤلیتونه په مختلفو سطحو وویشي ، په داخلي سطحه سیمیزې ملیشې جوړوی اوپه وسلو ئې سمبال کړي ، او په بهرنۍ سطحه خپل زاړه ستراتیزیک شراکت ته راګیرځي ، څرنګه چې د سړې جګړې پرمهال دا شراکت ؤ . د پاکستان پوځ څو ځله اعلان کړی چې په افغانستان کې ستراتیژیک عمق ته اړتیا لري ، او امریکا پدې پوهیدلی چې د فرصت له ختمیدو نه وړاندې باید له افغانستان نه ووځي ، او ریس کرزی چې خپل شهرت له لاسه ورکوی د ملي مشروعیت په لټه کې دی . او طالبان د کال ۱۹۹۶تر ۲۰۰۱ د خپلې واکمنۍ په دوران کې پدې پوهیدلی چې د نړیوالی ټولنې د منلو لپاره یوې معقولې څیرې ته اړتیا لری تر څونړیواله کلابندی او انزوا ترینه پورته شي . اوپه پاکستان کې یوشمیر داسې غږونه لکه حمیدګل دپاکستان داستخباراتوپخوانی ریس پیدا شوی چې وایی موږ(پاکستان) کولای شو هغه خلا پرته له زړوتیروتنو ډکه کړو ،چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو په پایله کې به په افغانستان کې رامنځ ته شي ، دا راز دواړه لوبغاړی یوله بل سره نیږدې کیږي ، او دهغې خلا ډکول چې د نړیږال ځواکونو د وتلو په پایله کې به رامنځ ته شي ، دواړه اړخونه ته دا زمینه برابره وي چې سره نیږدې شي .
سربیره په هغه څه چې وړاندې مو یاد کړل ، د ایرانی لوبغاړی او هندي عنصر ،اود شمال اوغرب قومی قیادتونو ،او د جنوب دوسلوالو ډلو په غیاب کې هیڅ راز سوله ممکنه نه ده ، نو آیا د پاکستان حکومت او د پاکستان پوځ به وکولای شي چې دخپل ستراتیژیک ملګری امریکا سره دسیمې پدې ستونزمنه کشاله کې مرسته وکړي ؟.
په جزیره نت کې د بشیر الانصاري لیکنه .
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني