د ښه ژوند د پیلولو لپاره مثبت ګامونه 

که څه هم د ډېری کسانو په ژوند کې بدلون راوستل ډېر سخت دی، خو همدا بدلونونه دي، چې کولای شي تاسو ته د یوه ښه ژوند په لور لارښوونه وکړي. موږ ټول د مثبت او منفي ترمنځ په توپیر باندې پوهېږو، لکه سپین او تور، ښه او بد، سم او ناسم، له دې امله د یوه ښه او مثبت ژوند لرلو ته لېوالتیا په بشپړه توګه طبیعي چاره ده. 

مثبت ژوند له یوې ځانګړې موخې یا اړتیا سره توپیر کوي، که یو ځانګړی څیز لکه: پیسې، دنده او دې ته ورته نور څه وغواړئ، کولای شئ وې لرئ، خو نه شئ کولای، چې د تل لپاره یې کنټرول کړئ، خو مثبت ژوند هغه څه دی، چې کولای شئ په خپله یې کنټرول کړئ او له دننه څخه پکې بدلون رامنځته کړئ، مهمه نه ده، چې څوک یاست، چېرې ژوند کوئ او څه کاره یاست، بلکې مهمه داده، هر وخت مو چې وغوښتل، کولای شئ مثبت ژوند ولرئ. 

په دې لیکنه کې زده کوئ، چې په څلورو ساده ګامونو سره، منفي فکر پرېږدئ او یو مثبت ژوند پیل کړئ. 
ذهنیت مو کنټرول کړئ 
آیا پوهېږئ، چې زموږ ډېری غبرګونونه او فعالیتونه، زموږ په عادتونو سره کنټرولېږي؟ 
هره ورځ سهار د ساعت په زنګ سره را ویښېږئ او دا د یوه منفي غبرګون سبب ګرځي، خو ولې؟ ځکه د دې ذهنیت تر اغېزې لاندې راغلي یاست، چې ژر له خوبه را ویښېدل یو بد عادت دی، په پایله کې د ساعت د زنګ په اړه یو منفي ذهنیت پیدا کوئ. 

ښایي له ځان سره ووایئ، چې د سهار له مخې ستړیا یوه بشپړه طبیعي چاره ده، خو نباید ورځ مو په بدخُلقۍ سره پیل کړئ، دا چلند دقیقاً هغه څه دی، چې په خپل ذهن کې مو یې په اړه پروګرام جوړ کړی دی. 

د ذهنیت بدلون لږ وخت غواړي، ځکه ټاکل شوې ده د فکر یوه بله بڼه ولرئ، خو آسانه کار دی، ښایي خپل ځان ته مو ویلي وي، چې ځینو څیزونو ته منفي ځواب ورکول په بشپړه توګه یوه طبیعي چاره ده او زما له کنټرول څخه بهر دی، ځکه په بشپړه توګه یو ناخبره غبرګون دی، خو ناخبره ذهن هم کولای شو کنټرول او په اړه یې له سره پروګرام جوړ کړو. 

کولای شئ د ډېرو څیزونو په اړه خپل ذهنیت او لیدلوري ته بدلون ورکړئ، د بېلګې په توګه: د ساعت زنګ یو له ورځنیو عادتونو څخه دی، چې کولای شي ستاسو ذهنیت کنټرول کړي، ستونزه د ساعت د زنګ او یا ستاسو د غبرګون نه ده، بلکې ستونزه په دې ځای کې ده، چې په ذهن کې مو د دا ډول منفي غبرګونونو په اړه له وړاندې پروګرام جوړونه کړې ده، پرته له دې چې متوجه شوي وئ. 

ذهن مو داسې جوړ کړئ، چې دې څیزونو ته مثبت غبرګون ښکاره کړي
هو باید هره ورځ سهار وخته له خوبه را ویښ شئ، خو پرځای د دې، چې د ساعت زنګ تاسو ته هغه کارونه در په یاد کړي، چې خوښېږي مو نه، خو باید هرومرو یې ترسره کړئ، د ساعت زنګ ته اجازه ورکړئ، چې د یوې نوې ورځې د پیل یادونه وکړي، هغه ورځ، چې یوازې ستاسو لپاره پیل شوې ده. 

مثبتې جملې حفظ کړئ
د مثبتو جملو په حفظ کولو سره ذهن مو دې ته اړ کوئ، چې تل دا مثبتې جملې وکاروي او په پایله کې مرسته کوي، چې مثبت ژوند ولرئ، دا مثبتې جملې ستاسو د ذهن په ملکې باندې بدلېږي او د ژوند په اړه مو لیدلوري ته بدلون ورکوي، دا کار د ځان روزنې او یا د مثبتو جملو د زده کولو په مانا نه دی، بلکې د هغو څیزونو کارول دي، چې ستاسو له دننه څخه سرچینه اخلي. 

کله چې له مثبتو جملو څخه ګټه اخیستنه پیلوئ، نه یوازې ستاسو د فکر په بڼې، بلکې ستاسو په شاوخوا خلکو باندې هم اغېزه کوي. 

آیا تر اوسه مو دې ته پام شوی دی، چې د مثبتو انسانو څومره خوښېږي، چې خپل روحیات چاپېریال او خپلو شاوخوا خلکو ته خپاره کړي؟ مُسکا، مُسکا راوړي او یا مثبتې خبرې اترې له ځان سره مثبتې خبرې اترې لري او دا لړۍ همداسې غځېږي. 

په مهمو مسایلو باندې تمرکز وکړئ
په ژوند کې هم مثبت اړخونه شته او هم منفي او نه شئ کولای، چې بدلون پکې رامنځته کړئ، خو کولای شئ، وټاکئ چې کوم یو یې په تاسو باندې اغېزه وکړي، کولای شئ، په هغو څیزونو باندې تمرکز وکړئ، کوم چې مهم دي، ډېر آسانه دی، خپل تېر، اوس او راتلونکې ته وګورئ، څومره انرژي مو په هغو څیزونو باندې مصرف کړې ده، چې په پای کې پوه شوي یاست، چې هېڅ ارزښت یې نه درلوده؟ 

واقعیت دا دی، چې نباید هرڅه ته ارزښت ورکړو، د بېلګې په توګه: چې پخواني ټولګیوال مو ستاسو په اړه څه فکر کوي او یا همکاران مو په تاسو پسې څه خبرې کوي، په پایله کې نه شئ کولای، د ژوند په ټولو اړخونو باندې واک ولرئ او په هرڅه باندې انرژي مصرف کړئ، یوازې هغه کار، چې کولای شئ ترسره یې کړئ، دا دی، چې مهم مسایل لومړیتوب بندي کړئ او یوازې هماغه ترسره کړئ. 

نه ویل زده کړئ
د ځینو لپاره «نه» ویل ډېر سخت او ستونزمن کار دی، ځکه د نورو د خپګان او د یوه فرصت د له لاسه ورکولو سبب ګرځي همدا وجه ده، چې د «نه» کلیمه د یوې منفي کلیمې په توګه پېژنو، ستونزه په دې ځای کې ده، چې هېر کړي  مو دي، نه شو کولای، چې هر څه ته «هو» ووایو، کله چې یو څه ته «هو» وایو، نو بل څه ته مو «نه» ویلي دي. مدیر مو له تاسو نه غوښتي دي، چې د ډېر وخت لپاره  پاتې شئ او پروژه پای ته ورسوئ، هغه ته «هو» وایئ، ځکه نه غواړئ، چې ناهیلی یې کړئ، خو په بدل کې یې له خپل ماشوم سره د لوبې کولو فرصت له لاسه ورکوئ، حتا که هغه سره مو ژمنه هم کړې وي. 

واقعیت دا دی، چې د «هو» ویلو ترڅنګ مو یوه «نه» هم ویلې ده، کله چې تصمیم نیسئ یو کار ترسره کړئ، اړ کېږئ چې بل کار پرېږدئ، دا ډېره ښه و، که مو کولای شوای دواړه مو ترسره کړي وای، خو امکان یې نشته. 

نه ویل زده کړئ، دا ډېر آسانه او ساده کار دی، یوازې بسنه کوي، پوه شئ کوم کار مو خوښېږي، چې ترسره یې کړئ او کوم کار مو نه خوښېږي، په دې کار سره مو «نه» نه ده ویلې، بلکې له بلې خوا پوهېږئ، چې ټاکل شوې ده، بل کار ته «هو» ووایئ.