دقیق پلان د قدرت دوام تضمینوي

پوهان وايي هغه ګوندونه او اشخاص چې غواړي د اوږدې مودې لپاره په قدرت کې پاتې شي، قوي او دقیق پلان ته اړتيا لري.

که موږ د خپل هېواد او نړۍ سیاسي تاریخ ته کتنه وکړو نو ښايي ډېر داسې سیاسي اشخاص او ګوندونه مو تر نظر تېر شي چې واک ته د رسېدو لپاره يې ډېره اوږده مبارزه کړې وي خو کله چې واک ته رسېدلي نو د دقیق پلان د نشتون په وجه يې انقلابونه ناکام او یا مصادره شوي دي.

خو برعکس ډېر داسې ګوندونه، اشخاص او نظامونه به هم د کتاب په پاڼو کې ووینو چې واک يې لسګونه او سلګونه کلونه دوام کړی، یوازینی، نو دې ته په پام سره موږ ویلای شوو چې د قیق پلان د قدرت دوام تضمینوي او د دقیق پلان نه شتون په صورت کې واک او قدرت ته رسېدل داسې مثال لري لکه څوک چې د شپې په تیاره کې غېشی ولي.

په خبري رسنیو کې مې ولیدل چې د هر چیني وګړي جي ډي پي له ۱۰ زرو ډالرو اوښتې او دې هېواد د نړۍ دویم لوی اقتصادي قدرت خپل کړی.

په داسې حال کې چې د دغه هېواد خلک کابو سل کاله مخکې ښايي تر افغانستان هم ډېر بېوزله و.

تاریخ وايي یوه سلیزه پخوا په چین کې د خلکو اقتصادي وضعیت (بخور نمیر و) یعنې دومره څه به يې خوړل چې ځان له مرګه بچ کړي.

یوه معقوله ده چې اقتصاد د یوه هېواد د پايښت لپاره اساسي رکن دی او که  اقتصاد خراب وي نو سیاسي، امنیتي، تجارتي او داسې نور ثباتونه نا ممکن وي او بلاخره ښايي د هېواد جغرافیه ټوټه شي.

دا چې هغه وخت د چین اقتصاد کمزوری و نو د نړۍ د مختلفو قدرتونو له خوا ورباندې تېری کېدو او هر چا به سترګې ورباندې برګولې او ځکه چینایان لاس تر زنې کېنه ناستل او له دې وضعیته د وتلو لپاره هر چیني وګړي هڅې وکړې او د رسنیو د معلوماتو له مخې بلاخره خلک ۱۰۱ کاله مخکې (۱۹۲۱م) یوه بدلون ته اړ شول او د دغه هېواد د کمونیست ګوند تر چتر لاندې يې انقلاب وکړ.

چینایانو سوکه سوکه په خپل اقتصاد، روغتيا، امنیت، کرنې، ټرانسپورټ، تجارت، سوداګرۍ، نړیوالو ډيپلوماټيکو اړیکو او نورو ټولو برخو کې عیني پرمختګونه ولیدل.

نن چینایان له سل کاله مخکې چینایانو سره ډېر توپير لري، پخوا لوږه وه، فقر و، وروسته پاتې والی و، زحمتونه و، ګډوډۍ وې، پر دغه هېواد د مختلفو قدرتونو تېري و، خو اوس چین یو با ثباته، خوندي، پرمختللی، د امنیت شورا دایمي غړی، د نړۍ د مهمو پرېکړو شریک، د نړۍ دویم اقصتادي قدرت، لوی مخ پروده، اټومي قدرت، لوی صنعتي او تجارتي هېواد دی چې خلک يې له شدیدې لوږې وتلي او اوس ښه ژوندونه لري او آن د دې جوګه دي چې د نړۍ له بېوزلانو سره مرسته وکړي.

نن چین د دې جوګه شوی چې نړۍ ته د روغتیا، امنیت، اقتصاد، سوداګرۍ، تعلیم، تحصیل او نورو برخو کې لارښوونې وکړي، یا نړۍ اړ ده چې په دې برخو کې د چین له تجربو کار واخلي.

ښه بېلګه یې په دې وروستیو کلونو کې د کرونا وه چې د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد ډاکټرانو تشخیص کړه او یوازینی هېواد دی چې دغه ویروس يې کنټرول کړ، لومړنی هېواد و چې  نړۍ ته يې د کرونا وبا واکسین برابر کړ.

لومړنی هېواد دی چې په خپل هېواد کې يې شدیده بېوزلي او فقر ختم کړی او کچه يې صفر ته را ټيټه کړې ده.

دغه راز په امنیتي برخه کې نه یوازې توانېدلی چې پر خپله خاوره د پردیو د تېریو مخه ونیسي، بلکې د نړۍ د ګوته په شمار اټومي قدرتونو څخه دی.

په تعليمي او تحصیلي برخه کې هم د نړۍ مخکښو هېوادونو له جملې شمېرل کېږي، زرګونه معتبر تحصیلي مرکزونه لري، د امریکا او اروپا په شمول د مختلفو هېوادونو محصلین يې د زده کړو لپاره انتخابوي او تحصیلي اسناد يې د نړۍ په مهمو هېوادونو کې منل کېږي.

په امنیتي لحاظ فکر کوم یوازې دا کافي ده چې دې پوښتنې ته ځواب پيدا کړو او ووایوو آيا د شاوخوا یو نیم میلیارډ انسانانو کنټرول آسانه کار دی؟

ښکاره خبره ده چې دا آسانه کار نه دی، بلکې دا یو دقیق او منظم پلان غواړي چې چین يې لري او ښايي په نړۍ کې يې مثال نه وي.

د چین نفوس د نړۍ کابو درېیمه برخه جوړوي نو د دومره لويې جغرافيې او دومره ګڼ نفوس کابو کول ساده خبره نه ده.

ظاهرا دغه هېواد یوه بله تر ټولو مهمه ځانګړتیا لري هغه دا چې د نورو په کورنیو چارو کې پوځي مداخلې سیاست نه لري، وايي هر هېواد حق لري چې د خپلو شرایطو سره سم نظامونه ولري.

د رسنیو د معلوماتو له مخې د چین کمونیست ګوند په هرو پنځو کلونو کې د خپلې کنګرې غونده کوي او د ګوند مهم او برخلیک ټاکونکې تصامیم پکې نیول کېږي او د رسنیو د معلوماتو له مخې سږ د اکتوبر په ۱۹مه د دغه ګوند ۲۰مه کنګره دایرېږي او دا به وخت ثابته کړي چې په دې کنګره کې کوم مهم تصامیم نیول کېږي.