ناهیلي د یو څه د کمښت له امله یو منفی احساس دی یا کله چې یو انسان ماتې خوري له دې احساس سره مخامخ کېږي. ناهیلي افراد د خوښۍ او خوشالۍ احساس نه لري او تل اندېښمن او غمجن دي. دا کسان د هڅې لپاره خپله انګېزه له لاسه ورکوي او تل بریا ته د رسېدو لپاره ناهیلي دي، ناهیلي کسان ورو ورو په ژور خپګان باندې اخته کېږي او دا منفي حس فردي او ټولنیزې اړیکې تر اغېزې لاندې راولي. ناهیلي د بېلابېلو دلایلو له امله رامنځته کېږي او که چېرې ونه پېژندل شي او دغه راز درملنه یې ونه شي، نو کولای شي، چې انسان خپلو موخو ته له رسېدو څخه را وګرځوي. ناهیلي یو ډېر پیاوړی حس دی، چې له هغې سره مبارزه کول یو سخت او ستونزمن کار دی.
د دې بد حس د لیرې کولو لپاره باید مثبت افکار د منفي افکارو ځای ناستي کړئ او په انګېزه بښونکي کلیمو سره له ځانه د ناهیلۍ حس لیرې کړئ. ناهیلي د انسان په چلند او لیدلوري باندې اغېزه کوي او د دې سبب ګرځي، چې د راتلونکې او خپل شاوخوا چاپېریال په اړه منفي لید ولري، په ناهیلۍ سره د انسان مینه او لېوالتیا لږ لږ د هغو مهمو مسایلو په اړه، چې ورسره مینه لري کمېږي او له رښتینې نړۍ څخه واټن اخلي، دا اشخاص یوازیتوب غوره ګڼي او ډېره کوچنۍ ماتې هم کولای شي، چې د دوی د له منځه تګ سبب شي، هغوی نه شي کولای، چې د هغو څیزونو ارزښت درک کړي، کوم چې مخکې ورته مهم وو، په پای کې ناهیلي له اروایي او جسمي کمزورتیا سره نږدې اړیکه لري.
افراد په هر عمر کې ښایي دا منفي حس تجربه کړي، په دې وخت کې مشاورین او ارواه پوهان تر ټولو غوره لارښوونکي دي، چې کولای شي ډېر ښه معلومات ستاسو په واک کې درکړي. ناهیلي د اروایي ستونزو اصلي نښه ده، چې په پای کې فرد په ژور خپګان اخته کوي او حتا ځان وژنې ته یې اړ کوي. ناهیلي له داسې نښو نښانو سره مله ده، چې تر ټولو مهمې یې د انګېزې او په خپل ځان باندې د نه باور لرل دي، په حقیقت کې د هغوی لپاره هېڅ څیز مهم نه دی، دا کسان موخه نه لري او تل ماتې څخه وېرېږي، د نویو څیزونو تجربه کول د هغوی لپاره یو خوب دی، ځکه دا ناهیلي به تل له هغوی سره مله وي.
د ناهیلۍ اصلي لامل
ناهیلي د بېلابېلو لاملونو له امله رامنځته کېږي، د دې ستونزې ریښې تر ډېره د افرادو ماشومتوب ته ورګرځي، هغه ماشومان، چې له ناهیلو والدینو سره یې ژوند کړی دی، په بشپړه توګه د ناهیلۍ په مانا باندې نه پوهېږي، نو والدین د دې منفي احساس په لېږدولو کې مهم رول لري، د والدینو روزنه کولای شي د دې منفي حس په وده کې اغېز ولري، کله چې یو ماشوم د ماتې له امله ناهیلی کېږي، باید له هغه سره مرسته وکړئ، ترڅو له دې حالت څخه را بهر شي او په حقیقت کې ماتې د بریا لپاره یوه لاره وګڼي. کله چې یو شخص د ژوند له بدو، ناخوښه او منفي پېښو څخه زړه تورن کېږي، د ناهیلۍ احساس کوي او که په دې وخت کې ورته لارښوونه ونه شي، دا احساس ورو ورو د فرد په دننه کې وده کوي او د هغه لپاره اروایي ستونزې رامنځته کوي.
د ناهیلۍ د احساس ریښه خپله د انسان په وجود کې ده او کله چې له یو څه څخه د خوښۍ او رضایت احساس نه لري، دا حس را ویښېږي او ورو ورو وده کوي، په دنننیو لاملونو سربېره بهرني او چاپېریالیز لاملونه هم کولای شي په افرادو کې د دې حس د رامنځته کېدو له لاملونو څخه یو بل لامل وي. هغه ماتې چې موږ له شاوخوا خلکو څخه تجربه کړې دي، د ناهیلۍ تر ټولو اصلي لامل دی، چې د دې سبب ګرځي، ترڅو له هغوی سره زموږ اړیکه ورځ تر بلې پیکه شي. په حقیقت کې ناهیلي یو پېچلی حس دی، چې له غم څخه سرچینه اخلي او هغه مهال رامنځته کېږي، چې د یوې پېښې پایلې زموږ له هیلو سره سمون ونه لري، دا حس کولای شي د انسان د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې رامنځته شي.
د یوې پېښې د ارزښت کچه کولای شي، تر ډېره د ناهیلۍ په کچه باندې اغېزه ولري، کله چې تاسو د خپلې خوښې په دنده کې نه ګمارل کېږئ، نو په بشپړه توګه ستاسو ناهیلي له هغه وخت څخه ډېره ده، کوم چې د خپلې خوښې خواړه مو نه دي خوړلي. د یوې پېښې پرېکنده توب او د هغې حساس اوسېدل هم کولای شي، د ناهیلۍ د حس په ډېرښت او کمښت کې رول ولري. کله چې یوازې یو ځل فرصت لرئ او په یوه آزموینه کې نه بریالی کېږئ، نو په بشپړه توګه به د ډېرې ناهیلۍ احساس وکړئ، ځکه د جبران لپاره به بل فرصت ونه لرئ.
د ناهیلۍ د درملنې لارې چارې
ناهیلي د درملنې وړ ده، په هغه صورت کې چې تاسو په بشپړه ځیرکه او تخصصي توګه یې درملنه وکړئ او په پیل کې یې د لامل پوښتنه وکړئ، کله وخت دا احساس له ژور خپګان څخه سرچینه اخلي او کله چې ستاسو د ژور خپګان درملنه کېږي، ناهیلي هم لیرې کېږي، په دې ځای کې د درملنې لپاره یې څو علمي تګلارو ته اشاره کوو:
اروایي درملنه
د ناهیلۍ د درملنې له تګلارو څخه یوه یې، د پرېشانۍ د زغملو تخنیک دی، دا تخنیک د چلندیزې اروایي درملنې له اصولو څخه سرچینه اخیستې او له ډیالکتیکې چلندیزې درملنې سره مله ده، د ناهیلۍ د احساس د کنټرول لپاره دا تګلاره ډېره ښه ځواب ویونکې ده، کله چې د پرېشانۍ، اندېښنې او بدو پېښو په اړه د فرد زغم زیاتېږي، نور نو د ناهیلۍ احساس نه کوي، بلکې د سختیو په زغملو سره پوهېږي، چې هوساینه را روانه ده. کولای شو د یوه ارواه پوه په مرسته، له دې تګلارو څخه د ناهیلۍ د درملنې لپاره ګټه واخلو.
درملیزه درملنه
ناهیلي کولای شي، د ژور خپګان، یا نورو اروایي ناروغیو له امله رامنځته شوې وي، نو که چېرې اروایي درملنې کومه مثبته پایله ورنه کړه، نو باید درملیزه درملنه پیل کړئ، د درملو په مرسته د اصلي ناروغۍ درملنه کېږي او ناروغ باید درمل د روغتیا پال (ډاکټر) په دستور وخوري، په دې حالت کې هڅه کېږي، چې ناروغ ته هغه نوي درمل ورکړل شي، چې لږ تر لږه د چاغښت او خوبولي توب اړخیز عوارض له ځانه سره لري.
د آر. ټي. ام. اس او ټي. ډي. سي. اس درملیزو دستګاوو څخه ګټه اخیستنه
د آر. ټي. ام. اس دستګاه یوه منل شوې دستګاه ده، چې د ژور خپګان او اختلالاتو د درملنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي، دا تګلاره اړخیزې اغېزې نه لري او له ځانه سره تل پاتې پایلې لري، د هغو کسانو لپاره، چې غواړي، چې په ډېر کم لګښت سره درملنه پیل کړي، دا یوه ګټور او غوره تګلاره ده.
د پورته یادو شویو تګلارو په مرسته تاسو کولای شي، چې دا منفي احساس له ځانه لیرې کړئ. تل راتلونکي فرصتونه وپېژنئ او له ماتې څخه وېره مه لرئ.
وروستي