غواړئ غښتلي شئ؟

انسان بايد د تل لپاره پياوړی او غښتلی هوډ ولري، دا چې څنګه تل غښتلی او پياوړی هوډ ولري، اړتیا ده چې یو لړ سپارښتنې او لارښوونې عملي کړي. 

هېڅ شی اسان نه دی چې ترسره شی، ځکه ترسراوی یې انرژي غواړي، دا له حقیقت لیرې ده، چې یو څه اسان دي او تاسې ژر ترسره کوی شئ، دا باید د یو حقیقت په توګه ومنئ، چې د همدې اسان عمل ترسره کول، ستاسې تر ټولو ډېر قیمتي او ارزښتناک وخت ضایع کوي. له همدې کبله باید لومړی تمرکز په وخت وکړئ او بیا ورته د یوې منظمې کړنلارې په جوړولو او ترتیبولو ځان بوخت کړئ.

 دا چې انرژي لرئ، ژوند کوئ، مینه پالئ، راشه درشه کوئ، یو بل سره کېنئ او پاڅئ، لاسنیوی او همکاري یې کوئ، تر خپلې وسې ورسره منډه ترړه وهئ، دا ټول ستاسو په مهربانۍ او غورچال چلند دلالت کوي. 

انسان ته بویه، څو د نورو سره په ښه چال چلند وپېژندل شي او د تولنې زړه ترلاسه کړي.

د غوره افکارو خاوندان هېڅ وخت د تسلیمېدنې فکر نه لري، له همدې کبله هڅه کوي چې په هر ډول سختو او ستونزمنو حالاتو کې مبارزه وکړي.

لومړیتوب مو خپلو موخو ته ورکړئ؛ ستاسې موخي بايد روښانه وي.
د موخو د روښانه کولو څخه وروسته ورته ځانګړی مهالوېش جوړ کړئ، په دې بیا فکر وکړئ چې څنګه یې ترسره کوی شئ.  دا چې هر څه مو د یو پلان پر اساس ترتیب کړل، بیا وګورئ چې چې څنګه مخته روان ياست.

غښتلي انسانان ارزښت خپل وخت ته ورکوي، هغوی چې د وخت په قدر او اهمیت پوهېږي، په دې هم پوهیږي، چې کومې چارې کوم وخت ترسره کړي.

دلته د غښتلو خلکو یوه ځانګړنه ستاسې مخته ږدو، کېدی شي، تاسې سره په مطلب پوهېدنه کې په بشپړه توګه مرسته وکړي.

ذاکر دوه زامن لري، حامد ۱۷ کلن او وصال بیا ۱۵ کلن دی.
حامد هر سهار وختي پورته کېږې، د سهار لمونځ په جمعې سره اداء کوي، بیا د قرآنکریم تلاوت کوي، بیا راځي کورته او د سهار چای څښي، بیا مستقما د ښوونځي دورې د دولسم ټولګي کتابونه چې د ښوونځي سرښوونکي ورته لا له وړاندې مهالوېش ورکړی، کتابونه یې د شپې له لوري په خپل بکس کې د مهالوېش مطابق ایښي، کورنۍ دندې یې ورته د شپې له لوري اجراء کړي او بیا د خپل بکس څخه د مطالعې یو کتاب راخلي، بکس غاړې ته کوي، د ښوونځي پر لور ورو ورو روانیږي، هڅه کوي، څو پر لاره له ځوګ او شور څخه لیرې و اوسي او بیا د ښوونځي تر دروازې خپله مطالعه جاري ساتي، ښوونځي کې د سهار مهال د عمومي غونډې پر سر زده کوونکو ته وېنا هم کوي او بیا په ټولګي کې د یو مهم رول په اداء کېدو سره لومړی مقام ګټي.

د ښوونځي د ټولو ښوونکو په زړه کې ځای خپلوي او د یو مستعد زده کوونکي په توګه یې پيژني، بیا د ښوونځي څخه د رخصت پر مهال کور ته راځي، د ډوډۍ او چای خوړولو څخه وروسته د ماسپښين جمعې ته ځي، بیا د مدرسې د تګ لپاره خپل چمتوالی نیسي او تر ماښام هلته پاتې کېږي، ماښام راتګ سره سم کور ته په رارسېدو د مور او پلار سره یو دسترخوان ته ډوډۍ خوراک لپاره کیني او بیا د ښوونځي دورې خپل کتابونه را اخلي او کورنۍ دندې یې اجراء کوي.

خو برعکس وصال چې له ذاکر ۲ کاله کشر هم دی، دا ځانګړنې نه لري او روزمره مور او پلار په دې بې غورۍ څو ځل رټي او دسي.

دا چې غښتلي خلک د خپل وخت او مهالوېش تابع وي، هېڅ وخت خپله انرژي نه ضایع کوي، بلکې په مثبتو افکارو او لیدلورو تمرکز لري او بیا یې ترسراوي ته لومړیتوب ورکوي.

یو مسلمان باید وخت تر بل هر قیمتي څیز په توګه وپېژني او دا باید د یو حقیقت په توګه درک کړي، چې یوازې د خوراک او څښاک لپاره نه یم پېدا شوی، بلکې د څښتن تعالی عبادت، حلاله نفقه پيدا کول او ګڼې نورې چارې دي، چې باید ترسره یې کړي او خپل ستر مسوولیت اداء کړي، څو خوښ او روښانه راتلونکی ولري.
پای