نن پاکستان کې ملي ماتم وو؛ د برېتانيا د ملکې پر مړينې يې وير وکړ

د پاکستان حکومت نن دوشنبه په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی او خپل بيرغ يې د پاکستان دننه او بهر سياسي استازواليو کې نيم ځوړند کړی وو. 
برېتانيا کې د پاکستان استازوالۍ په دې اړه ليکلي، "پاکستان د بریتانيا دويمې ملکې الیزابيت د مړينې په اړه د بریتانیا د حکومت او خلکو سره غم شريکي لپاره د سپټمبر ١٢مه د ملي ماتم ورځ په توګه نمانځي. د ورځې په اوږدو کې به د پاکستان بيرغ په ټول هيواد کې نيم ځوړند وي".
پاکستان ټوله نړۍ کې هغه اسلامي هېواد شو، چې د برېتانيا د ملکې الیزابت  دويمې پر مړينې ماتم اعلانوي. د نړۍ نورو هېوادونه په دې اړه تسليتونه وړاندې کړي، خو د پاکستان په څېر يې ماتم نه دی اعلان کړی. 
ملکه الیزابت څلور ورځې وړاندې  د سپټمبر پر اتمه د ٩٦ کلونو په عمر مړه شوه. هغې ۷۰ کاله پادشاهي وکړه او تر اوسه يې جسد نه دی دفن شوی.