د یوه ښه دوست ځانګړتیاوې

ښه دوستان ځینې ځانګړتیاوې لري، چې هغوی له نور څخه جلا کوي او د دې سبب ګرځي، چې په خپل څنګ کې ډېر زیات دوستان ولري، نو له دې امله په خپل چلند کې د بدلون په را منځته کولو سره، د دې کسانو له ټولي سره یو ځای شئ.

۱ ـــ  یو ښه دوست هغه خبرې، چې په پټه او محرمه توګه ورته ویل شوې وي، له ځان سره ساتي او ستاسو د راز ساتونکی وي.
۲ ـــ  وقت پېژندونکی وي، په خپلو ژمنو باندې وفا کوي، مېلمستیاوو او غونډو ته په خپل وخت سره راځي.
۳ ـــ  یو ښه دوست له تاسو سره د ښه مقام، څوکۍ او دوستانو د لرلو له امله کینه او حسادت نه کوي.
۴ ـــ  یو ښه دوست، کله چې ناروغه کېږﺉ او یا هم له کومې ستونزې سره لاس و ګرېوان کېږﺉ، له تاسو سره اړیکه نیسي، پوښتنه مو کوي او د ستونزو په حل کې درسره مرسته کوي.
۵ ـــ  هغه په دې باندې پوهېږي، چې څه وخت خبرې وکړي او څه وخت سکوت وکړي او یوازې غوږ ونیسي.
۶ ـــ  کله چې حالت او وضعیت مو ښه نه وي، ستړی یاست او هېڅ کار ته مو زړه نه کېږي، ستاسو له دې چلند څخه مو نه خواشینی کېږي.
۷ ـــ  که تاسو غواړﺉ، چې یوازې واوسﺉ، هغه ستاسو دا چلند بد نه ګڼي او نه در نه خپه کېږي.
۸ ـــ  یو ښه دوست ستاسو کورنی حیوان، ستاسو بد خُلقه خواښې او دغه راز ستاسو شوخ ماشوم به ستاسو په خاطر وزغمي.
۹ ـــ  کله چې د کوم څه په اړه ترې د نظر غوښتنه وکړﺉ، نو په ډېرې مینې، لېوالتیا او دغه راز په رښتینې توګه به خپل نظریات او باورونه ستاسو په واک کې درکړي او حتا که په نصیحتونو یې عمل هم ونه کړﺉ، نو نه خپه کېږي.
۱۰ ـــ  هغه له تاسو سره خاندي، ژاړي او دغه راز له تاسو سره پټې خبرې لري، چې په اړه یې هیچاته څه نه وایي.
۱۱ ـــ  ستاسو کورته تر راتګ مخکې تاسو دې ته نه اړ کوي، چې خپل کور پاک او منظم کړﺉ.
۱۲ ـــ  هغه اجازه نه ورکوي، چې کوم څوک په تاسو پسې بدې خبرې وکړي او په غیاب کې مو غیبت وکړی او که داسې وشي، نو له تاسو څخه به دفاع وکړي.
۱۳ ـــ  تاسو د هغو کارونو ترسره کولو ته هڅوي، چې د ودې او پرمختګ سبب مو ګرځي.
۱۴ ـــ  که هر څومره زیان هم وویني، خو تاسو به خپلې موخې ته ورسوي.
۱۵ ـــ  ستاسو د زېږون ورځ تل په یاد یې وي، که د دې ورځې لپاره مو کوم پروګرام نه وي جوړ کړی، نو تاسو بهر بیایي او یو کیک اخلي او په دې وسیله مو د زېږون ورځ لمانځي.
۱۶ ـــ  یو ښه دوست له تاسو څخه تمه نه لري، چې په اتوماتیکه توګه دهغه له باورونو سره په ځانګړې توګه په سیاسي مسایلو کې ورسره همغږی واوسﺉ. ستاسو باورونو ته که د ده د باورونو پر خلاف هم وي درنښت کوي.
۱۷ ـــ  هېڅکله د نورو په وړاندې ستاسو سپکاوی نه کوي، بلکې تل تاسو ته درنښت کوي او د نورو په وړاندې ستاسو ستاینه کوي.
که کوم دوست نه لرﺉ، چې له تاسو سره داسې چلند وکړي، ښایي دلیل یې دا وي، چې تاسو تر اوسه دا ډول چلند له ځانه، نه دی ښکاره کړی. 
لري.