د مثبتې انرژۍ د جذبولو لپاره لس تګلارې

۱ ـــ  ورځ مو په دعا او شکر کولو سره پیل کړﺉ.
۲ ـــ  له نورو سره هغه ډول چلند وکړﺉ، لکه څنګه چې غواړﺉ له تاسو سره وشي.
۳ ـــ  په هر ډول وضعیت کې هڅه وکړﺉ، چې تر ډېره مثبت اړخونه ووینئ.
۴ ـــ  د هر څه له کنټرولو څخه لاس واخلئ.  
۵ ـــ  د راتلونکې په اړه اندېښمن مه اوسئ، یوازې پروګرام جوړ کړﺉ او په الله (ج) باندې توکل وکړﺉ.
۶ ـــ  له سولې، آرامتیا، هوساینې او خوشالۍ څخه ډک ژوند مجسم کړﺉ.
۷ ـــ  له اندېښنې، خواشینۍ او خپګان څخه لاس واخلئ.
۸ ـــ  کله نا کله په طبیعت کې وخت تېر کړﺉ.
۹ ـــ  د نورو په وړاندې جبهه مه نیسئ.
۱۰ ـــ  په خپل وجود کې آرامتیا احساس کړﺉ.