دا ښکاره ده او حقیقت دی چې ناکامي د ژوند ترخه مرحله ده، خو دا چې ناکامي نه وای او همېشه یوازې بریالیتوبونه وای، ارزښت یې له لاسه ورکاوه. دا مهمه ده چې یو څخه ارزښتمن وي او تاسې یې د ترلاسه کولو په لټه کې شئ.
هوښياران تل په تلاش کې وي او هېڅ وخت لاس تر زنې نه کیني. دا خورا مهمه ده چې خپلو چارو ته پلان او کړنلاره جوړه کړئ. که خپلو چارو ته ارزښت ورکول غواړئ، لومړی په خپل پلان فکر وکړئ، دا چې څنګه یې جوړ کړئ، کومو چارو ته لومړیتوب ورکړئ او بیا یې څنګه عملي کړئ، اړینه ده چې له غور څخه هم پرې کار واخلئ. هر هغه څه چې د یو منظم پلان څخه پرته ترسره شي، ښکاره ده چې پایله یې متفاوته وي او آن ډېری مهال له ستونزو او ننګوونو سره هم مله وي.
ښه ده او غوره ده چې خپلو چارو ته له هر اړه ژورلید وکړئ. پراخ لیدلوری ورته ولرئ او هېڅ وخت د ماتې څخه اندېښنه مه کوئ.
که تاسې دا فکر لرئ چې نه یې شم کولای، تېروتي یاست. که دا فکر کوئ چې سخت دی او ستونزمن دی، په ترسراوي کې به یې پاتې راشم او یا به نورو ته اړ شم، بیا هم تېروتي یاست. که کله د یو څه د ترسره کولو او بشپړولو فکر لرئ، بیا به هرو مرو ځان په زحمتوئ، نورو ته به اړ کېږئ او ورو ورو به د خپلې موخې اوږد واټن طی کوئ. انسان ته پکار ده چې راتلونکي ګواښونه او ننګوونې لمنځه یوسي او پر وړاندې مناسب تدابیر ولري. هغوی بریالي دي چې د خپلو چارو د ترسراوي لپاره له بېلابېلو کړنلارو ګټه اخلي او یوازې خپله موخه پېژني.
د بېلګې په توګه: د کانکور عمومي ازموینې ګڼ عمومي اول نمره زده کوونکي چې بیا د رسنېو سره خپل احساسات شریکوي، په ډېر ویاړ په خپله کیسه کې دا څو جملې اضافه کوي: ((ما دوه موخې درلودې، یوه موخه مې د لیک او لوست وه، په خپل ورځني مهالوېش کې مې د کانکور اماده ګي لوسته او بیا مې کرۍ ورځ د مطالعې له مهالوېش سره سم لوست کول. دوهمه موخه مې ښکاره وه او هغه ډېره پراخه وه، که ووایم ډېر واټن یې را څخه درلود، هغه د کانکور ازموینې عمومي اول نمره ګي وه، دا کوچنۍ خبره نه وه او نه هم دا موخه اسانه ترلاسه کېده، خو زما درېیمه موخه نه وه، همدې دوه موخو تعقیب دواړو ته ورسولم.))
پوهان وايي سر په زنګون ایښودل پرېږدئ، همت ولرئ او د هغه څه لپاره کوښښ وکړه چې تاسې ته ارزښت لري.
دا چې تاسې ته څه او کوم کارونه ارزښت لري، په دې اړه ښه غور وکړئ، که پوهېږئ چې ښه انرژي او وخت هم لرئ او بیا هم خپل وخت ضایع کوئ، بیا په لوی لاس د خپل ځان او ژوند دښمنان یاست. باید دا وژونکی او بدمرغه عادت همدا شېبه پرېږدئ او چارو ته د یو منظم پلان له مخې دوام ورکړئ.
پای
وروستي