د والدینو او اولادونو ترمنځ د اړیکې د پیاوړتیا لپاره څو تګلارې

درسره مینه لرم
خپل ماشوم ته ووایئ، چې څومره ورسره مینه لرﺉ.
د ویده کېدو پر مهال، شپه دې په خیر
 
په ټولیزه توګه د خوب پر مهال، معمول تشریفات لکه کتاب لوستنه، له ماشومانو سره مرسته کوي، ترڅو د یوه آرامه شپني خوب لپاره چمتو والی پیدا کړي او هغوی ته دا پیغام ورکړي، چې د خپلو والدینو لپاره مهم دي.

دیني عقاید
ماشومانو ته د خپلو مذهبي عقایدو او باورونو ورزده کول، له هغوی سره مرسته کوي، چې پوه شي، ولې کارونه د یوې ځانکړې تګلارې په مرسته ترسره کوﺉ او اجازه ورکړﺉ، چې له تاسو څخه پوښتنې وکړي او تاسو هم په ورین تندي او رښتینې توګه ځواب ورکړﺉ.

د ګډون اجازه ورکول
په ورځنیو کارونو او فعالیتونو کې ماشومانو ته د ګډون اجازه ورکول هغوی ته د دې فرصت ورکوي، چې له تاسو سره نږدې اړیکه ولري.

له یو بل سره خواړه خوړل
له یو بل سره د رښتینو خبرو کولو او دغه راز د یو بل له روحیاتو سره د لا ډېرې آشنایئ لپاره یوه ډېره ښه او اغېزمنه تګلاره ده.

د ټاکلو حق
د خرید پر مهال له ماشوم څخه د نظر غوښتل او ټاکنې ته یې درنښت کول، هغه ته د خپلواکۍ او په خپل ځان باندې د باور احساس ورکوي او دغه راز د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو ترې ملاتړ کوﺉ.

ځانګړي وختونه
خپل ماشوم ته دا اجازه ورکړﺉ، چې د یوې لنډې مودې لپاره له تاسو سره یوازې واوسي او له تاسو سره خبرې وکړي، ترڅو له دې لارې په خپل ځان باندې د هغه باور تر لاسه کړﺉ.
 
 
لوبې
د هغو وختونو له شېبې شېبې څخه، چې له خپلو ماشومانو سره یې تېروﺉ، ډېره زیاته ګټه واخلئ، له هغه سره لوبې وکړﺉ او د دواړو لپاره خوشاله او د تفریح ساعت جوړ کړﺉ.