هر مدیر باید دغه مهم مالي مهارتونه ولري

هغه تصمیمونه، چې مدیران یې نیسي د شرکتونو او سازمانونو پر مالي کړنو باندې اغېزه ښندي، له دې امله د اړینو مالي مهارتونو لرل، د نه جبرانېدونکو مالي زیانونو څخه مخنیوی کوي. 
 
شپږ مالي او اقتصادي مهارتونه، چې هر مدیر یې باید ولري
که تاسو د یوه سازمان مدیر واوسئ یا حتا د یوه پانګوال په توګه د یوې کمپنۍ یا یو نوي برڼد لپاره کار وکړئ، نو باید مالي مهارتونه ولرئ، ترڅو وکولای شئ په خپله دنده کې لا ډېره بریا تر لاسه کړئ. 
 
دا مهارتونه له تاسو سره مرسته کوي، چې زده کړئ له بېلابېلو لارو بریا ته ورسېږئ، لنډ او هوسا تګلوری ولرئ. د دې لیکنې په دوام د مدیریتي کارونو د ترسره کولو لپاره د اړتیا وړ مهارتونو باندې رڼا اچوو، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ. 
 
په مدیریت کې تخصصي مالي مهارتونه
۱ ـــ حسابداري 
هر مدیر باید له دنننۍ او بهرنۍ سوداګرۍ څخه یوه بنسټیزه پوهه او درک ولري او په حسابدارۍ باندې یې پوه شي، که څه هم ښایي ستاسو دنده له شمېرو سره سروکار ونه لري، خو بیا هم باید په دې برخه کې معلومات ولرئ، تل باید د حسابدارۍ یو ټیم وګمارئ او تاسو هم د هغوی د کار او اسنادو په جزئیاتو باندې وپوهېږئ او وکولای شئ له هغوی څخه ښه معلومات تر لاسه کړئ، ترڅو د کار په بشپړ بهیر باندې ښه مدیریت ولرئ. 
 
ښایي د حسابدارۍ مهارتونه ستاسو د دندې په لېست کې ونه اوسي، خو به دې برخه کې د معلوماتو لرل له تاسو سره مرسته کوي، چې ښه او اغېزناک مدیریت ولرئ. 
 
۲ ـــ د شمېرو تحلیل او تجزیه 
د شمېرو تحلیل او تجزیه د دې سبب ګرځي، چې متخصصین او کارپوهان د کمپنۍ  د مقام په اړه یو روښانه او واضح انځور ولري او دا د دې سبب ګرځي، چې تاسو وکولای شئ د نورو ترمنځ یوه ښه پرتلنه رامنځته کړئ، په دې اړه ډېرې شمېرې شتون لري، چې ستاسو پیاوړتیا او کمزورتیا مشخصوي. دغه راز د تحلیلونو دا تجزیه کولای شي، ستاسو د ګټې په کچه او د پورونو په مدیریت کې اغېزناک تمام شي. 
 
۳ ـــ وړاند وینه 
وړاندوینه د مدیریت لپاره یو مرسته کوونکی مهارت دی او د دې سبب کېږي، چې تاسو ښه تصمیمونه ونیسئ، وړاند وینه حسابدارۍ ته ورته چاره ده او تاسو هغې ته جدي اړتیا نه لرئ، خو که پکې مهارت ولرئ، نو په بشپړه توګه د کار کیفیت مو ښه کېږي. 
 
شخصي مالي مهارتونه
۱ ـــ د اعتبار مدیریت  
ډېره زیاته مهمه ده، چې د خپلې مالي او سوداګریزې راتلونکې لپاره، هرومرو ښه او وړ افراد په کار وګمارئ او له هغه اعتبار سره، چې هغوی یې لري آشنایي ولرئ، ولې؟ ځکه اعتبار ستاسو د کار په اصلي او ټولیزې پانګونې باندې ډېر زیات اغېز لري. 
 
۲ ـــ پانګونه
پانګونه په اوږد مهال کې یو ارزښتمن مهارت دی او د دې سبب ګرځي، چې تاسو وکولای شئ، چې د تقاعد د دوران لپاره په زړه پورې پروګرامونه ولرئ، له هغو پروګرام جوړونو څخه ګټه واخلئ، چې په هغو کې سترې پانګونې او له تقاعد کېدو څخه وروسته ښه او هوسا دوران ولرئ، نو په پایله کې، یو ښه، هوسا او شتمن ژوند به ولرئ. 
 
۳ ـــ بودیجه بندي  
د شخصي مالونو لپاره د پروګرام جوړونه او دغه راز یوې مناسبې پروګرام جوړونې ته پایبند اوسېدل، د ډیسپیلین لرل، ستاسو د کنټرول او شخصي نظم ښکارندویي کوي. د نړۍ ۵۹ سلنه خلک خپل لګښتونه نه لیکي، خو تاسو له دې ډلې خلکو څخه مه اوسئ، د یوه اقتصادي پروګرام له تنظیم او بودیجه بندۍ سره آشنایي، په بشپړه توګه له تاسو سره مرسته کوي او د دې سبب ګرځي، چې غوره ډله ایزو موخو ته لاسرسی پیدا کړئ او په راتلونکې کې لا ډېرو بریا وو ته ورسېږئ.