د ګډ بریالي ژوند ۷ ځانګړتیاوې

دا حقېقت دی چې یوه کورنۍ د ګډ ژوند لپاره خپلو اولادونو ته د ګډ ژوند هوډ کوي، لومړی نامزاد شي او بیا بیا ورو ورو د واده لپاره هوډ نیسي. دا چې د ژوند ځیني جوړې تر پایه ښې اړیکې او ځیني بیا تر پایه ښې اړیکې نه لري، لامل یې څه دی؟ موږ دلته پر هغو ۷ رازونو رڼا اچوو چې ستاسې ګډ او یو ځای ژوند ته خوښيانې وربښي. هغه ۷ ځانګړتیاوې کومې دي چې ښه ګډ ژوند را پيژني؟
 
لومړی: د یو بل روغتیا ته پام ساتي
د ګډ ژوند یوه غوره ځانګړنه دا ده چې دواړه لوري باید د یو بل روغتیا ته پام وکړي، د اړتیا پر مهال ډاکټر (روغتیا پال) ته لاړ شئ او مالومه کړي چې څه پېښ شوي؛ ځکه د ښه ژوند لپاره روغتیا تر هر څه ډېره مهمه ده.
 
دوهم: له یو بل بې ځایه غوښتنې نه کوي
که د ګډ ژوند لپاره تل پاتې اړیکه غواړئ، ښه ده چې یو له بل بې ځایه غوښتنې ونه کړئ. مینه خپره کړئ، ویې پاشئ او ددې پر ځای چې د یو بل عېبونه را ښکاره کړئ، پرده پرې را واچوئ او هېڅ یې یادونه مه کوئ. دا چاره له تاسې سره مرسته کوي، څو یو ښه او غوره ګډ ژوند ولرئ. ګډ ژوند بېلابېلې غوښتنې لري، موږ باید هغه غوښتنې پر ځای کړو چې اړیني وي او له هغو ځان وساتو چې اضافي بلل کیږي.
ښه خلک بد هېروي او بد خلک ښه، تاسې له ښو خلکو اوسئ.
 
درېیم: له یو بل خوښ او راضي وي
خوښ او برېمن خلک تل له بدو او سپکو سپورو ځان ساتي، دوی تل مینه پاشي او نور هم ریښتینولۍ او خوښېو ته را بلي. زیات خلک شته چې وخت نا وخت تېروتنه کوي او بیا بښنه هم غواي، خو برعکس بیا زیات خلک شته چې تل له تېروتنې ځان ساتي، ځکه خو له ځان، له نورو او دغه راز ټولنه هم ترې خوښه وي. له تېروتنو ځان وژغورئ، څو بښنې غوښتلو ته اړ نه شئ. دغه راز د تېروتنې په وخت کې تېر وتي شخص ته نه؛ بلکې تېروتنې ته یې اشاره وکړئ. 
 
 ددې لپاره چې کورنۍ مو هم له خوښېو برخمنه وي، غوره ده چې یو بل وزغمو، خوښ یې وساتو او موافق اوسو. 
 
څلورم: اختلافات لمنځه وړي 
د ګډ ژوند د ښه کېدا لپاره یو غوره راز دا دی چې په کور دننه پر بېلابېلو موضوعاتو اختلافات ونه کړئ او هېڅکله اور ته لمن ونه وهئ. د برېمن ګډ ژوند څښتنان اختلافي مسائل نه چیړي، بلکې برعکس تل خوښي خپروي او پر هغو مسایلو بحث کوي چې ژوند یې رنګینوي.
 
پنځم: دواړه لوري یو بل غوره ګڼي
که غواړئ ښه او غوره اړیکه تل پاتې وساتئ، اړینه ده چې یو بل غوره وګڼئ او دواړه لورو ته خېر ښېګڼه ورسیږي. پوهان وايي، هغه ټولنې بختورې وي چې خلکو ته یې خېر، ښېګڼه رسیږي او تل د نورو زړونو د ګټلو هڅه کوي. د نورو خوښي او رضایت هر څوک نه شي کولی؛ ځکه دا یو ډېر سخت کار دی او ډېری خلک د دې غوره هنر څخه عاجزه دي. غوره ده چې د کورنۍ دننه ګډ ژوند مو هم د خوښېو برخمن وي او دا خوښي د یو او بل په ښېګڼه ترلاسه کیږي. 
 
شپږم: هر وخت ښه احساس ولرئ
که د ښه ګډ ژوند تمه لرئ، اجازه مه ورکوئ چې د خپل بدن شومې غوښتې ومنئ. که نشه يي توکي کاروئ، کیدای شي د ګډ ژوند اړیکه مو څه نا څه زیانمنه کړي.  که سګرټ او چرس څکوئ، نصوار اچوئ، او یا هم په لوړ اواز موسیقي غږوئ، هم ښه نه کوئ، هڅه وکړئ چې هر څه کنترول کړئ او د حالاتو سره سم مخته ولاړ شئ. 
 
اووم: د ستونزې پر وخت یو بل ښه درک کړئ
که مقابل لوري ستونزه در لوده، درک یې کړئ او د حل په لټه کې یې شئ. غوره ژوند دا دی چې موږ یو له بل سره د اړتیا پر مهال مرسته وکړو او یو بل ښه وپالو. زیات وخت یو لوری د ستونزې د پټولو کوښښ کوي؛ خو ستاسې هڅه به دا وي چې یو بل ښه درک کړئ او ثابته کړئ چې ستونزه څه ده.
 (تاسې بریالي او ګټونکي یاست.)