بریالي انسانان دا عادتونه لري، که تاسې یې هم خپل کړئ، ډېر ژر به یې ګټه وګورئ

د خپلو خوبونو د ریښتیا والي لپاره لاس تر زنې کښېناستل له امکان لرې خبره ده، ښه ده چې لاس په کار شئ او څه ته چې اړتیا وي ترسره یې کړئ. انسانان ژوند کوي، کار کوي، بوختیاوې لري او د همدې بوختیاوو په پایله کې ګټه هم ترلاسه کوي. ځیني شته چې وخت نا وخت د ګټې پر ځای زیان هم کوي، خو دا کمتره ده او ریښتیا ده چې ګټه په تاوان کیږي. 

دلته ځیني لارښوونې شته، که تاسې پرې عمل وکړئ، ډېر ژر به وکولای شئ چې د بریاوو واټن را لنډ کړئ او خپلو موخو ته نږدې شئ.

لومړی: خوبونه مې ریښتیا کیږي، خو باید هڅه ونه سپموم. یعنې بابیزه یې مه ګڼئ او درناوی یې وکړئ.

دويم: فرصت په ډېرې سختۍ لاسته راځي، باید له لاسه یې ور نه کړم. غوره ده چې له فرصته ګټه واخلئ او مه پریږدئ چې په لوی لاس ځان له زیان سره مخ کړئ.

درېیم: زه په هر کار ترسره کولو کې ماهره یم، باید خپله یې وکړم. ښه ده چې خپله یې وکړئ او مه پریږدئ چې بل یې وکړي.

څلورم: زه هغه څوک یم چې نن ورځ د بدو خاطرو مخه ونیسم او برعکس د ښو خاطرو لپاره زمینه برابره کړم. یعنې خپله خوښي په خپله لاسته راوړئ.

پنځم: د خوښ ژوند فکر کوم، څه دي چې نن یې وکړم، لکه د ملګرو او خپلوانو کره ولاړ شم او .... زه د خوښ ژوند سره مینه لرم او باید د خپلولو تکل یې وکړم.

شپږم: زه هر ډول موخې ته رسېدی شم. 

اووم: بریا هره ورځ زما ور ټکوي، زه باید په ډېرې خوښۍ ورته ور پرانېزم.

اتم: زه میړنی یم او باید د بریاوو شا ونیسم.

نهم: ما خپل دماغ آرامه کړي او دا دنده مې ورته سپارلې چې هر څه په خپل وخت وکړي، ځکه خو د خپګان لپاره څه نه پاتې کیږي.

لسم: زه ښه پرېکړه کوونکی یم.

یوولسم: زه هېڅکله نه تسلېمېږم.

دولسم: زه شمتن یم، خو د دولت نه؛ د مینې او د اړیکو د پراختیا شتمن یم.

دیارلسم: زه هغه څه لرم چې د بریاوو په رانیولو کې ورته اړ کېږم، ځکه خو برېمن یم.

څوارلسم: زه په خپلو وړتیاوو باوري یم. یعنې په وړتیاوو دې وویاړه، شک او ډار وشړه.

پنځلسم: نن ورځ زما لپاره تر ټولو غوره ورځ ده؛ ځکه زه پکې له ډېرو نوښتونو او لاسته راوړنو سره مخ کېږم. 

شپاړسم: زه پر ځان باوري یم او د خپل شخصیت درناوی په دې کوم چې د خپلو لوړو هیلو د رانیولو لپاره وړ یم.

اوولسم: زه لېواله یم چې د ملت زړونه خپل کړم، ځکه دوی زما د ژوند په پرمختګ کې مهم رول لوبوي. یعنې باید پوه شم چې که څومره هم لوړ موقف خپل کړم، بیا به هم له ځانه ټیټو وګړو ته اړ کېږم، دا غوره ده چې د دویو په اړه هم فکر وکړم.

اتلسم: زه خوښ او له ځان منندوی یم چې د خپلو مهارتونو په اساس د بریا تر دروازې رسېږم.
پای