له ۳۰ کلنې وړاندې باید دا ۲۰ درسونه زده کړئ

 که غواړئ د ژوند په هغو شلو مهمو رازونو پوه شئ چې باید تر ۳۰ کلنۍ یې وړاندې زده کړئ، نو دا لیکنه تر پایه ولولئ.
 
لومړی: ژوند روان دی، واټن نه لري. خپله ازموینه خپله ورکوه او له حالاتو سره له مبارزې شاته مه ګرځه.
 
دوهم: که د انټرنېټ په نړۍ کې ننوتي یاست، بېلابېل ملګري به مو هم موندلي وي، خو مه هېروئ چې د ټولنیزو رسنېو زیات ملګري مو ریښتیني ملګري نه دي، تاسې یې مه ازمایئ، ډېری یې د غم او خوښۍ پر وخت خپله ازموینه درکوي.
 
درېیم: که زړه دې بایلود او د مئینتوب نړۍ ته راتللې، مه هېروه چې باید ماتېدو ته یې هم زړه ونیسې. ځکه دا خیالي او واقعي نړۍ ( پردی کټ د نیمو شپو) کیسه لري.
 
څلورم: که پوهنتون دې لوستی وي او د لېسانس تر کچې زده کړې لرئ، بسنه نه کوي، علم دریاب دی، هڅه وکړئ چې له دې دریابه ډېرې او دوامداره اوبه را پورته کړئ.
 
پنځم: د کورنۍ غړو ډېر خیال ساته، ځکه دوی هغه څوک دي چې تر نورو ستا ډېر خیال ساتي او درناوی دې کوي.
 
شپږم: د کمزورتیا نقطه له ذهن لرې کړه او پر ځای یې د پیاوړتیا پر ټکي تمرکز وکړه.
 
اووم: که د ارزښتمن کار شا نیسئ، میاشتې او کلونه وخت نیسي، ډېره بیړه مکوئ، ځکه تاسې د یو اساسي کار په لټه کې یاست. صبر ولرئ.
 
اتم: که مخته تګ غواړئ، باید نا ارامي وټاکئ، په ارامتیا کې مخته تګ نشته. ښکاره ده چې زحمت وېستل راحت لري، زحمت وباسئ چې راحت ومومئ. د تېښتې پر مهال په ځغاسته کې هوسۍ له زمري پیاوړې ده او زمری کمزوری دی، خو لامل څه دی چې سره د ډېرې چټکتیا بیا هم هوسۍ د زمري د کمزورې ځغاستې ښکار کیږي؟ لامل یې ښکاره دی، هوسئ په تېښته کې د ځغاستې پر وخت په هرو ۲۵ ثانیو کې هرو مرو پښه نیولې کیږي او شاته ګوري، چې همدا زړه نا زړه توب یې د زمري داړو ته غوښې ډالۍ کوي. انسان هم باید خنډ او ځنډ ته تسلیم نه شي او پکار ده چې په مخته تګ کې شا ته ونه ګوري.
 
نهم: یو طرفه او شکېدلې اړیکه هېڅ وخت دوام نه کوي، خپل ډېر وخت له هغو سره تېروئ چې محبوبیت درسره لري.
 
لسم: نړۍ بې وفا ده؛ ځکه خو له بې انصافانو هم برخمنه ده. زده کړئ چې د بې انصافانو پر وړاندې څه ډول غبرګون ښکاره کړئ.
 
یوولسم: زیارکښه اوسه او لاس تر زنې مه کېنه، بختور هغه دي چې هڅاند وي او خپل وخت غنیمت ګڼي.
 
دولسم: ((ښه وخت)) لاسته راوړل اقدام غواړي، که لا هم په تمه یاست، پوه شه چې ذهن مو  په تیارو را لوی کړی.
 
دیارلسم: سمه ټاکنه زده کړه او هغو چارو ته اولیت ورکړه چې ډېر ارزښت ولري. لومړیتوب د بریا له رازونو یو راز دی.
 
څوارلسم: ملګرو ته درناوی ساته او که امکان یې و، په معنویاتو او مادیاتو یې ستایه.
 
پنځلسم: خپل خاطرات او تېرې تجربې یادې ساته او زده کړه ترې کوه. تېرې خاطرې خپله علم دی چې باید پام ور ته وکړې.
 
شپاړسم: پرون هېر کړه، نن، نن وګنه او سبا ورځې ته ترتیب شوی پلان ولره.
 
اوولسم: مبارزه کوه او ژر مه تسلېمېږه، بریاوې انرژي او لویه حوصله غواړي.
 
اتلسم: روغتیا ته پام کوه، له فزیکي تمرین او له هغو خوړو څخه ګټه پورته کوه چې ښه انرژي، بېلابېل ویټامینونه او پروټینونه ولري. مه هېروه، باید ځان ډاډمن کړې چې تاسې د بشپړې روغتیا څخه به برخمن یاست.
 
نولسم: له ناکامۍ مه ډارېږه، ځکه ناکامي حسابیږي نه، خو بریا حسابیږي، نو څه چې نه حسابیږي، پروا یې مه ساته.
 
شلم: نورو ته مه په تمه کېږه، دا زده کړه چې په یوازې ځان څنګه مبارزه پېل کړې.