شبکوي وسایل څه ته وایي؟ What are Network Devices?

شبکو ي دیوایسونه له هغو اجزاوو څخه عبارت دي چې کمپیوټر یا نور برقي دیوایسونه یو له بل سره نښلوي چې بیا کولای شي په خپل منځ کې معلومات او منابع لکه پرنټر او د فکس سیستم ماشینونه شریک کړي.
A router, a type of a wireless network device.
یو ترټولو عامه ډول د شبکې چې هر ځای کاریدلی شي هغه محلي ساحوي شبکه ده چې په انګلیسي اصطلاح بیا ورته Local Area Network  یا LAN هم وایی.
 
یوه محلي ساحوي شبکه LAN له هاب، روټر، کیبل یا رادیویي ټکنالوژۍ، د شبکې کارت، او که چیری بیا په آنلاین ډول وکارول شی یو لوړ سرعت لرونکي موډیم ته هم اړتیا لري.

په خوښۍ سره ویلی شو هغه څوک چې نوي دي برخې ته راغلي وي دا ډیره ساده برخه ده چی ورسره به مخامخ وي.
په یوې شبکه کې، یو کمپیوټر د سرور په حیث او نور بیا د کارن یا Clients په حیث دنده ترسره کوي. سرور له بهرني هاب سره نښتی وي، هغه ډول چې کارنونه هم نښتي وي.
 
اوس د هر کارن کمپیوټر له هاب سره یو ور (door) لري هغوی د هاب په وسیله کولای شي د سیګنل لیږد رالیږد ترسره کړي.
 
د همدې سګنلونو د لیږد لپاره بیا له هاب سره یو بل ډیوایس چې روټر نومیږي وصلیږي روټر هغه برقی ډیوایس (آله) ده چې سیګنل د دوه مشخصو کمپیوټرونو ترمنځ تبادله کوي.

ښه خبرونه دي، خو دا چې روټر څنګه دوه کمپیوټرونه پیژني چې ترمنځ یې معلومات تبادله کړي؟ ځواب یې دا دی چې هر کمپیوټر په خپل ځان کې یو د شبکې ځانګړی کارټ یا NIC لري چې بیا همدا د شبکې کارټ یوه ځانګړې پته هم لرې.
 

په یویې  کیبلي شبکه کې، مخصوصه کیبلونه چې ایډرنیټ Ethernet هم ورته وایي له نیټورک کارت څخه هاب سره وصلیږي. خو په یوې نه سیم لرونکې یا بیسیم شبکه کې د شبکې کارت، هاب او روټر بیا له رادیویي موجونو په وسیله یوله بل سره نښلې.

د شبکې کارتونه خپل ځانونه په شبکه کې د خپل ځانګړې لرونکې پتې په وسیله معرفي کوي، او روټر ته ټول غوښتنلیکونه د خپل نه بدلیدونکې پتې په وسیله ورپیژنې، دلته بیا روټر د چاته (To) او له چا (From) پتې تشخیصوي او د ترافیک لیږد رالیږد په دوامداره توګه ساتي.
 
په نورو ډول شبکو کې بیا ټول غوښتنلیکونه په سیمه ییزې شبکه کې د روټر په وسیله ټولو ډیوایسونو ته ویشل Broadcast کیږي خو یواځې هغه ډیوایس (PC) ښه راغلاست ورته وایي او  ورته پرانیزي چې د روټر په To لیست کې نیول شوی وي خبره همدلته پای نه مومي بلکې هغه نور ماشینونه چې غوښتنلیکونه ورته لیږل شوې په خپل ور لاره نه ورکوې ترڅو وردننه شي ځکه چې غوښتنلیک د هغوی اړوند نه وي.
 
آنلاین لاسرسی په سیمه ییزې شبکې کې اختیاري ده، خو که چیرې اړتیا وي بیا یو سیګنل په آنلاین کارن کې په ټوله شبکه کې نشریدلی شي. کله چې آنلاین لاسرسی شتون ولري، روټر یوازې په سیمه ییزه شبکه کې محدود نه پاتې کیږي بلکې له بهرنیو شبکو سره هم راکړه ورکړه ترسره کوي.
 
روټر په انترنټ کې د یوې لارې Gateway په ډول کار کوي، او هم د یوه ساتونکي اورلرونکي Firewall دیوال په حیث غیر ضروري یا مضرو غوښتنلیکونو د مخنیوی سبب ګرځي او نه پریږدي چې مخربه پاکټونه شبکې ته له بهره رادننه شي.

که یوڅوک وغواړي بهرنیو سیمه ییزو شبکو LAN سره وصل شي نو یو موډیم چې یوه هاب/روټر سره وصل وي ګټه اخیستلی شي یا هم له یوه موډیم څخه چې په خپل تشکیل کې روټر/هب ولري هم کولای شي ګټه پورته کړي.
 
لوړ سرعت لرونکي موډیم اړینه ده چې له آنلاین خدماتو سره هغمږي وي، ځکه ډیری موډیمونه په ځانګړي ډول د DSL او نوری فایبر شبکو لپاره طراحي شوي.
 
که وغواړو یوه سیمه ییزه شبکه LAN جوړ کړو نو له هغه مخکې اړینه ده ټول هغه ډیوایسونه چې غواړو په دې شبکه کې وکارول شي د همدې شبکې د وړتیاوو ځانګړتیا لرونکي اوسي.

لکه که غواړو چې یوه ګیبل لرونکې شبکه جوړه کړو اړتیا ده چې ټول ډیوایسونه د شبکې کارتونو او پورټ لرونکي اوسي. او که غواړو یوه بیسیم Wireless شبکه جوړه کړو نه یواځې چې ډیوایسونه د بیسیم نښلیدونکي وړتیاوې ولري بلکې په هغو اړینو پروتوکولونو پیژندلو وړتیاوو هم سمبال وي چې په یوې بیسیم شبکه کې د کاریدلو وړتیاوې ولري. لکه د ۲۰۰۹ میلادی کال 802.11n پروتوکول چې اوس هم کارول کیږې، لکه زاړه پروتوکولونه چې اوس هم پراخ کارن لري لکه 802.11g پروتوکول.
 
بیاهم دا مسئله د یادولو وړ بولم چې هر هغه روټر، هاب یا شبکوي کارتونه چې وغواړئ په یوې شبکه کې وکارول شي اړینه ده د هماغې شبکې اړوند ځانګړتیاوو لرونکي وي.

نننې بیسیم Wireless شبکوي توکي کولای شي د وایفای WiFi سرټیفیکیټ لرونکي اوسي او د هغې ګرنټي څخه برخمن وي چې په شبکو کې د وصلیدلو امکانات ولري هغه ډول چې د پروتوکولونو او ستنډردونو یوه مجموعه په کې نغښتې وي.
 
په آخر کې اړینه ده دا هم ذکر شي چې یوه سیمه ییزه شبکه که د لوی سوداګریز کاروبار لپاره جوړیږي کیفیت او ګرنټي ته یې ځانګړې پاملرنه وشي خو که د کور یا واړه کاروبار لپاره وي بیا په ساده ډول هم د کاریدلو وړ ده.