جمر (Jammer) تکنالوژي څه ته وایي؟

آنتن پریکونکې یا جمر له یو ډول فریکانس تولیدونکې آلې څخه ده چې د بیلابیلو هدفونو لپاره کارول کیږې، دا سیستم د مقابل لورې سیستم په یوډول ګډوډونکي فرکانس خپرولو سره په سګنال کې د ګډوډی رامنځته کولو سبب ګرځي. د دی لپاره چې جمر په سمه توګه کار وکړې لومړي اړینه ده د خپلې فریکونسې اندازه په سمه توګه وټاکۍ او وروسته د مقابل لوري سیستم سګنال محدودې مطابق خپله فریکونسې په قوې توګه خپره کړی. د بیلګې په ډول که تاسو د ګرځنده (موبایل) آنتن قطع کولو اراده لري نو ستاسي د پارازیت ایجادولو ماخذ اړینه ده په یوه مشخص وخت ( د څو میلې ثانیو په درشل کی ) وکولائ شي په سیمه کی د موبایل شته آنتن سګنال څخه په لوړ فرکانس کی ګډوډې (اختلال) منځته راوړی.
 
جمرونه یا پارازیت خپرونکې ټکنالوژي له ډیره وخت څخه د بیلابیلو مقاصدو لپاره کارول کیږی، اخلال یا بلاک کونکې له پخوا د بریښنایی جګړو یوه برخه شمیرل کیږې. د جمر دستګاه په دوه لویو برخو ویشلي شو:

  • نظامي جمرونه  Military Jammer
  • سوداګریز جمرونه Commercial Jammer
 
نظامي جمرونه: له هغو جمرونه څخه عبارت دې چی د نظامي وسایلو په ډول په خاصو شرایطو کی تولید او کارول کیږې چی د بیلابیلو پارامترونو او ستندردونو لرونکي دی دا جمرونه په خاصو لوړه سطحه عملیاتو یا هم ساده عملیاتو کی ورڅخه ګټه اخیستل کیږې چی له سوداګریزو  جمرونو سره ډیر توپیر لري، دا جمرونه د تودوخې ترټولو لوړی یا یخني ترټولو ټیټی سطحې کی د کارولو وړ دې او په لندو (نم لرونکی) شرایطو کی هم د کارونې وړتیا لری. نظامي جمرونه د بیلابیلو مقاصدو لپاره کارول کیږې چی لاندې ورته لنډه کتنه کوو:
http://signalafza.ir/wp-content/uploads/جمرنظامی2.jpg
  • د بیسیم اړیکو باند مسدود کونکې چی په پرمختللی بڼه د Adjust کولو وړ دې په مختلفه ماموریتونو کی د یوه یا څو لاسی (منوال) بیسیم چینلونو (کانالونو) مسدود کولوو وړتیا لری. دا جمرونه د مقابل لورې نه سیم لرونکې (بیسیم) باند فرکانس د موج په ډول له یوډول فرکانس موج ایجادولو سره له فعالو (اکټیو) فیلترونو څخه په ګټه اخیستنی دا امکان رامنځته کوې چی خپل مربوطه ځینې چینلونه په همدی حالت کی هم د کار کولو وړتیا ولری او کولای شې پاتې نور چینلونه د پارازیت له خپرولو سره له کار څخه وغورځوې.
 
  • د لیږد رالیږد وړ جمرونه چی د ګرځنده (موبایل) آنتن څپې په موقت ډول په ځانګړی سیمه کې پرې کوي د بیلګی په ډول د یوه زنداني کس د لیږد لپاره چی کیداې شې د لارې په اوږدو کې وتښتول شي یا ووژل شي د لیږد مسولین د لارې په اوږدو کې هغه جمرونه فعالوې ترڅو د ګرځنده اړیکو لپاره په سیمه کې پرازیت خپور کړی او په سیمه کې د شته ګرځنده اړیکو امواج اخلال کړې. دا ډول جمرونه په معمول ډول نقلیه وسایطو کی ځا پرځای شوې وي د دې جمرونو مختل کونکې پرازیتې امواج د ۳۶۰ درجو زاویه تر پوښښ لاندې راولي. د دې ډول تکنالوژيکې وسایطو کارول دا چې په عموم کی یوه ساحه تر پوښښ لاندی لرلې شې نو اړینه ده چی د کارونې پر وخت او کارونکې مرجع له رسمي مراجعو څخه د کارونی مجوز یا سند ترلاسه کړې وي. د ګرځنده (موبایل) مختل کونکي جمرونه په ثابت ډول د آنتن پری کولو یوه ټاکلې اندازه هم لری، د بیلګی په ډول نظامي مهمې سیمي یادولی شو، په نظامی ساحو کې د دی تجهیزاتو نصب یو ځانګړې علت لرلي شي، د بیلګې په ډول یوه تروریستي ډله په دې کوښښ کی ده چی یوه نظامي قرارګاه له لری واټن څخه د ګرځنده (موبایل) کارولو سره په عیار شوي ماین والوزوی په دې وخت کې جمر ډیر اړین ده چی د خپل پرازیت په خپرولو سره د ګرځنده آنتن څپې وځپې ځکه د جمر په فعالولو سره د ترهګرو ګرځنده نور نشی کولای له ځای پرځای شوي ماین سره اړیکه ټینګه کړې، که د هغه ماین له الوزولو وروسته پایلې ته فکر وکړې نو اوس به د جمر ټکنالوژي په قدر پوره پوه شوي اوسېي.
 
  • په رادار لرونکو نښلونکو (بانډونو) کی نظامي جمرونه: دا آنتن اخلالونکي جمرونه د بیلابیلو آنتنونو ګډوډولو لپاره له بیلابیلو فریکونسیو سره جوړ شوې دي په بریښنایې جګړه کی هغه ډول چی له نوم څخه یی څرګندیږې د یوه رادار د ګډوډولو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږی. کیداې شي پوه یاست چی یو رادار د خپل هدف لپاره په بیا بیاځلی د خپل پوښښ سیمی ته په دوامداره توګه سګنالونه لیږي، که په ځانګړی سیمه کی کوم هدف شتون ولرې له رادار څخه لیږل شوي د معلوماتو غوښتونکي پاکټ د سګنال په څپو کې هدف ته رسیږي او بیا ځلې بیرته رادار ته ستنیږي او په دوامدار ډول دغه پروسه روانه وې، رادار د راستانه شوې سګنال څخه په ګټه اخیستنې خپل هدف مشخص او تعقیبوی یي، اوس فکر وکړې چی په دې سیمه کی ځای پرځای شوی جمر په روښانه کولو سره د نوموړې رادار ورستنیدونکی فریکونسي کی په تکراری ډول د خپل اخلالونکي سګنالونو په ورلیږلو پیل کوی په یقین سره چی رادار له پرله پسې تکراری اخلالونکي سګنال موجونو په ترلاسه کولو سره له خپل مسیر څخه بهر کیږې او نور په منظم ډول نشي کولی خپل فعالیت ته دوام ورکړې.
 
http://signalafza.ir/wp-content/uploads/-جمر-1-e1527190571412.jpg
  • لرې واټن څخه د امواجو مختل کونکې جمر: دا جمرونه د خپل پراخ رادیویی پوښښ له کبله ځانګړي کارونه لری، د بیلګې په توګه یوه بي پیلوټه الوتکه یوی ممنوعه سیمی ته ورننوځي، کیداې شي لومړنې فکر چی د دې صحني په لیدلو سره ستاسو ذهن ته راځي هغه د الوتکې ویشتل او غورځول وې خو ترټولو غوره لار د نوموړې الوتکې هغه سګنال قطعه کول دی چې له خپل ماخذ سره یی پالې، په دی وخت کی د بریښنایي جګړې فنی ټیم لومړنې کوښښ به دا وې ترڅو د الوتکې ارتباطی موجونه د هغی له ماخذ سره قطع کړل شی او کنټرول یی په خپل لاس کی واخلی او په محفوظ ډول ناستی ته اړ کړل شې.
 
  • د راکټی حملو مخنیوې دفاعی جمر: ځینی ځیرک راکټونه چی له مخکې د هدف سیمه ورته مشخصه شوي وې د GPS سیستم په مرسته توغول کیږی او هدف ته تر رسیدلو تعقیب لاندې وې دا سیستم راکټ ته دا ځانګړتیا ورکوی ترڅو هدف ته د رسیدلو په لار کی په خپل ځان کی د مشخصه نصب شوی موتور په ذریعه خپل د تګ مسیر اصلاح کړې، دفاعی سیستم په لومړی سر کې توغول شوې راکټ GPS سیستم سگنالونه قطع یا ګډوډې چی ورسره راکټ خپل سری (ډانګیې) کیږې او وروسته بیا ویشتل کیږې.
 
۲. سوداګریز جمر
اخلالونکې سوداګریز جمرونه هغه تجهیزات دی چې سوداګریزو موخو لپاره په سوداګریزو ستندردونو سمبال طراحي او جوړ شوی دی، دا جمرونه له نظامي جمرونو سره ډیر توپیر لری چی کولاې شو د هغو په پرتله یی لږ ټیټ کیفیت لرونکی توکي وشمارو. خو دا چی پراخه کارونه لرې په بیلابیلو فریکونسې لرونکو باندونو کی تولیدیږې چی ترټولو ډیر کاریدونکو جمرونو ته به یي کتنه ولرو:
  • ګرځنده اخلالونکې یا Jammer Mobile Phone : هغه ډول چی له نوم څخه یې څرګندیږې په یوې مشخصه سیمه کی د اړیکو پریکولو په موخه کارول کیږی دا ډول جمر د ګرځنده بیلابیل بانډونه لکه 5G, 4G, 3G, 2G, CDMA, GSM تر پوښښ لاندې راوستلی شي چی له همدې هر یو یی د کارونکي ګرځنده لپاره لیږونکي او اخیستونکي موجي لرونکې څپې  لری. دې جمر ته کورني ګرځنده اخلالونکی هم ویل کیږې د بیلګې په ډول فرض وکړی تاسو یوه تولیدی کمپنې له ډیرو کارکونکو (پرسونل) سره لرې، د کارکونکو څارنه، ساتنه او کار ستاسی له زیرکتیا او ښه مدیریت سره تړاو لرې په کاری ماحول او وخت کې د کارونکو لخوا له ګرځنده زیرک یا عادې تلیفونونو کارول په کار او تولید منفې اغیزه لرل شې، نو د یوه سوداګریز جمر په پیرلو او ځای پرځای کولو سره د خپل خوښې وړ ځای کی کولای شې د هغو حوادثو او منفی اغیزو مخنیوې وکړی او د خپلی کمپنې کارکونکو ګرځنده له فعالیت څخه وغورځوې چی کیداې شی ورسره د رسمیاتو په اوږدو کی له ستونزو سره لاس او ګریوان شي. یوازی دومره باید پام وکړې چی د جمر په ټاکلو او پیرلو کې له اړتیا سره سم جنس واخیستل شې.
 
دا ډول جمرونه په فابریکو، لویو جیمونو، مغازو، د کنفرانس سالونونو، مساجدو او بیلابیلو ورته سیمو کی د کارونې وړ دی.
  • د GPS موجونو اخلالونکې: دا اخلالونکې جمرونه د نقلیه وسایطو د نه تعقیب په موخه په وسایطو کي ځای پرځای کیږی.
  • د سپوږمکې (سټلایت) چینلونو (کانالونو) امواجو اخلالونکي جمرونه چی په سګنال کی یي ګډوډي (اختلال) رامنځته کوې.