د ځوانانو په ژوند کي د تکنالوژۍ تاثیرات

په اوسني عصري نړي کي تکنالوژي د هیوادونو په نښلولو کي د اړیکي نیونې ستر بدلونونه رامنځ ته کړي دي. په دي ډول که وغواړو چی له اړیکي نیوني او ورته نورو آسانتیاوو خوند واخلو نو اړینه ده چي له نوي تکنالوژي په سمه توګه ګټه پورته کړو. نړي ته په کتلو اوسمهال ژوند په تکنالوژي تړل شوي دي او داسی لږ هیوادونه به شتون ولری چی د تکنالوژي په مټ یی په ښارونو، کلو او بانډو کي د اړیکي نیوني په برخه کي ګټه نه وی پورته کړي. 

د ځوانانو په منځ کي دومره واټن بیا شتون نلري او د هغوی په ژوند کي یي ستر بدلونونه رامنځ ته کړي. ټکنالوژي د ژوند په بیلابیلو برخو کي لکه اړیکه نیوني، معلومات او درسي موادو شریکول او دندي موندلو برخه کي ستر بدلونونه رامنځ ته کړي. 

له ټولنیزو شبکو څخه د پیغامونو، معلوماتو او اړیکو ترلاسه کول او معلوماتی زیرمو ته لاسرسی د ځوانانو د ژوند په کيفیت کي ډیري مثبتی پایلی هم له ځانه سره لري. نوی تکنالوژي لکه کمپیوټر، ګرځنده یا موبایل، انټرنټ، ویب سایټونه او داسی نوري سوداګریځی اسانتیاوی دا ټول د کار چټکوالې، د کارونو لپاره امکانات، د وخت کموالي، د کار پرمهال د ستړیا له منځه وړل او په طبیعت کي د انسانانو له بدني ستړیا څخه د مخنیوي په برخه کي ستري آسانتیاوي او خدمتونه بشري ژوند کي رامنځ ته کړي دي. 

په خاص ډول د ځوانانو لپاره د زدکړو په ډګر کي معلوماتو ته د لاسرسي لپاره سترو معلوماتي زیرمو ته د لاسرسي په برخه کي تکنالوژي ځانګړي چوپړتیاوی رامنځ ته کړي دي او ځوانان په اسانی ورته لاسرسي لرلي شي خپل د پوهي ظرفیت لوړولې شي په همدي ډول د کارموندني له ویب پاڼو څخه کولاي شي خپله د خوښي وړ دنده ترلاسه کړي. فیس بوک هغه یواځینی ټولنیزه شبکه چی په ځوانانو کي ډیر مینوال لري. په دی ټولنیزي ویب پاڼي کي د نړۍ له بیلابیلو برخو، بیلابیل ادیان، نژادونه او ژبي شتون لري چی ډول ډول موضوعات لکه ټولنیز، سیاسي، فرهنګي، مذهبي، هنری او داسي نور وړاندي کيږي. پوه ځوانان د خپل هیواد ملي ګټو ته په ژمنتیا خپلي فرهنګي اړیکي او کړني په فیس بوک کي خپروي. په حقیقت کي انټرنټ د موبایل یا کمپیوټر په پاڼه کي د رنګونو یوه نړي جوړوي چی د ښو او بدو معلوماتي څپو څخه ډک سمندر لیږدوي. 
د بیلګي په ډول ځوانان د خپلو علمی وړتیاوو د پورته وړلو په برخه کي له انټرنټ څخه په غوره بڼه ګټه اخلي. د طالبانو رژیم څخه وروسته منځ ته راغلي ازادي، په ځانګړي ډول له انټرنټ او ټلویزیون څخه د کارولو ازادي، د خلکو سترګی په خاص ډول د ځوانانو سترګی خلاصي کړي په ځانګړي توګه هغوی له خپلي سیمه ییزی دایري څخه وتلي او له بهرنې نړي سره یي پیژندګلوي پیدا کړي. 

د هیواد په ادارو کي د ځوانانو رغنده یوځايوالي په اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزه او مناسبه پروګرامونو جوړولو برخه کي ځانګړي لیدلوري جوړ شوي چی د ټولني او ځوانانو اړتیاوي په کي ترغور لاندي نیول کيږي او ځوانان د یوځایوالي، په ځان باور او هم په سیاست جوړونکو او سیاسي حاکمانو کي متقابل باور رامنځ ته کوي. نن ورځ ډیري ځوانان انټرنټ ته اسانه لاسرسي لري او په ټولنیزو شبکو کي لکه فیس بوک، ټویټر، تلګرام، انستاګرام، یوټیوب، سکایپ، ټیک ټاک، وټس اپ، ایمو او لسګونو داسي نورو کي فعالیتونه ترسره کوي او له همدي ټولنیزو دریڅو څخه په ګټه اخیستني انټرنټ کي ګټور معلومات خپروي او مدیریت کوي او په خپل سالم فکر سره په ټولنه کي د ځوانانو ترمنځ مثبت بدلونونه رامنځ ته کوي چي د ټولني او هیواد د پرمختګ لامل شوي. 

ټولنیزي رسني د معلوماتو رسولو او شریکولو، اړیکو نیولو او ځوانانو نیږدي کولو په برخه کي زیات ارزښت لرونکي ثابت شوي او د سالمي زدکړي فرصتونه یي رامنځ ته کړي. د افغانستان ځوانان ورځ تربلي په ټولنیزو رسنیو کي لا ډیر فعالیږي او خپل ډیري د بیکاري وختونه په همدی رسنیو کي تیروي. 

انټرنټ کولاي شي د ځوانانو ترمنځ د ظرفیت جوړوني، خبرو، او اړیکو ټینګولو کي رغنده رول ولوبوي ترڅو ځوانان وکولاي شي د فکر او ملی اخلاق جوړوني، یوبل گڼلو او وطن پالنه کي یوبل سره مرسته وکړي. ځوانان کولاي شي د تکنالوژي په مټ د خپل هیواد ملی ارزښتونو، قوانیونو او ګټو ته ارزښت لرونکي فعالیتونه ترسره کړي چي په شعوری ډول د خلکو ترمنځ د یوځایوالي یا اتحاد فکر، عدالت، د قانون حاکمیت، بشري حقونو او دیموکراسي سبب جوړیږی.

اړینه ده وویل شي چي د اړیکي نیوني نوي تکنالوژي په عصر کي، د واقعی نړی ترڅنګ مجازی نړي هم جوړه شوي چی دواړه یی د ځوانانو په ژوند کي خپل بیلابیل تاثیرات لرلي شي.