پاکستان کې د خواړو کمښت: حکومت يې وايي له افغانستان مو خوراکي توکي او ترکارۍ راغوښتي 

پاکستان کې د بارانونو له امله ډېرۍ لارې او سړکونه تړل شوي دي، چې هلته يې د خواړو لېږد - رالېږد ستونزمن کړی او پایله کې يې د خواړو کمښت رامنځته شوی او بیې يې لوړې کړې دي. 

پاکستان کې د نورو خوراکي توکو ترڅنګ د شنو (سبزيو) او ميو کمښت دی، چې حکومت يې له افغانستانه د واردېدو تکل کړی دی. د پاکستان حکومت ویلي، چې په هیواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله د تر کارۍ او سبو له کمښت سره مخ دي او غواړي، چي له افغانستان او ایران څخه د سبو، ترکارۍ او تازه میوې واردات پراخه کړي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې غړي  وايي، چې پاکستان ته د صادارتو پراختیا د دواړو هېوادو ترمنځ  د اقتصادي اړیکو د پیا وړتیا لپاره اړین بولي؛ خو زیاته وي، چي باید د افغانستان د مارکیت اړتیاووته په کتو  د صادراتو دا بهیر تنظیم شي.