په کار او ژوند کې د بریا لپاره دا اته چلندونه لیرې کړئ

اصلي غوښتنه مو په کار او ژوند کې  بریا ده، ناخبره له دې چې د ځینو افکارو او چلندونو په وسیله، تل به مو بریا وځنډېږي او درنه لیرې به شي. 
 
ډېری خلک فکر کوي، چې د بریا تر ټولو غوره لارې د مهارتونو او عادتونو ترلاسه کول دي، خو کوم یو یې؟ 
 
د بریا تر ټولو ښه او په زړه پورې لاره له هغو څیزونو لیرې والی دی، چې تاسو له خپلې موخې څخه لیرې کوي، خپل ژوند ته د ځینو څیزونو د ورزیاتولو پرځای، ځینې منفي فکټورونه ترې لیرې کړئ. 
 
هغه اته چلندونه، چې باید له خپل ژوند څخه یې لیرې کړئ، ترڅو بریا ته ورسېږئ
۱ ـــ بې منطقه بهانې 
بریالي کسان، خپله کورنۍ، دوستان او همکاران نه رټي او خپل ځان د هغوی د ژوند مسؤول نه ګڼي او خپل ژوند ته پراختیا ورکوي. 
 
۲ ـــ بریا ته د رسېدو لپاره د له بریده زیاتې لوړتیا غوښتنې لیرې کول 
له بریده زیاته لوړتیا غوښتنه، د وخت د بېځایه تېرېدو سبب ګرځي، د خپلو تېروتنو او یا هغو فزیکي نیمګړتیاوو په اړه د فکر کولو او اندېښنې پرځای، هڅه وکړئ چې د هغو کوچنیو ګامونو په اړه فکر وکړئ، چې د پرمختګ سبب مو ګرځي. هېڅوک بشپړ نه دی او ټول کولای شي، د نورو لپاره تصیم ونیسي. 
 
۳ ـــ بریا ته د رسېدو لپاره د وېرې له منځه وړل 
ډېری کسان له معلوماتو پرته خپل ځان کوچنی کوي، هغوی د خبرو اترو په دوران کې چُپ دي او له خطره منلو څخه ډډه کوي، دا وېره افراد له بریا څخه لیرې کوي. 
 
۴ ـــ د هرڅه کنټرولول
تاسو نه شئ کولای، چې هرڅه کنټرول کړئ او د دې کار د ترسره کولو لپاره هڅه کول، بې ګټې ده او له بریا سره مرسته نه کوي او دغه راز تر ډېره د اروایي فشار، اندېښنې او ستړیا سبب ګرځي، د هرڅه د کنټرولولو پرځای هڅه وکړئ، چې بې پروا واوسئ. 
 
۵ ـــ بریا ته د رسېدو لپاره د فکر د ثابتې بڼې له منځه وړل 
ډېری کسان د فکر ثابته بڼه لري او د زده کړې یا د نظر د بدلون لپاره هېڅ هڅه نه کوي او د فکر دا بڼه دوی له بریا څخه لیرې کوي، ځکه په تېر کې پاتې شوي دي. 
 
۶ ـــ یو مخیزه هیلې 
ځینې کسان داسې فکر کوي، هغه افراد، چې خپلو هیلو ته رسېدلي دي، په یو مخیزه او چانسي ډول بریا ته رسېدلي دي، خو نه شئ کولای د بریا لپاره په چانس باندې تکیه وکړئ، بریا وخت ته اړتیا لري او باید د راتلونکې لپاره پروګرامونه جوړ کړئ. 
 
۷ ـــ منفي فکر لرونکي کسان 
که شاوخوا ته مو منفي فکر لرونکي کسان وي، چې یوازې نیم تش ګیلاس ویني، نو پرځای یې مثبت او خوش بین کسان ځای پرځای کړئ، ځکه دا کسان ستاسو ملاتړي دي او له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږئ او دغه راز تاسو ته لا ډېره انګېزه او خوشالي ډالۍ کوي. 
 
۸ ـــ بریا ته د رسېدو لپاره د «نه» ویل
ډېری کسان په «نه» ویلو کې ستونزه لري او نه شي کولای، چې په آزاده توګه خپل نظر بیان کړي او دا د دې سبب ګرځي، چې دا کس له بریا څخه لیرې پاتې شي.