د باور ځواک د پیاوړتیا لپاره درې لارې

۱ ـــ  یوازې د بریا په اړه فکر وکړﺉ، نه د ماتې په اړه.
تل ووایئ، چې زه به ګټونکی شم. له نورو سره د سیالۍ پر مهال خپل ځان ته ووایئ: (زه تر ټولو غوره یم). د بریا په اړه فکر کول ستاسو ذهن په دې باندې روږدی کوي، ترڅو پروګرامونه طرحه کړي، چې د بریا سبب ګرځي او د ماتې فکر په دقیقه توګه بر عکس عمل کوي.

۲ ـــ  په پرله پسې توګه خپل ځان ته د دې یادونه وکړﺉ، تاسو له هغه څه څخه، چې فکر کوﺉ غوره یاست.
بریالي کسان له آسمان څخه نه دي را کوز شوي، د بریا لپاره خارق العاده نبوغ ته اړتیا نه شته د هغې په اړه هېڅ پټ راز شتون نه لري او دغه راز په چانس پورې هم تړلې نه ده.

بریالي کسان یو عادي ټولی دی، یوازې په ځان باندې باور او دغه راز په خپلو کړنو باندې اعتماد یې په خپل ځان کې روزلی دی. هېڅکله او په هر ډول شرایطو کې ځان په کمه بیه مه پلورﺉ.

۳ ـــ  ستر باورونه ولرﺉ.
ستاسو د بریالیتوب کچه، د باور له کچې سره مو تړلې ده، په کوچنیو موخو سره د لویو لاسته راوړنو هیله مه لرﺉ. د سترو موخو په اړه فکر وکړﺉ، ترڅو سترو پایلو ته ورسېږﺉ.

یوازې په خپل ذهن کې هغه څه ته لاره ورکړﺉ، چې خوښېږي مو را منځته شي.