لس مېليونه ډالر ګټه يې کړې؛ تېر يو کال کې ۱۵زره الوتنې د افغانستان له فضا تېرې شوې 

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت مسوولينو کابل کې يوې خبري ناسته کې د تېر يو کال لاس ته راوړنو په اړه مالومات ورکړل او ويلي دي، چې دوی هڅه کوي، چې د افغانستان هوايي حريم ډېر خوندي کړي. 

د مسوولينو په وينا چې له يو څو سترو شرکتونو سره په خبرو بوخت دي، چې پايله کې به يې د افغانستان هوايي حريم خوندي او دوی به وکولی شي، چې پر هوايي حريم  بشپړ کنټرول او څار ولري. 

د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا ويلي: "له ځينو نورو کمپنیو سره د معیاري خدمتونو او مدیریت کنټرول د ورکړې په هکله بحث جریان لري."

د ياد وزارت چارواکو دا هم ويلي دي چې تېر يو کال کې د افغانستان له هوايي حريم ۱۵زره الوتنې تېرې شوې دي او دې سره افغانستان لس مېليونه امريکايي ډالر عوايد تر لاسه کړي دي. 

د چارواکو په وينا، د تېر حکومت په چپه کېدو سره، بهرنيانو د هوايي حريم اړوند رادار او نور سېسټمونه ويجاړل کړل او دې سره د افغانستان پر هوايي حريم د بشپړ کنټرول برخه کې ستونزې  شتون لري.