ملي دفاع وزير: پرېښودونکي يې نه يو؛ تاجکستان او ازبکستان کې څرخکې بېرته غواړو

د افغانستان د ملي دفاع چارسمبال وزير ددغه وزارت د کلني راپور ورکړې غونډه کې له تاجکستان  او ازبکستان غوښتي دي، چې  د تېر حکومت د نسکورېدو پر مهال هلته اړول شوې څرخکې دې بېرته افغانستان ته وسپاري. 

نوموړي ويلي دي چې په دې اړه له تاجکستاني او ازبکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي، خو هغوی وايي چې امريکا پر دوی (تاجکستان او ازبکستان) فشار راوړي، چې يادې څرخکې افغان حکومت ته ونه سپاري. 

د ملي دفاع وزارت سرپرست ويلي دي چې يادې چورلکې افغان ملت پورې تړاو لري، د چا شخصي مال نه دی او حکومت به له دغو څرخکو او الوتکو تېر نه شي.

د شمېرو له مخې، تر ۶۰ زیاتې پوځي چورلکې د جمهوري نظام سقوط پر مهال تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې دي.