لوی درستيز:  پنجشېر کې بشپړ امنيت

د ملي دفارع وزارت د پوځ لوی درستيز يوې خبري ناسته کې ويلي دي، چې ټول هېواد او په ځانګړي ډول پنجشېر ولايت کې مکمل امنيت دی او د پنجشېر ټولې برخې بشپړ تر واک لاندې دي. 

نوموړي کابل کې يوې خبري ناستې ته ويلي دي، "په پنجشېر کې وضعیت په بشپړه توګه کنټرول دی، د پنجشېر ټول قلمرو د مجاهدینو په کنټرول کې دی. طبعاً یو څوک چې وغواړي امنیت خراب کړي، خلکو ته زیان ورسوي او سیمه ناامنه کړي له یو مېل کلاشینکوف سره هم کولای شي چې له کوم غره ډز وکړي، خو هلته ستونزې شتون نه لري."

نوموړي د اوسني وسله وال پوځ په اړه  ويلي دي، چې شمېر يې ۱۵۰زره تنه دی او تېر يوه کال کې يې ۴۵۰۰ کسان د بېلابېلو دلايلو له امله د پوځ له ليکو اخراج کړي دي.