دفاع وزير: امريکايۍ بې پېلوټه الوتکې له پاکستانه افغان خاورې ته را دننه کېږي 

د افغانستان دفاع چارسمبالی وزير وايي چې د مالوماتو پر بنسټ د امريکا څارګرې او بريدګرې  بې پېلوټه الوتکې د پاکستان  له هوايي حريمه افغانستان ته را دننه کېږي. 

نوموړي په دې تړاو کابل کې په يوې خبري ناسته کې ويلي دي، "د دې لپاره چې زموږ رادار سیستم نه‌شته، زموږ رادار سیستم کله چې امریکا وتله په بشپړ ډول یې له منځه وړی، بیا هم هغه معلومات چې موږ لرو هغوی د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوځي او د پاکستاني فضایي حریم کاروي، موږ له پاکستانه غواړو چې خپله فضا دې زموږ پر وړاندې او خلاف نه کاروي."

ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزير ويلي دي، چې اوس مهال ۱۵۰ زره وسله وال پوځ لري، چې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ ساتنه کوي. 

په دې وروستيو کې کابل شير پور کې د امريکا بې پېلوټه الوتکې بريد وکړ، چې د افغانستان د هوايي حريم د نه خونديتوب او د دوحې تړون څخه د امريکا د سرغړونې مسايل يې راپورته کړل.