هغه درسونه، چې ځوان کار رامنځته کوونکي بریا ته رسوي

د کار را منځته کوونې نړۍ له هغه څه سره، چې خلک یې تصور کوي، توپیر لري. هغه کار رامنځته کوونکي په خپل کارو بار کې بریا ته رسېږي، چې له ډېرو ننګونو سره د مخامخ کېدو لپاره یې خپل ځان چمتو کړی وي. 
 
کله چې هوډ کوئ، چې د کار را منځته کوونې نړۍ ته ننوځئ او نوی کار و بار رامنځته کړئ، هېڅوک تاسو د هغې تجربې لپاره، چې په مخکې یې لرئ، نه چمتو کوي. د یوه کارو بار د رامنځته کولو لپاره، صبر، پایښت، هڅه او نورو ځانګړتیاوو ته اړتیا لرئ او یوازې هغه وخت کافي تجربه ترلاسه کوئ، چې خپل ځان له ننګونو سره مخامخ کړئ. 
 
لیکوال او د Lending One کمپنۍ عامل مدیر بېل ګرین تل هڅه کوي، چې کار رامنځته کوونکو ته هغه ارزښتمن ټکي ور زده کړي، چې له هغوی سره د کار رامنځته کوونې په لاره کې مرسته کوي. د دې لیکنې په دوام په هغو ټکو باندې رڼا اچول کېږي، چې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو په بریالیتوب سره د کارو بار له مهمو ننګونو څخه تېر شئ. 
 
یوازې د استعداد لرل، بسنه نه کوي
ښایي تاسو د ځمکې پرمخ تر ټولو استعداد لرونکی فرد یا د پوهنتون تر ټولو هوښیار محصل واوسئ، خو دا د دې دلیل نه شي کېدای، چې یو بریالی کار رامنځته کوونکی هم شئ، حتا که فوق العاده استعداد هم ولرئ، ترڅو د یوه کار له ترسره کولو سره مینه او لېوالتیا څرګنده نه کړئ، دا استعداد او هوښیارتیا تاسو هېڅ ځای ته نه شي رسولای. بېل ګرین وایي: په پروژو کې د بریا لپاره تل اړ و، چې له نورو څخه ډېره زیاته هڅه وکړي؛ خو مینه او لېوالتیا یې د دې سبب شوه، چې څو بریالي کارو بارونه پیل او مدیریت یې کړي. 
 
یوازې نه شئ کولای، چې په خپلو استعدادونو او ذاتي هوښیارتیا باندې تکیه وکړئ. له شک پرته هر څوک په ځینو برخو کې ډېر زیات مهارتونه لري، باید دا وړتیاوې ډالۍ وګڼئ او خپلو هڅو ته دوام ورکړئ. 
 
غرور ستاسو د کارو بار د له منځه تګ سبب ګرځي
داسې تصور کړئ، چې کارو بار مو ستاسو له خوښې سره سم پرمخ تللی دی او اوس غواړئ، چې خپل کارو بار ته پراختیا ورکړئ او له بازار څخه ډېره زیاته برخه ترلاسه کړئ. 
 
تاسو باید وکولای شئ، له هغه شور او لېوالتیا څخه، چې لرئ یې، په عاقلانه او هوښیارانه توګه ګټه واخلئ؛ له دې پرته خپل ټول فرصتونه له لاسه ورکوئ. ډېری کار رامنځته کوونکي لومړنیو موخو ته په رسېدو سره، مغرور کېږي او له پرمختګ څخه پاتې کېږي. ښایي په دې خاطر وي، چې په کافي اندازه لوړه الوتونه نه کوي (بلند پروازه) نه دي. 
 
نباید اجازه ورکړئ، چې هېڅ بریا، تاسو په خپل ځان، دوستۍ او قناعت باندې بوخت کړي. کله چې د اوج ټکي ته رسېږئ، نو خپله بریا ولمانځئ او ترې خوند واخلئ. باید په یاد مو وي، چې تاسو همدې ورځې ته په تمه وئ، سمه ده؟ نو یو ځل بیا خپل کار ته دوام ورکړئ، د خپل ځان لپاره نورې موخې وټاکئ او ځان پرمختګ ته چمتو کړئ، نو خپلو لاسته راوړنو ته په کتو سره، خپل وخت بېځایه مه تېروئ. دا په دقیقه توګه هماغه کار دی، چې بریالي کارو بار رامنځته کوونکي یې ترسره کوي. هغوی له هرې بریا وروسته هماغه کار  کوي، چې مخکې یې کړی و. 
 
نه سمون ستاسو د ماتې سبب ګرځي 
پلي کول او سمون تر ټولو مهمه سپارښتنه ده، چې بېل ګرین یې ځوانو کار رامنځته کوونکو ته کوي. حتا کله چې له څو لارو ګټه ترلاسه کوئ، بیا هم باید خپل کارو بار له هغو بدلونونو او خنډونو سره، چې په مخکې مو شتون لري، سمون ورکړئ. ګرین کلونه مخکې د Crestar Capital په نامه یو شرکت جوړ کړی و، چې د پانګونې د آسانتیاوو د کارو بار په توګه پېژندل کېده. د وخت په اوږدو کې، دا کارو بار د سیالۍ (رقابت) نړۍ ته ننوت او ډېرو مؤسساتو خپلې آسانتیاوې په ډېر کم لګښت سره وړاندې کړې. ګرین په دې بازار کې د پاتې کېدو لپاره، باید خپل کارو بار  ته په ډېرې چټکۍ سره سمون ورکړی وای. هغه پوهېده، چې د ناهیلۍ او ډېر کار کولو پرځای باید، د هوښیارانه حل لارې په لټه کې وي، هغه پوهېده، چې کارو بار یې د املاکو او مستغلاتو  په برخه کې ښه مخصصین  لري او له اړینو زېربناوو څخه برخمن دی، نو له هماغه کاري ټیم سره یې د املاکو په برخه کې د Lending One په نامه شرکت جوړ کړ، چې ډېر کم خطرونه یې په مخکې لرل. 
 
کار رامنځته کوونکي باید د خپل بازار او صنعت د بدلونونو په فکر کې وي او د بل ګام لپاره باید پروګرام جوړ کړي. دمګړۍ ډېری ځوان کار رامنځته کوونکي نه پوهېږي، چې څه وخت خپل دریځ ته بدلون ورکړي او له نویو شرایطو سره خپل ځان ته سمون ورکړي؛ تر هغه وخته، چې نور د اصلاحي ګام د پورته کولو لپاره ناوخته شوې ده. 
 
ټول ژوند مو په کار باندې مصرف کړئ
د ګرین په وینا، کار رامنځته کوونکي بریا ته د رسېدو لپاره، باید خپله ټوله انرژي او وخت کار ته ځانګړي کړي، نوموړي هغه وخت په یاد راوړ، کله چې کار یې پیل کړ، چې د خپل کاروبار د موخو د پرمخ بیولو لپاره یې ډېرې هڅې وکړې. ګرین لومړنی کس و، چې په شرکت کې حاضرېده او وروستی کس و، چې شرکت به یې پرېښوده. کله چې له مسافرۍ یا کاري ماموریت څخه بېرته را ګرځېده، نو په چټکه توګه به کور ته، ته، له خپلې کورنۍ سره به یې خواړه خوړل او بیا به په خپل کار باندې بوختېده. هغه د خپلو نظریاتو (آیډیاوو) له ترسره کولو سره ډېره زیاته مینه او لېوالتیا لرله او ماتې یې ټاکنه نه وه.  
 
کله چې دې درک ته ورسېږئ، د کاري او غیر کاري ساعتونو ترمنځ هېځ توپیر شتون نه لري، نو په یوه رښتیني او بریالي کار رامنځته کوونکي باندې به بدل شئ.