پاکستان کې سېلابونو ۸۰۰ کسان مړه کړي 

افغانستان، هند او د پاکستان ځينو ولايتونو او ايالتونو کې د وروستيو بارانونو له امله چې زورور سېلابونه هم ور سره دي، ګڼ کسان وژلي او ډېر مالي زيانونه يې پېښ کړي دي. 

د هېواد په سويلي، ختيځ او سويل ختيځو ولايتونو کې له تېرو دوه مياشتو راهيسې شديد بارانونه کېږي، چې سېلابونه ور سره مل وي. وروستی وېجاړونکی سېلاب د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې وو، چې ګڼ مالي او ځاني تلفات يې پېښ کړل. 

د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې هم له تېرو درېيو مياشتو راهيسې سېلابونه راوځي، چې مالي او ځاني تلفات لري. پاکستاني چارواکي وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې د سېلابونو له امله اته سوه کسان مړه شوی دي. 

د یوې پاکستانۍ رسنۍ د راپور له مخې، په یو شمیر سیمو کې هدیرې تر اوبو لاندې شوي او خلک خاورو ته د خپلو خپلوانو په سپارلو کې ستونزې لري.