دا نښې یانې رییس مو له تاسو نه کرکه لري

که په کاري چاپېریال کې د رییس له لوري ښه چلند نه وینئ، ښایي له تاسو سره د هغه د نه همکارۍ د لېوالتیا نښه وي، خو له کومه ځایه پوه شو، چې هغه له موږ څخه کرکه لري؟ 
 
کله وخت ځینې کسان له ځان سره داسې فکر کوي، چې په کاري چاپېریال کې رییس یې ترې کرکه لري، چې ډېری وخت دا فرضیه غلطه ثابتېږي او په حقیقت کې ځینې شرایط د دا ډول احساس د رامنځته کېدو لامل کېږي، خو په هر حال غوره ده، چې په حقیقت باندې پوه شئ. له نېکمرغه داسې لارې چارې شتون لري، چې تاسو ته د دې فرصت درکوي، ترڅو د خپل ځان په اړه د رییس د فکر په بڼې باندې پوه شئ.  د دې لیکنې په دوام په ځینو مواردو باندې رڼا اچوو، چې څرګندوي رییس مو له تاسو نه کرکه لري: 
 
۱ ـــ د معدې وضعیت مو ښه نه دی
آیا کله چې خپل رییس وینئ، په خپله معده او کولمو کې بد احساس پیدا کوئ؟ که له داسې یوه حالت سره مخ کېږئ، نو ښایي چې ستاسو په اړه د رییس د بد احساس نښه وي، نه دا چې وغواړئ هغه ته په یوې جسمي ستونزې پورې تړاو ورکړئ. 
 
۲ ـــ په اصلي موضوعاتو کې حضور نه لرئ 
ووینئ، چې آیا رییس مو معمولاً د دندو په ترسره کولو یا د مهمو پوښتنو د ځوابونو په پیدا کولو او په مهمو تصمیم نیونو کې تاسو ښکېل کوي او که نه؟ که د دې څیزونو په ترسره کولو کې له تاسو څخه د نظر غوښتنه نه کوي، نو په احتمالي توګه د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو ورته ارزښت نه لرئ. که رییس مو په هر ډول تصمیم نیونه کې له تاسو نه پوښتنه نه کوي او نظر مو نه غواړي، ښایي لامل یې دا وي، چې تاسو یې نه خوښېږئ. 
 
۳ ـــ تاسو د هغه له سترګو څخه لوېدلی یاست
دا هم کولای شي یوه له هغو نښو څخه وي، چې رییس له تاسو سره مینه او لېوالتیا نه لري او نه غواړي، چې تاسو وویني، سترګیزه اړیکه کولای شي، ستاسو په لور د مقابل لوري د پام او باور د درجې یو ډېر مهم سیګنال وي، که رییس مو په مستقیمه توګه تاسو ته نه ګوري او تر کومه ځایه چې شونې وي، تاسو ته له مخامخ کتو څخه ډډه کوي او ستاسو شاوخوا ته نه را څرګندېږي، نو د دې ښکارندویي کوي، چې له تاسو سره مینه او لېوالتیا نه لري. 
 
۴ ـــ هغه هېڅکله تاسو ته مُسکا نه کوي
که داسې احساس کوئ، چې رییس مو ستاسو شاوخوا ته نه دی یا تاسو ته مُسکا نه کوي، نو په احتمالي توګه د دې ښکارندویي کوي، چې له تاسو سره لېوالتیا نه لري او په پایله کې باید خپل شرایط وسنجوئ. 
 
۵ ـــ تاسو د ذره بین لاندې راولي
که داسې احساس کوئ، چې یوازینی فرد یاست، چې په کاري چاپېریال کې د ذره بین لاندې یاست، نو په دې باندې پوه شئ، چې بده پېښه د رامنځته کېدو په حال کې ده، که نور کسان هم تاسو ته ورته کړنې ترسره کوي، خو یوازې تاسو د ذره بین لاندې یاست، باید خپله ځیرکتیا او دقت زیات کړئ، که رییس مو پړاو په پړاو هر کار له تاسو سره چک کوي او د هغه کار په اړه، چې تاسو یې ترسره کوئ، د نا خوندیتوب احساس لري، هغه په تاسو باندې اعتماد نه لري او دغه راز ستاسو په اړه ښه احساس نه لري. 
 
۶ ـــ له تاسو څخه لیرېوالی اختیاروي
که رییس تل کوم ځای ته ستاسو د راتګ پرمهال، بل ځای یا بلې کوټې ته ځي یا هڅه کوي، چې تاسو له لېفټ څخه ګټه واخلئ او هغه وروسته له لېفت څخه ګټه واخلي یا په ټولیزه توګه له تاسو سره، له سترګیزې اړیکې څخه لیرېوالی کوي او هېڅکله د کار په اصلي ساعتونو کې ستاسو ترڅنګ حضور نه لري، نو په احتمالي توګه له تاسو کومه لېوالتیا نه لري. 
 
۷ ـــ ستاسو حضور ته ارزښت نه ورکوي
کله چې کار ځای ته داخلېږئ او رییس مو له تاسو سره یو ډېر عادي روغبړ هم نه لري یا د خدای پامانۍ پرمهال ستاسو ترڅنګ نه شته دی او ستاسو لپاره د ښه مازدیګر او شپې هیله نه کوي، نو په احتمالي توګه به یوه ستونزه شتون ولري، یا ښایي هغه له تاسو سره چندان لېوالتیا  ونه لري او یا هم ښایي هغه د خپل دې کار لپاره دلیل ولري. 
 
۸ ـــ تاسو ته ډېر لنډ ځواب درکوي 
که چېرې له خپل رییس څخه ځینې پوښتنې کوئ، لکه څنګه یاست؟ یوازې په یوه کلمه ځواب درکوي، باید په موضوع باندې شک وکړئ، یا دا چې په برېښنالیک کې ستاسو د سلام او ستړي مه شي او درنښت ځواب نه درکوي، نو احتمالاً ستونزه شته، ماشومانه چلندونه لکه: د رویې بدلونونه هم کولای شي د خطر زنګ وي. 
 
۹ ـــ ښه بدني ژبه نه لري
کله چې رییس مو له تاسو سره خبرې کوي او خپل لاسونه د یو بل دننه سره را ټولوي یانې لاس په سینه کېږي او تل خپل کاته له تاسو نه غلا کوي یا ستاسو په لیدو سره د رییس په سترګو کې منفي بدلون را منځته کېږي، کار ځای ته ستاسو په راتګ او دغه راز له کارځای څخه ستاسو د بېرته وتلو پرمهال سر یې له کمپیوټر څخه نه پورته کېږي، نو په احتمالي توګه له تاسو سره خبرو کولو ته لېوالتیا نه لري. 
 
۱۰ ـــ ستاسو اړیکه یوازې په برېښنالیک پورې محدوده ده 
که مو ولیدل، چې رییس مو ستاسو له نورو همکارانو سره حضوري خبرې اترې لري، خو له تاسو سره یوازې د برېښنالیک له لارې اړیکه نیسي او خوښېږي یې نه  چې مخامخ خبرې اترې ولري او له تاسو سره له مستقیمې اړیکې څخه لیرېوالی کوي، په احتمالي توګه یوه ستونزه شتون لري او کولای شي له تاسو سره د هغه د نه لېوالتیا له دلایلو څخه وي. 
 
۱۱ ـــ تاسو ته اجازه نه درکوي، چې په مهمه ناسته کې ګډون وکړئ 
که تاسو ته په یوه مهمه پروژه یا یوه مهمه ناسته کې د ګډون اجازه نه درکوي، نو احتمالاً ستونزه شتون لري. 
 
۱۲ ـــ د رییس د خونې دروازه ستاسو پرمخ تړلې ده 
که چېرې د رییس د خونې دروازه تل تړلې ده، نو هېڅ خبره نه شته، خو که یوازې تاسو نه شئ کولای، چې دې خونې ته ننوځئ، نو بیا ستونزه شته. ستاسو پرمخ د رییس د خونې د دروازې تړل کېدل، د دې ښکارندویي کوي، چې هغه نه غواړي له تاسو سره خبرې وکړي او له تاسو څخه خواشینی دی. 
 
۱۳ ـــ ستاسو دواړو ترمنځ د «نه» یو دېوال رامنځته شوی دی 
په داسې یوه حالت کې، په کار ځای کې هېڅ څیز سم نه تر سترګو کېږي، ټول هغه وړاندیزونه، چې تاسو یې وړاندې کوئ، رد کېږي، هر ځواب چې ورکوئ، اصلاح او سمون ته اړتیا لري، معمولاً ستاسو غوښتنلیکونه له منفي ځواب سره مخ کېږي، که رییس مو له هر هغه څه سره چې تاسو یې وایئ مخالف دی او د نورو په اړه داسې نه دی او همکاران مو له دا ډول پېښو سره نه مخامخ کېږي، نو په احتمالي توګه رییس له تاسو سره مینه او لېوالتیا نه لري. 
 
۱۴ ـــ ستاسو شخصي مسایلو ته پام نه کوي
په ټولو اداري او سوداګریزو کارونو کې په احتمالي توګه شخصي موضوعات هم مطرح کېږي، که چېرې ومو لیدل، چې رییس مو له نورو همکارانو څخه د هغوی د بوختیاوو، ماشومانو او اړیکو په اړه پوښتنې کوي، خو له تاسو نه هېڅکله دا ډول پوښتنې نه کوي او له تاسو سره یوازې د کاري مسایلو په اړه غږېږي، نو دا پېښه یوه بده نښه ده. 
 
۱۵ ـــ د ټیټې کچې یا سخت کارونه تاسو ته درسپارل کېږي
که چېرې رییس مو هغه کارونه تاسو ته در سپاري، چې ډېر سخت دي او هېڅوک یې ترسره کولو ته حاضر نه دی، یا هغه کارونه تاسو ته در سپاري، چې ستاسو د وړتیا او تخصص له کچې څخه ډېر ټیټ دي او یوازې غواړي، چې تاسو بوخت وساتي، هغه په تاسو باندې اعتماد نه لري او په دې کړنې سره تل  غواړي، چې تاسو په بل ځای کې د خپل ځان لپاره د کار پیدا کولو لپاره وهڅوي.  
 
۱۶ ـــ تاسو ته فیډبک نه درکوي 
که رییس مو د هغه کار په اړه، چې تاسو یې ترسره کوئ، بې پروا دی او هېڅ مثبت یا منفي فیډبک نه ورکوي او حتا ستاسو په غوښتنه هم، ستاسو د کارونو په اړه فیډبک نه ورکوي او بې تفاوته دی، نو دا بې پروایي د رییس او کارمند ترمنځ د اړیکو لپاره له ځانه سره یو بد پیغام لري. 
 
۱۷ ـــ له بریده زیات فیډبک درکوي 
رییس مو د تېر مورد برعکس کړنې ترسره کوي او له بریده زیات د هرڅه په اړه حتا د جامو په اړه مو هم خپل نظر څرګندوي او په غونډه کې ستاسو هڅې او نظریې کوچنۍ شمېري او د نورو همکارانو پر وړاندې پر تاسو باندې سختې نیوکې کوي او تاسو د نورو پر وړاندې خجالت کوي او کم مو راولي، نو له دې کړنو داسې څرګندېږي، چې هرومرو کومه ستونزه شتون لري. 
 
۱۸ ـــ معمولاً تاسو په خوښیو او خوشالیو کې شتون نه لرئ
که رییس مو داسې چلند کوي، چې تاسو هېڅکله په خوښیو او خوشالیو کې حضور نه لرئ او د دې لپاره، چې خپلو ټولو کارمندانو ته ښکاره کړي، چې د دې ډلی غړی دی، کله وخت ټوکې کوي، خو تاسو باید تل د جدي کارونو په ترسره کولو باندې بوخت واوسئ، په احتمالي توګه ستونزه شتون لري، چې له تاسو سره د هوساینې او صمیمیت احساس نه کوي او تاسو ته ارزښت نه درکوي. 
 
۱۹ ـــ ستاسو نظرونه اعتبار نه لري 
احتمالاً ستاسو له لوري ښه او په زړه پورې نظرونه، د ټولو له نظریاتو وروسته پرې سر سري بحث کېږي او ستاسو نظرونو او آیډیاوو ته چندان ارزښت نه ورکوي، ښایي تاسو د خپل د رییس د خوښې وړ کارمند ونه اوسئ. 
 
۲۰ ـــ ښې پروژې نورو کسانو ته ورکول کېږي 
هېڅ څیز نه شي کولای، چې له دې ډېر تاسو خواشینی کړي، که چېرې ښې پروژې، چې تاسو یې هم ترسره کولای شئ، بل چاته ورکول کېږي، نو په احتمالي توګه ستره ستونزه شتون لري. 
 
۲۱ ـــ د «شخصي چلند» له عبارت څخه ګټه اخلي 
که له خپل رییس څخه مو په لوړ غږ واورېدل چې «له تاسو سره به پرېکنده او شخصي چلند ولري»، نو په احتمالي توګه د دې ښکارندویي کوي، چې هغه له تاسو څخه کرکه لري. 
 
۲۲ ـــ که له تاسو څخه غواړي، چې کار مو تکرار کړئ 
ډېری رییسان له دې کار سره، هغه څه مو چې ترسره کړي دي، نیوکه وکړي او له تاسو نه وغواړي، چې یو ځل بیا یې ترسره کړئ، ډېره زیاته لېوالتیا لري، که پر تاسو باندې دا لړۍ تکرارېږي، رییس مو له تاسو سره کومه لېوالتیا نه لري. 
 
۲۳ ـــ په هغه کې د نه صبر او زغم د رامنځته کېدو سبب کېږئ
که داسې احساس کوئ، چې رییس مو تل  د ټولو لپاره وخت لري، خو هېڅکله تاسو ته وخت نه درکوي او کله چې تاسو ته را رسېږي صبر او زغم نه لري، کله چې له تاسو سره خبرې کوي، د دې کار لپاره له ځانه هېڅ لېوالتیا نه ښکاره کوي، نو په احتمالي توګه له تاسو نه کرکه لري او حتا له تاسو سره د خبرو کولو زغم هم نه لري.