امريکا اوکراين  ته د روسيې خلاف د درېيو ميلېارده ډالرو وسلې ورکوي 

د امريکا دفاع وزارت ويلي دي، چې د روسيې او اوکراين په جګړه کې له اوکراين څخه د خپل ملاتړ په لړ کې دغه هېواد ته د درېيو مېلياردو امريکايي ډالرو په ارزښت وسلې او نور پوځي وسايل ورکوي. 

امريکايي چارواکو ويلي  دي چې اوکراين هر څومره  وسلو او مرستې ته اړتيا ولري نو امريکا يې ور سره کوي او د امريکا موخه دا ده چې اوکراين بايد د روسيې پر وړاندې مات نه شي او روسيې ته به اجازه ورنه کړي، چې اوکراين لاندې کړي. 

له دې وړاندې ولسمشر جوبايډن ته د امريکا د ولسمشرۍ ماڼۍ له بوديجې اوکراين ته پوځي مرستې لېږلې وې، چې ارزښت يې ۷۵۰ مېليونه امريکايي ډالر؛ مزایل، توپخانې، زرې ضد وسلې، مهمات او د ماینونو د له منځه وړلو مخصوص زغره وال ګاډي په کې شامل وو. 

له هغه وخت راهيسې چې په ۲۰۱۴ز کال کې د روسيې او اوکراين اړيکې کړکېچنې شوې  دي، امريکا له اوکراين سره نېږدې ۱۲ مېليارده امريکايي ډالر مرسته کړې ده.