د طبيعي آفتونو وراېخوا؛ هېواد کې کرونا ويروس يو ځل بيا زور اخېستی

هېواد کې د زلزلو، اورښتونو او سېلابونو وراېخوا، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د کرونا وېروس پېښې هم ډېرې شوې دي. د افغان - جاپان روغتون مسوولين وايي چې تېره يوه مياشت کې شپږ زره کسان پر دغه ويروس ککړ شوي دي. 

د روغتون د مسوولينو د مالوماتو پر بنسټ په ورځني ډول هم دغه روغتون کې د کرونا ويروس پېښې ثبتيږي؛ تېره ورځ ۲۸ کسانو معاينه شوې، چې له منځ يې ۱۸ په کرونا ککړ او پايله يې مثبت وه. 

ددغه روغتون مشر ډاکتر زلمي رېښتين رسنيو ته ويلي، "د ناروغانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي. تېره ورځ مو کابو ۲۸ معاینات لرل چې په منځ کې یې ۱۸ پېښې مثبتې وې يانې په تېره میاشت کې مو ۶۰ ناروغان لرل خو اوس له ۷۰ څخه زیات بستري ناروغان لرو."

عامې روغتيا وزارت مسوولين هم د کرونا ويروس د پېښو د زياتېدو خبره مني او له خلکو يې غوښتي دي، چې د دغه وزارت پر طبي لارښوونو عمل وکړي او دغه ناروغي جدي وګڼي.