عمران خان محاکمه کېږي 

د پاکستان پلازمېنې، اسلام اباد لوړې محکمې له خوا ددغه هېواد پخوانی لومړی وزير عمران خان محاکمه کېږي. له عمران خان غوښتل شوي دي، چې د همدې ميلادي مياشتې پر ۳۱مه نېټه محکمې ته ورشي. 

عمران خان د سپکې ژبې په کارولو او يوې ښځېنه قاضۍ ته د بدو کلمو او سپکاوي په تور محاکمه کېږي. ياده ميرمن د پاکستان د ټاکنو کمېسيون قاضۍ ده. 

له دې محکمې وراېخوا عمران خان د ترهګرۍ په يوې دوسيې کې هم تورن دی. نوموړي درې ورځې ضمانت تر لاسه کړی، خو اړ دی، چې د همدې اوونۍ په پنځه نۍ محکمې ته ورشي. 

د اسلام اباد لوړې محکمې يو قاضي ويلي دي، چې دا  د شرم ځای او توقع يې نه کېدله، چې يو کس چې لومړی وزير هم پاتې شوی وي، داسې سپکه ژبه وخوروي.