اوکرايين سبا له روسيې د خپلواکۍ ورځ نمانځي

د اوکرايين پوځ مني چې په تېرو شپږو مياشتو کې روسيې سره جګړه کې يې نهه زره پوځيان وژل شوي دي. د پوځ مشر دغه څرګندونې رسنيو سره کړې  او زياتوي چې يو زيات شمېر نور ټپيان شوي دي. 

تر اوسه د روسي پوځيانو مرګ - ژوبلې کره شمېرې نه دي په ګوته شوې او همدا ډول څرګنده نه ده، چې دغه جګړه کې څومره ولسي وګړي وژل شوي دي. 

که څه هم امريکا د روسيې -  اوکرايين جګړه کې له اوکرايين ملاتړ کوي، خو په ورته وخت کې يې خپلو وګړو ته ويلي چې له اوکرايين ووځي، ځکه شونتيا شته چې روسيه به راتلونکو ورځو کې سخت بريدونه پرې وکړي. 

د روسيې له خوا پر اوکرايين د تازه بريدونه شونتيا دې سره ډېريږي،  چې سبا ورځ  اوکرايين له روسيې څخه د ۱۹۹۱ز کال د خپلواکۍ اخېستو کلېزه نمانځي. اوکرايين ۱۹۹۱ز کال کې له شوروي يووالي ځان خپلواک کړ. 

سږ کال هلته د روسيې څخه د خپلواکۍ اخېستو مراسم کم - رنګه دي او ويره دا ده چې روسيه به پر دې ورځ پراخه بريدونه وکړي. د جګړې له امله به د اوکرايين د بېلېدو ورځ ځانګړې ونه نمانځل شي.